Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: روم   آیت:
وَعْدَ اللّٰهِ ؕ— لَا یُخْلِفُ اللّٰهُ وَعْدَهٗ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
د الله ژمنه ده، الله له خپلې ژمنې مخالفت نه كوي خو زياتره خلك نه پوهيږي.
عربي تفسیرونه:
یَعْلَمُوْنَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۖۚ— وَهُمْ عَنِ الْاٰخِرَةِ هُمْ غٰفِلُوْنَ ۟
د دنيا په ظاهري ژوندون پوهيږي خو بيا همدوى له اّخرته غافل (نا خبره) دي.
عربي تفسیرونه:
اَوَلَمْ یَتَفَكَّرُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ ۫— مَا خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ بِلِقَآئِ رَبِّهِمْ لَكٰفِرُوْنَ ۟
آیا دوی غور نه کوي په خپلو ځانونو کې، الله اّسمانونه، زمكه او څه يې چې تر منځ دي، پرته له حقيقته او ټاكلې نېټې نه دي پيدا كړي، او بې شكه ډېر خلك خپل رب سره له ملاقات نه منکر دي.
عربي تفسیرونه:
اَوَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَّاَثَارُوا الْاَرْضَ وَعَمَرُوْهَاۤ اَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوْهَا وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ؕ— فَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟ؕ
او اّيا دوی نه ګرځي په زمکه کې تر څو وګوري (چې) له دوى نه مخكې خلكو انجام څنګه و؟ هغوى ترې ډېر زورور وو، زمكه يې اړولې ده او دغو چې څومره ودانه كړې، هغوى ترې زياته ودانه كړې وه او پېغمبران ورته له څرګندو نښانو سره ورغلي وو، نو نه دی الله چې پر دوی یې ظلم کړی وی خو دوى پر خپلو ځانونو باندې ظلم کولو.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوا السُّوْٓاٰۤی اَنْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَكَانُوْا بِهَا یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠
بيا د هغو كسانو انجام چې بدي يې كړې وه، ډېر بد شو ځكه چې د الله اّيتونو ته يې د درواغو نسبت کاوه او ملنډې به يې پرې وهلې.
عربي تفسیرونه:
اَللّٰهُ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
الله لومړی پيدايښت کوي، بیا يې دوباره هم كوي، بيا به هغه ته ورګرځولی شئ.
عربي تفسیرونه:
وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُبْلِسُ الْمُجْرِمُوْنَ ۟
او په كومه ورځ چې قيامت شي، ناهیلي به شي مجرمان.
عربي تفسیرونه:
وَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ مِّنْ شُرَكَآىِٕهِمْ شُفَعٰٓؤُا وَكَانُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ كٰفِرِیْنَ ۟
او نه به وي دوی لره د شريكانو د دوی نه سپارختګر (سفارشیان) او شي به دوی له شريكانو نه منکر.
عربي تفسیرونه:
وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یَوْمَىِٕذٍ یَّتَفَرَّقُوْنَ ۟
او هغه ورځ چې قيامت قایم شي، پدغه ورځ به شي دوی جدا جدا.
عربي تفسیرونه:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّلِحٰتِ فَهُمْ فِیْ رَوْضَةٍ یُّحْبَرُوْنَ ۟
نو هغو كسانو چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي وي، نو دوی به په باغچو كې وي، خوشحالولی به شي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: روم
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول