Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: مدثر   آیت:
فَمَا تَنْفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشّٰفِعِیْنَ ۟ؕ
نو بيا به د سپارښت كوونكو سپارښت څه ګټه ور ونه رسوي.
عربي تفسیرونه:
فَمَا لَهُمْ عَنِ التَّذْكِرَةِ مُعْرِضِیْنَ ۟ۙ
نو څه پرې شوي چې له دې نصيحته مخ اړوونكي دي؟
عربي تفسیرونه:
كَاَنَّهُمْ حُمُرٌ مُّسْتَنْفِرَةٌ ۟ۙ
هغوی لكه ترېدلي خره داسې دي.
عربي تفسیرونه:
فَرَّتْ مِنْ قَسْوَرَةٍ ۟ؕ
چې له زمري تښتېدلي وي.
عربي تفسیرونه:
بَلْ یُرِیْدُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ اَنْ یُّؤْتٰی صُحُفًا مُّنَشَّرَةً ۟ۙ
اصلاً هغوى هر يو غواړي چې (ځانګړي) پرانيستي ليكونه وركړل شي.
عربي تفسیرونه:
كَلَّا ؕ— بَلْ لَّا یَخَافُوْنَ الْاٰخِرَةَ ۟ؕ
هيڅكله نه، په اصل كې هغوى له آخرته نه وېريږي.
عربي تفسیرونه:
كَلَّاۤ اِنَّهٗ تَذْكِرَةٌ ۟ۚ
هيڅكله نه، دا خو يو نصيحت دى.
عربي تفسیرونه:
فَمَنْ شَآءَ ذَكَرَهٗ ۟ؕ
نو د چا چې خوښه وي درس دې ترې واخلي.
عربي تفسیرونه:
وَمَا یَذْكُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؕ— هُوَ اَهْلُ التَّقْوٰی وَاَهْلُ الْمَغْفِرَةِ ۟۠
او هغوى څه درس نه شي اخيستلاى پرته له دې چې الله وغواړي، همغه د دې وړ دى چې ترې وېره وشي او همغه د بخښلو واک لري.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: مدثر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول