Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: مدثر   آیت:

مدثر

یٰۤاَیُّهَا الْمُدَّثِّرُ ۟ۙ
اې په جامه كې ځان نغښتونكيه!
عربي تفسیرونه:
قُمْ فَاَنْذِرْ ۟ۙ
پاڅېږه او خبرداری وركړه.
عربي تفسیرونه:
وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ ۟ۙ
او د خپل پالونکي لويي بيان كړه.
عربي تفسیرونه:
وَثِیَابَكَ فَطَهِّرْ ۟ۙ
او خپلې جامې پاكې وساته.
عربي تفسیرونه:
وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ ۟ۙ
او له هري پلیتۍ نه ډډه وکړه.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَمْنُنْ تَسْتَكْثِرُ ۟ۙ
او داسې ښېګڼه مه كوه چې د بدل زياتوالی غواړې.
عربي تفسیرونه:
وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ ۟ؕ
او پالونکي ته دې صبر كوه.
عربي تفسیرونه:
فَاِذَا نُقِرَ فِی النَّاقُوْرِ ۟ۙ
نو كله چې په شپېلۍ كې پو كړل شي.
عربي تفسیرونه:
فَذٰلِكَ یَوْمَىِٕذٍ یَّوْمٌ عَسِیْرٌ ۟ۙ
بيا به دغه ورځ سخته ورځ وي.
عربي تفسیرونه:
عَلَی الْكٰفِرِیْنَ غَیْرُ یَسِیْرٍ ۟
چې پر كافرانو به آسانه نه وي.
عربي تفسیرونه:
ذَرْنِیْ وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِیْدًا ۟ۙ
ما او هغه سره پرېږده چې يوازې مې پيدا كړی.
عربي تفسیرونه:
وَّجَعَلْتُ لَهٗ مَالًا مَّمْدُوْدًا ۟ۙ
او بيا مې ډېر مال وركړ.
عربي تفسیرونه:
وَّبَنِیْنَ شُهُوْدًا ۟ۙ
او حاضر (چمتو) زامن.
عربي تفسیرونه:
وَّمَهَّدْتُّ لَهٗ تَمْهِیْدًا ۟ۙ
او پراخه پراختيا مې وركړه.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ یَطْمَعُ اَنْ اَزِیْدَ ۟ۙ
(خو) بيا هم هيله كوي چې لا يې ورزيات كړم.
عربي تفسیرونه:
كَلَّا ؕ— اِنَّهٗ كَانَ لِاٰیٰتِنَا عَنِیْدًا ۟ؕ
هيڅكله نه، هغه خو زموږ د آيتونو دښمن و.
عربي تفسیرونه:
سَاُرْهِقُهٗ صَعُوْدًا ۟ؕ
عذاب به ورکړم عذاب سخت [د غره ختلو ته به یې اړ کړم]
عربي تفسیرونه:
اِنَّهٗ فَكَّرَ وَقَدَّرَ ۟ۙ
هغه سوچ وكړ او څه خبره يې جوړه كړه.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: مدثر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول