Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: روم   آیت:
وَاِذَا مَسَّ النَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُمْ مُّنِیْبِیْنَ اِلَیْهِ ثُمَّ اِذَاۤ اَذَاقَهُمْ مِّنْهُ رَحْمَةً اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ بِرَبِّهِمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ
او کله چې ورسیږي ځینو خلكو ته تكليف نو رابلي خپل رب لره هغه ته اخلاص کوونکي، خو بيا چې له خپل طرفه یوه خوشحالي ور وڅكي نو يو دم یوه ډله له هغوى نه خپل رب سره شرك کوي.
عربي تفسیرونه:
لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ؕ— فَتَمَتَّعُوْا ۥ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟
(عاقبت دا چې) ناشکري وکړي دوی د هغه نعمت چې موږ دوی ته ورکړی دی، نو مزې وكړئ (د دنیا) تاسي زر دی چې پوه به شئ.
عربي تفسیرونه:
اَمْ اَنْزَلْنَا عَلَیْهِمْ سُلْطٰنًا فَهُوَ یَتَكَلَّمُ بِمَا كَانُوْا بِهٖ یُشْرِكُوْنَ ۟
آيا نازل کړی دی موږ دوی باندې کوم دلیل، نو هغه ثابتوي (بندګي) د هغه چا چې دوی یې د الله تعالی سره شریکوي.
عربي تفسیرونه:
وَاِذَاۤ اَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوْا بِهَا ؕ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ اِذَا هُمْ یَقْنَطُوْنَ ۟
او هر کله چې وروڅکو موږ انسانانو ته خوشحالې د دنیا نو ورباندې نازيږي او كه د خپلو لاسو د كړو وړو په وجه څه كړاو ورته رسيږي نو يو دم ناهيلي كيږي.
عربي تفسیرونه:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
اّيا دوى نه دي ليدلي چې الله چا ته وغواړي روزي يې پراخوي او (يايې) تنګوي، بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره (ډېرې) نښانې دي چې ايمان راوړي.
عربي تفسیرونه:
فَاٰتِ ذَا الْقُرْبٰى حَقَّهٗ وَالْمِسْكِیْنَ وَابْنَ السَّبِیْلِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ ؗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
نو خپلوان ته حق ورکوه د هغه، او مسکین ته، او مسافر ته، دا ډیر ګټور دی هغه چا ته چې غواړي مخ د الله تعالی، او همدوی پوره کامیاب دي.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اٰتَیْتُمْ مِّنْ رِّبًا لِّیَرْبُوَاۡ فِیْۤ اَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا یَرْبُوْا عِنْدَ اللّٰهِ ۚ— وَمَاۤ اٰتَیْتُمْ مِّنْ زَكٰوةٍ تُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُضْعِفُوْنَ ۟
او تاسو چې کوم سود ورکوئ تر څو د خلکو په مالونو کې (درته) زیات شي، نو د الله پر وړاندې هغه نه زیاتېږي، او کوم زکات چې ورکوئ او غواړئ په هغې سره مخ د الله تعالی نو همدغه کسان ډیروونکي دي (مالونو او اجرونو لره).
عربي تفسیرونه:
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ؕ— هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّفْعَلُ مِنْ ذٰلِكُمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰى عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟۠
الله هغه ذات دى چې پيدا يې كړئ، بيا يې روزي دركړه، بيا مو مړه كوي، بيا مو بېرته راژوندي كوي، آيا ستاسي په شريكانو كې څوك شته چې داسې څه كوي؟ هغه لره پاكي ده او له هغه څه ډېر لوړ دى چې دوى يې شريكوي.
عربي تفسیرونه:
ظَهَرَ الْفَسَادُ فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ اَیْدِی النَّاسِ لِیُذِیْقَهُمْ بَعْضَ الَّذِیْ عَمِلُوْا لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
څرګند شوی دی فساد په وچه او لمده کې د هغو ګناهونو له امله چې د خلکو لاسونو کړي دي، تر څو وڅکوي دوی ته ځینې سزا د هغو عملونو چې دوی کړي دي لپاره د دې چې دوی د الله طاعت ته وګرځي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: روم
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول