Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : अबू जकरिया । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: ज्जुमर   श्लोक:
فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَبَ عَلَی اللّٰهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ اِذْ جَآءَهٗ ؕ— اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟
39-32 نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله دروغ تړي او رښتیا (قرآن) دروغ ګڼي، كله چې دغه (رښتیا) ده ته راشي؟ ایا په دوزخ كې د كافرانو لپاره استوګنځى نشته؟
अरबी व्याख्याहरू:
وَالَّذِیْ جَآءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُتَّقُوْنَ ۟
39-33 او هغه كس چې صدق (رښتینى دین) يې راوړ او (هغه چې) د دغه (صدق) تصدیق يې وكړ (نو) هم دغه كسان پرهېزګاران دي
अरबी व्याख्याहरू:
لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— ذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۚۖ
39-34 د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي، دغه د نېكي كوونكو بدله ده
अरबी व्याख्याहरू:
لِیُكَفِّرَ اللّٰهُ عَنْهُمْ اَسْوَاَ الَّذِیْ عَمِلُوْا وَیَجْزِیَهُمْ اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
39-35 د دې لپاره چې الله له دوى نه هغه بدتر ګناهونه لرې (ختم) كړي چې دوى كړي دي او دوى ته د دوى اجر بدله وركړي، په سبب د هغو تر ټولو ښكلو عملونو چې دوى به كول
अरबी व्याख्याहरू:
اَلَیْسَ اللّٰهُ بِكَافٍ عَبْدَهٗ ؕ— وَیُخَوِّفُوْنَكَ بِالَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟ۚ
39-36 ایا الله خپل بنده ته ښه كافي كېدونكى نه دى او دوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له دغه (الله) نه غیر دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك نېغه لار ښودونكى نشته
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّضِلٍّ ؕ— اَلَیْسَ اللّٰهُ بِعَزِیْزٍ ذِی انْتِقَامٍ ۟
39-37 او هغه څوك چې الله ورته هدایت وكړي، نو د هغه لپاره هیڅوك ګمراه كوونكى نشته. ایا الله ښه غالب او انتقام والا نه دى ؟
अरबी व्याख्याहरू:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلْ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ اَرَادَنِیَ اللّٰهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كٰشِفٰتُ ضُرِّهٖۤ اَوْ اَرَادَنِیْ بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكٰتُ رَحْمَتِهٖ ؕ— قُلْ حَسْبِیَ اللّٰهُ ؕ— عَلَیْهِ یَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُوْنَ ۟
39-38 او یقینًا كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (،نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې ’’الله‘‘، ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ، هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ. كه چېرې الله ما ته د ضرر رسولو اراده وكړي، ایا دغه (ستاسو معبودان) د هغه د ضرر لرې كوونكي دي؟ یا كه هغه (الله) ما سره د رحمت اراده وكړي، ایا دغه (معبودان) د هغه د رحمت منع كوونكي دي؟ ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره بس الله كافي دى، خاص په ده باندې توكل كوونكي توكل كوي
अरबी व्याख्याहरू:
قُلْ یٰقَوْمِ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ اِنِّیْ عَامِلٌ ۚ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
39-39 ته (دوى ته) ووایه: اى زما قومه: تاسو په خپله طریقه (او ځاى) عمل كوئ، بېشكه زه هم عمل كوونكى یم، نو ژر به تاسو وپېژنئ
अरबी व्याख्याहरू:
مَنْ یَّاْتِیْهِ عَذَابٌ یُّخْزِیْهِ وَیَحِلُّ عَلَیْهِ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟
39-40 هغه څوك چې ده ته به داسې عذاب راشي چې دا به وشرموي او په ده به دايمي عذاب نازل شي
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: ज्जुमर
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : अबू जकरिया । - अनुवादहरूको सूची

अबु जकरिया अब्दुल सलामले यसलाई अनुवाद गरे।

बन्द गर्नुस्