Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: اسراء   آیت:
وَاِنْ كَادُوْا لَیَسْتَفِزُّوْنَكَ مِنَ الْاَرْضِ لِیُخْرِجُوْكَ مِنْهَا وَاِذًا لَّا یَلْبَثُوْنَ خِلٰفَكَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
او هغوی دې ته نژدې وو چې تا له دې خاوري[۱۳] نه بې ځایه اوباسي. نو که ته يي ویستلی وای نو هغوی به هم له تا نه وروسته پرته له لږ وخت نور نه وو پاتي.
[۱۳] د مکي کافرانو له مکي نه او د مدیني یهودیانو له مدیني څخه تا په دې چل وباسي چې پیغمبرانو ځای شام دی هلته ولاړ شئ (البحر المحیط).
عربي تفسیرونه:
سُنَّةَ مَنْ قَدْ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنْ رُّسُلِنَا وَلَا تَجِدُ لِسُنَّتِنَا تَحْوِیْلًا ۟۠
همدا زمونږ لار ده چې د پخوانیو رسولانو په هکله مو هم چلولې ده. او زمونږ په کړنلاره کې به ته هیڅ بدلون ونه مومې.
عربي تفسیرونه:
اَقِمِ الصَّلٰوةَ لِدُلُوْكِ الشَّمْسِ اِلٰی غَسَقِ الَّیْلِ وَقُرْاٰنَ الْفَجْرِ ؕ— اِنَّ قُرْاٰنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُوْدًا ۟
لمونځ قائم کړه د لمر له زوال نه د شپې تر تیارې او د سهار قران هم لوله ځکه چې د سهار قران ته د شپې او ورځي دواړه ملاکیکي حاضریږي.
عربي تفسیرونه:
وَمِنَ الَّیْلِ فَتَهَجَّدْ بِهٖ نَافِلَةً لَّكَ ۖۗ— عَسٰۤی اَنْ یَّبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُوْدًا ۟
او دشپې په څه برخه کې هم د قران په تلاوت ویښ اوسه دا زیاتوالی یوازې ستا لپاره دی. کیدای شي چې تا خپل رب په مقام محمود[۱۴] کې ودروي.
[۱۴] لوی شفاعت کوونکی( تفسیر الماوردی).
عربي تفسیرونه:
وَقُلْ رَّبِّ اَدْخِلْنِیْ مُدْخَلَ صِدْقٍ وَّاَخْرِجْنِیْ مُخْرَجَ صِدْقٍ وَّاجْعَلْ لِّیْ مِنْ لَّدُنْكَ سُلْطٰنًا نَّصِیْرًا ۟
او وایه : ای زما ربه! ما چې چیرته بیا يې نو له رښتینولۍ سره مې بوځه او له کوم ځای نه مې چې وباسې نو په رښتینولۍ مې وباسه او ستا له لورې یو ملاتړ را په برخه کړه.
عربي تفسیرونه:
وَقُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ؕ— اِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوْقًا ۟
او ووایه : حق راغی او باطل له مینځه ولاړ. بې له شکه باطل له مینځه تلونکی دی.
عربي تفسیرونه:
وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْاٰنِ مَا هُوَ شِفَآءٌ وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۙ— وَلَا یَزِیْدُ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا خَسَارًا ۟
او مونږ تاته هغه قران نازلوو چې د مؤمنانو لپاره شفا او رحمت دی. خو ظالمانو ته پرته له تاوان نه بل څه نه زیاتوي.
عربي تفسیرونه:
وَاِذَاۤ اَنْعَمْنَا عَلَی الْاِنْسَانِ اَعْرَضَ وَنَاٰ بِجَانِبِهٖ ۚ— وَاِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ كَانَ یَـُٔوْسًا ۟
او مونږ چې کله هم په انسان لورینه کړې. هغه مخ اړولی او یو اړخ ته شوی. او چې کله هم کومه ستونزه ورته رسیدلې بیا ډیر مایوسه او بې هیلي وي.
عربي تفسیرونه:
قُلْ كُلٌّ یَّعْمَلُ عَلٰی شَاكِلَتِهٖ ؕ— فَرَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ اَهْدٰی سَبِیْلًا ۟۠
ای محمده! ووایه چې هر څوک په خپله کړنلاره ځي. ستاسې رب ته ښه معلومه ده چې څوک په سمه لار دي؟
عربي تفسیرونه:
وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الرُّوْحِ ؕ— قُلِ الرُّوْحُ مِنْ اَمْرِ رَبِّیْ وَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنَ الْعِلْمِ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
او هغوی له تانه د روح په هکله پوښتنه کوي ووایه چې روح زما د رب حکم دی او تاسې ته دعلم ډیره لږه برخه درکړ شوې ده.
عربي تفسیرونه:
وَلَىِٕنْ شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ بِهٖ عَلَیْنَا وَكِیْلًا ۟ۙ
او که مونږ وغواړو نو هغه څه به له تا نه بیرته واخلو چې مونږ درته وحې کړې او بیا به څوک نه وي چې په دې هکله زمونږ په مقابل کې ستا مرستندوي وي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: اسراء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول