Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ആലുഇംറാൻ   ആയത്ത്:
وَیُكَلِّمُ النَّاسَ فِی الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَّمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
له خلکو سره به په ځانګو او زوړوالي کې خبرې کوي او دالله له نیکو بنده ګانو څخه به وي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالَتْ رَبِّ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ وَلَدٌ وَّلَمْ یَمْسَسْنِیْ بَشَرٌ ؕ— قَالَ كَذٰلِكِ اللّٰهُ یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ؕ— اِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟
مریمې وویل: ای زما ربه! ما ته هیڅ بشر لاس نه دی راوړی نو ځوی به مې څرنګه پیدا شي؟ ملایکو وویل هو! په همدې ډول به ( ستا ځوی) پیدا کیږي، الله پاک هغه څه پیدا کوي چې اراده یې وکړي او کله چې د یوه کار پریکړه وکړي نو بس یوه خبره وکړي چې وشه نو هغه کار وشي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَیُعَلِّمُهُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ ۟ۚ
الله پاک هغه ته کتاب، حکمت، تورات او انجیل ورښایې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَرَسُوْلًا اِلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۙ۬— اَنِّیْ قَدْ جِئْتُكُمْ بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ ۙۚ— اَنِّیْۤ اَخْلُقُ لَكُمْ مِّنَ الطِّیْنِ كَهَیْـَٔةِ الطَّیْرِ فَاَنْفُخُ فِیْهِ فَیَكُوْنُ طَیْرًا بِاِذْنِ اللّٰهِ ۚ— وَاُبْرِئُ الْاَكْمَهَ وَالْاَبْرَصَ وَاُحْیِ الْمَوْتٰی بِاِذْنِ اللّٰهِ ۚ— وَاُنَبِّئُكُمْ بِمَا تَاْكُلُوْنَ وَمَا تَدَّخِرُوْنَ ۙ— فِیْ بُیُوْتِكُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
او بني اسرائیلو ته یې د استازي په توګه لیږي تر څو ورته ووایې چې ما تاسې ته د رب له لوری یوه نښه راوړې ده، زه له خټې څخه د مارغه څیره جوړوم بیا پکې پوکې کوم نو هغه د الله په حکم او اذن سره روغ مارغه شي او زه د الله په حکم او اذن له مور څخه پیدا شوي ړانده بینا کوم په پیس مرض ناروغ جوړوم، مړي ژوندي کوم، او له هغه څه نه مو خبروم چې تاسې یې خورئ او هغه چې په کورنو کې یې زیرمه کوئ نو که مؤمنان یاست دا کارونه ستاسې لپاره خامخا پوره نښه ده.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیَّ مِنَ التَّوْرٰىةِ وَلِاُحِلَّ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِیْ حُرِّمَ عَلَیْكُمْ وَجِئْتُكُمْ بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ ۫— فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟
زه هغه تورات ريښتونی ګڼم چې ما څخه وړاندې راغلی دی او تاسې ته ځینې هغه شیان حلالوم چې پر تاسې حرام شوي وو، او ما تاسې ته ستاسې د رب له لورې نښه راوړې ده نو له الله څخه وډارشئ او زما مننه وکړئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ اللّٰهَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟
بې شکه چې الله پاک زما پالونکی دی او ستاسې هم، نو باید د همغه عبادت وکړئ، بس همدا یکې یوه روغه او سمه لار ده.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَلَمَّاۤ اَحَسَّ عِیْسٰی مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ اَنْصَارِیْۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— قَالَ الْحَوَارِیُّوْنَ نَحْنُ اَنْصَارُ اللّٰهِ ۚ— اٰمَنَّا بِاللّٰهِ ۚ— وَاشْهَدْ بِاَنَّا مُسْلِمُوْنَ ۟
نو کله چې عیسې( علیه السلام) ته د هغوی کفر[۱۰] ښه ثابت او څرګند شو نو ویې ویل: څوک به د الله لار کې زما ملاتړ وکړي؟ خواریونو وویل: مونږ د الله ( د لارې) ملاتړي یو، مونږ په الله ایمان راوړی دی او ( ای عیسې) په دې خبره شاهد اوسه چې مونږ مسلمانان یو.
[۱۰] عیسې علیه السلام ته ثابته شوه چې بنې اسرائیل یې د وژلو هڅه کوي او د پیغمبر وژل کفر دی( ابن جریر الطبري)
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ആലുഇംറാൻ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക