Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: اسراء   آیت:
وَاِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَآءَ رَحْمَةٍ مِّنْ رَّبِّكَ تَرْجُوْهَا فَقُلْ لَّهُمْ قَوْلًا مَّیْسُوْرًا ۟
او که تاسې له اړو خلکو نه په دې تکل څنګ وکړ چې د خپل رب د رحمت او مهربانۍ د ترلاسه کولو هڅه کوئ نو هغوی ته خورا نرم ځواب ورکړه.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَجْعَلْ یَدَكَ مَغْلُوْلَةً اِلٰی عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُوْمًا مَّحْسُوْرًا ۟
مه خپل لاس له غاړې سره تړه او مه يې داسې پراخوه چې بالاخره په خپله بې وسي او پښیمانه پاتې شي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ رَبَّكَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟۠
ستا رب چې چاته وغواړي روزي ور پراخوي او چاته يي چې خوښه شي پرې تنګوي يې هغه له خپلو بنده ګانو نه ښه خبر او ښه یې ویني.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَوْلَادَكُمْ خَشْیَةَ اِمْلَاقٍ ؕ— نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَاِیَّاكُمْ ؕ— اِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْاً كَبِیْرًا ۟
او خپل اولادونه د بې وزلۍ له ډاره مه وژنئ. مونږ هغوی او تاسو ټولو ته روزي درکوو. بې له شکه د هغوی وژل لویه ګناه ده.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنٰۤی اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً ؕ— وَسَآءَ سَبِیْلًا ۟
او زنا ته مه نژدې [۵] کیږي. بې له شکه چې هغه ډیر ناوړه کار. او ډیره بده لار ده.
[۵] هغه څه مکوئ چې د زنا په لور مو بیايي.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُوْمًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِیِّهٖ سُلْطٰنًا فَلَا یُسْرِفْ فِّی الْقَتْلِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ مَنْصُوْرًا ۟
او هغه نفس مه وژنئ چې الله يې وژل حرام کړي دي. مګر په حق[۶] سره يي وژلی شئ. او څوک چې مظلوم وژل شوی وي مونږ يي وارث ته د غچ غوښتنې توان [۷] ورکړی دی نو باید په وژنه کې له پولي وانه وړي.[۸] بې له شکه له ده سره کومک کړی شوی دی.
[۶] فقهاوو دری ځایه ښوولي: الف: قصاص ب: د واده والا چې زنا وکړي ج: مرتد.
[۷] د الله له خوا قانوني حق ورکړ شو او حکومت مکلف دی چې حق يي پوره کړي.
[۸] اسراف یعنې چې د یو پر ځای ډیر ووژنۍ یا د قاتل پر ځای د قاتل د کورنۍ بل غړی ووژنئ ( تفسیر الماوردی).
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَقْرَبُوْا مَالَ الْیَتِیْمِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ حَتّٰی یَبْلُغَ اَشُدَّهٗ ۪— وَاَوْفُوْا بِالْعَهْدِ ۚ— اِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْـُٔوْلًا ۟
او د یتیم مال ته تر څو چې هغه خپلې ځوانۍ ته رسیږي پرته له ښه والي مه ورنژدې کیږئ. او وعده مو پوره کړئ بې له شکه چې د وعدې په هکله پوښتنه کیدای شي.
عربي تفسیرونه:
وَاَوْفُوا الْكَیْلَ اِذَا كِلْتُمْ وَزِنُوْا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِیْمِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ وَّاَحْسَنُ تَاْوِیْلًا ۟
او چې پيمانه ورکوئ نو پوره يي ورکوئ او ټول په سمه تله وکړئ. دا ډیر غوره او ښه پای لري.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَقْفُ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— اِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ اُولٰٓىِٕكَ كَانَ عَنْهُ مَسْـُٔوْلًا ۟
په هغه څه پسې مه ځه چې پرې پوه نه يې. بې له شکه چې غوږ، سترګه او زړه هر یو پوښتل کیدونکی دی.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَمْشِ فِی الْاَرْضِ مَرَحًا ۚ— اِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْاَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُوْلًا ۟
په خیال سره په ځمکه مه ځه ، ته نه ځمکه څیرلی او نه د غرونونو څوکو رسیدای شي.
عربي تفسیرونه:
كُلُّ ذٰلِكَ كَانَ سَیِّئُهٗ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوْهًا ۟
ددې ټولو کارونو بد اړخ ستا د رب په وړاندې خورا ناکاره دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: اسراء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول