Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ത്തൗബഃ   ആയത്ത്:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قَاتِلُوا الَّذِیْنَ یَلُوْنَكُمْ مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْیَجِدُوْا فِیْكُمْ غِلْظَةً ؕ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ ۟
ای مؤمنانو!له هغو کافرانو سره وجنګیږئ چې تاسې ته نژدې دي هغوی باید له تاسې سختوالی وویني او پوه شئ چې الله پاک دپرهیزګارانو مل دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذَا مَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ فَمِنْهُمْ مَّنْ یَّقُوْلُ اَیُّكُمْ زَادَتْهُ هٰذِهٖۤ اِیْمَانًا ۚ— فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فَزَادَتْهُمْ اِیْمَانًا وَّهُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟
او کله چې کوم نوی سورت نازل شي نو ځینې منافقان د مسخرې په توګه مسلمانانو ته وايې:دغه سورت ستاسې د کوم یوه ایمان زیات کړ؟ واقعیت دادی چې د هر سورت نزول د مؤمنانو ایمان ور زیات کړی او هغوی پرې خوښي ښکاره کوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاَمَّا الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا اِلٰی رِجْسِهِمْ وَمَاتُوْا وَهُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
او هغو ته چې په زړونو کې یې د نفاق مرض دی،د پخوانۍ پلیتۍ له پاسه نوره پلیتي ور زیاته کړې او چې مړه کیږي نو کافران وي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَوَلَا یَرَوْنَ اَنَّهُمْ یُفْتَنُوْنَ فِیْ كُلِّ عَامٍ مَّرَّةً اَوْ مَرَّتَیْنِ ثُمَّ لَا یَتُوْبُوْنَ وَلَا هُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟
ایا هغوی نه ګوري چې هر کال یو یا دوه ځله په ازمیښت کې اچول کیږي.خو بیا هم توبه نه وباسي او نه پند اخلي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذَا مَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ نَّظَرَ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضٍ ؕ— هَلْ یَرٰىكُمْ مِّنْ اَحَدٍ ثُمَّ انْصَرَفُوْا ؕ— صَرَفَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ ۟
او کله چې کوم سورت نازلیږي نو دوی په سترګو کې سره ګوري او وايې:چا خوبه لیدلي نه واست؟بیا پټ په پټه اوځي.الله پاک یې هم زړونه له حق نه واړول ځکه چې هغوی خورا ناپوه خلک دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَقَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلٌ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ عَزِیْزٌ عَلَیْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِیْصٌ عَلَیْكُمْ بِالْمُؤْمِنِیْنَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
په رښتیا چې تاسې ته ستاسې یو داسې سړی د الله د استازي په توګه راغلی دی چې ستاسې ستونزه پرې خورا درنه،د خوښۍ مو خورا لیوال او پر مؤمنانو خورا مهربان او نرم زړه دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِیَ اللّٰهُ ۖؗ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟۠
ای محمده!که بیا هم دا خلک مخ اړوي،نو ورته ووایه چې زما یو الله بس دی.پرته له هغه بل هیڅ معبود نشته.پر هغه مې توکل کړی او هغه د لوی عرش څښتن دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ത്തൗബഃ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക