Check out the new design

पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : अबू जकरिया । * - अनुवादहरूको सूची


अर्थको अनुवाद सूरः: न्निसा   श्लोक:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— وَعْدَ اللّٰهِ حَقًّا ؕ— وَمَنْ اَصْدَقُ مِنَ اللّٰهِ قِیْلًا ۟
4-122 او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر ده چې مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې ولِې بهیږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، (دا) د الله حقه وعده ده او له الله نه په خبره كې څوك زیات رښتینى دى؟!
अरबी व्याख्याहरू:
لَیْسَ بِاَمَانِیِّكُمْ وَلَاۤ اَمَانِیِّ اَهْلِ الْكِتٰبِ ؕ— مَنْ یَّعْمَلْ سُوْٓءًا یُّجْزَ بِهٖ ۙ— وَلَا یَجِدْ لَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟
4-123 نه ستاسو په ارزوګانو څه كېږي او نه د اهلِ كتابو په ارزوګانو، (بلكې) چا چې هم بد عمل وكړ هغه ته به د دغه (بد عمل) بدله وركولى شي او هغه به ونه مومي د ځان لپاره له الله نه غیر هېڅ كارساز او نه څوك مدد كوونكى
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ مِنْ ذَكَرٍ اَوْ اُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ وَلَا یُظْلَمُوْنَ نَقِیْرًا ۟
4-124 او چې چا هم د نېكیو عمل وكړ، نر وي يا كه ښځه، خو چې مومن وي، نو دغه خلق به جنت ته داخلېږي او پر دوى به د كجورې د زړي د داغ هومره ظلم هم نه كېږي
अरबी व्याख्याहरू:
وَمَنْ اَحْسَنُ دِیْنًا مِّمَّنْ اَسْلَمَ وَجْهَهٗ لِلّٰهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَّاتَّبَعَ مِلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا ؕ— وَاتَّخَذَ اللّٰهُ اِبْرٰهِیْمَ خَلِیْلًا ۟
4-125 او د دين په لحاظ له هغه كس نه څوك زیات ښه دى، چې خپل مخ يې الله ته تابع كړ او هغه نېكي كوونكى و او د ابراهیم د ملت تابع شو، چې يواځې په حق پسې تلونكى و، او الله ابراهیم لره خلیل نیولى دى
अरबी व्याख्याहरू:
وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ مُّحِیْطًا ۟۠
4-126 او خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله هر شي لره ښه راګېروونكى دى
अरबी व्याख्याहरू:
وَیَسْتَفْتُوْنَكَ فِی النِّسَآءِ ؕ— قُلِ اللّٰهُ یُفْتِیْكُمْ فِیْهِنَّ ۙ— وَمَا یُتْلٰی عَلَیْكُمْ فِی الْكِتٰبِ فِیْ یَتٰمَی النِّسَآءِ الّٰتِیْ لَا تُؤْتُوْنَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُوْنَ اَنْ تَنْكِحُوْهُنَّ وَالْمُسْتَضْعَفِیْنَ مِنَ الْوِلْدَانِ ۙ— وَاَنْ تَقُوْمُوْا لِلْیَتٰمٰی بِالْقِسْطِ ؕ— وَمَا تَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِهٖ عَلِیْمًا ۟
4-127 او (اى نبي!) دوى له تا نه د ښځو په باره كې تپوس كوي، ته ووایه: الله تاسو ته د هغوى په باره كې فتوا دركوي او هغه (حكم هم راغلی دی) چې تاسو ته په كتاب كې تلاوت كولى شي د هغو یتیمو ښځو په باره كې چې تاسو هغوى ته د هغوى لپاره مقرر شوى (مهر) نه وركوئ او له هغوى سره د نكاح كولو رغبت لرئ او د كمزورو ماشومانو په باره كې (هم همدا حکم دی) او (بل حکم دی) په دې باره كې چې تاسو د یتیمانو لپاره په انصاف سره قايم اوسئ او تاسو چې څه نېكي كوئ، بېشكه الله په هغې باندې ښه عالم دى
अरबी व्याख्याहरू:
 
अर्थको अनुवाद सूरः: न्निसा
अध्यायहरूको (सूरःहरूको) सूची رقم الصفحة
 
पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : अबू जकरिया । - अनुवादहरूको सूची

अबु जकरिया अब्दुल सलामले यसलाई अनुवाद गरे।

बन्द गर्नुस्