Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: روم   آیت:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ تَقُوْمَ السَّمَآءُ وَالْاَرْضُ بِاَمْرِهٖ ؕ— ثُمَّ اِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً ۖۗ— مِّنَ الْاَرْضِ اِذَاۤ اَنْتُمْ تَخْرُجُوْنَ ۟
او د هغه له نښانو څخه دا چې اسمان او زمكه د هغه په امر ولاړ دي، بيا چې كله تاسي له زمكې نه ( د راوتلو لپاره راوبلي) په يوه غږ به تاسي ټول راوځئ.
عربي تفسیرونه:
وَلَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلٌّ لَّهٗ قٰنِتُوْنَ ۟
او خاص په اختیار د الله کې دي هغه څه چې په اسمانونو او زمكه كې دي، ټول هغه ته غاړه اېښودونكي دي.
عربي تفسیرونه:
وَهُوَ الَّذِیْ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَهُوَ اَهْوَنُ عَلَیْهِ ؕ— وَلَهُ الْمَثَلُ الْاَعْلٰى فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠
او هغه ذات دى کوم چې د پيدايښت پيل كوي او بيا يې راګرځوي او دا لا ورته اسانه ده، او په اسمانو او زمكه كې د هغه صفت تر ټولو لوړ دى، او هماغه حكمت والا برلاسى دى.
عربي تفسیرونه:
ضَرَبَ لَكُمْ مَّثَلًا مِّنْ اَنْفُسِكُمْ ؕ— هَلْ لَّكُمْ مِّنْ مَّا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ مِّنْ شُرَكَآءَ فِیْ مَا رَزَقْنٰكُمْ فَاَنْتُمْ فِیْهِ سَوَآءٌ تَخَافُوْنَهُمْ كَخِیْفَتِكُمْ اَنْفُسَكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
بیان کړی یې دی ستاسو د پوهې لپاره مثال ستاسو د جنس نه: آيا ستاسي د ملكيت له مريانو څوك داسې هم شته چې په هغه شتمنۍ كې چې موږ در روزي كړې، تاسي سره سم برابر شريكان وي (او) داسې ترې وېرېږئ لكه له خپلو سيالانو وېرېدل؟ موږ (خپل) آيتونه همدغسې څرګند بيانوو د هغو خلكو لپاره چې عقل كاروي.
عربي تفسیرونه:
بَلِ اتَّبَعَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ ۚ— فَمَنْ یَّهْدِیْ مَنْ اَضَلَّ اللّٰهُ ؕ— وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟
بلکې چا چې ظلم كړی هغوى بې علمه په خپلو هوسو پسې روان دي، نو چې الله بې لارې كړى وي څوك به هدايت ورته وكړي؟ او د دوى به هيڅوك مرستندويان نه وي.
عربي تفسیرونه:
فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ حَنِیْفًا ؕ— فِطْرَتَ اللّٰهِ الَّتِیْ فَطَرَ النَّاسَ عَلَیْهَا ؕ— لَا تَبْدِیْلَ لِخَلْقِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ ۙۗ— وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۗۙ
نو برابر کړه خپل مخ دین ته کلک په توحید باندې (لازم ونیسه) فطرت (دین) د الله تعالی هغه چې پیدا کړي یې دي خلک په هغه باندې، د الله پيدا كړي جوړښت لره بدلېدل نشته، همدا سم برابر دين دى خو زياتره خلك نه پوهيږي.
عربي تفسیرونه:
مُنِیْبِیْنَ اِلَیْهِ وَاتَّقُوْهُ وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَلَا تَكُوْنُوْا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۙ
ورګرځېدونکي یاست هغه ته او ویره کوئ له هغه نه، ودروئ لمونځ او له مشركانو مه كېږئ.
عربي تفسیرونه:
مِنَ الَّذِیْنَ فَرَّقُوْا دِیْنَهُمْ وَكَانُوْا شِیَعًا ؕ— كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ ۟
له هغو خلكو چې ټوټې کړی یي دی دین خپل او ډلې ډلې شول، هره یوه ډله یې په هغه طریقه چې له دوی سره ده خوشحاله ده.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: روم
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول