Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ത്തൗബഃ   ആയത്ത്:
اَلتَّآىِٕبُوْنَ الْعٰبِدُوْنَ الْحٰمِدُوْنَ السَّآىِٕحُوْنَ الرّٰكِعُوْنَ السّٰجِدُوْنَ الْاٰمِرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَالنَّاهُوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحٰفِظُوْنَ لِحُدُوْدِ اللّٰهِ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
هغوی توبه کوونکي،عبادت کوونکي،ثناویونکي د الله په لیار کې وتونکي،رکوع،او سجده کوونکي د نیکیو په لور د بلونکي او له بدیو نه منع کوونکي او د الله د پولو ژغورونکي دي ای پیغمبره! مؤمنانو ته د خوښۍ زیری ورکړه.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
مَا كَانَ لِلنَّبِیِّ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ یَّسْتَغْفِرُوْا لِلْمُشْرِكِیْنَ وَلَوْ كَانُوْۤا اُولِیْ قُرْبٰی مِنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمْ اَنَّهُمْ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟
له پیغمبر او مؤمنانو سره نه ښائیږي چې د مشرکانو لپاره بښنه وغواړی که څه هم یې خپلوان وي خو چې ورته معلومه شي چې دوی دوزخیان دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ اِبْرٰهِیْمَ لِاَبِیْهِ اِلَّا عَنْ مَّوْعِدَةٍ وَّعَدَهَاۤ اِیَّاهُ ۚ— فَلَمَّا تَبَیَّنَ لَهٗۤ اَنَّهٗ عَدُوٌّ لِّلّٰهِ تَبَرَّاَ مِنْهُ ؕ— اِنَّ اِبْرٰهِیْمَ لَاَوَّاهٌ حَلِیْمٌ ۟
او ابراهیم خپل پلار ته یوازې د هغې وعدې له مخې بښنه وغوښتله چې له خپل پلار سره یې کړې وه. خو چې کله ورته څرګنده شوه چې پلار یې د الله دښمن دی،نو بې زاري یې ترې اعلان کړه بې شکه چې ابراهیم ډیر زارۍ کوونکی او ډیر تحمل والا وو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ اِذْ هَدٰىهُمْ حَتّٰی یُبَیِّنَ لَهُمْ مَّا یَتَّقُوْنَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
الله پاک هیڅکله یو قوم له هدایت ورکولو وروسته نه یې لیارې کوي تر څو ټول هغه شیان ورته څرګند کړي چې باید ځانونه ترې وژغوري بې شکه چې الله په هر څه ښه پوه دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ اللّٰهَ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ؕ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟
بې له شکه چې د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې د یو الله ده ژوند او مرګ هم د هغه په واک کې دی او پرته له هغه تاسې نه کوم جوړوونکی لرئ او نه ملاتړ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَقَدْ تَّابَ اللّٰهُ عَلَی النَّبِیِّ وَالْمُهٰجِرِیْنَ وَالْاَنْصَارِ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُ فِیْ سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ یَزِیْغُ قُلُوْبُ فَرِیْقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّهٗ بِهِمْ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ
په رښتیا چې الله پاک په پیغمبر خپله لورینه وکړه او هم یې په هغو مهاجرینو او انصارو لورینه وکړه چې په سختیو کې یې د پيغمبر مننه کړې وه.که څه هم نژدې وو چې د ځینو زړونه د ورانۍ په لور کاږه شي بیا پرې الله پاک لورینه وکړه او له کږیدلو نه یې وژغورل بې شکه چې الله پاک پر هغوی ډیر مهربان او دډیر رحم څښتن دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ത്തൗബഃ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക