Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: شعراء   آیت:

شعراء

طٰسٓمّٓ ۟
ظسم.
عربي تفسیرونه:
تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟
دا د یوه روښانه کتاب ایتونه دي.
عربي تفسیرونه:
لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ اَلَّا یَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟
ښايې ته ځان د مرګ تر پولې غمجن کړې چې هغوی ولې ایمان نه راوي؟
عربي تفسیرونه:
اِنْ نَّشَاْ نُنَزِّلْ عَلَیْهِمْ مِّنَ السَّمَآءِ اٰیَةً فَظَلَّتْ اَعْنَاقُهُمْ لَهَا خٰضِعِیْنَ ۟
که مونږ وغواړو نو اسمان څخه به پرې یوه نښه راښکته او هغوی به په خپله ورته غاړه ټیټه کړي.
عربي تفسیرونه:
وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ ذِكْرٍ مِّنَ الرَّحْمٰنِ مُحْدَثٍ اِلَّا كَانُوْا عَنْهُ مُعْرِضِیْنَ ۟
د مهربان خدای له لورې چې ورته هر نوی پند راشي نو دوی ترې مخ اړوي.
عربي تفسیرونه:
فَقَدْ كَذَّبُوْا فَسَیَاْتِیْهِمْ اَنْۢبٰٓؤُا مَا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
هو! خبره يي درواغ وګڼله نو ژر دی چې د هغې خبرې پای ورته راشي چې دوی پرې ملنډې وهلې.
عربي تفسیرونه:
اَوَلَمْ یَرَوْا اِلَی الْاَرْضِ كَمْ اَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِیْمٍ ۟
ایا ځمکې ته نه ګوري چې مونږ پکې څومره غوره جنسونه راپورته کړي دي؟
عربي تفسیرونه:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
په رښتیا چې په دې کې غټه نښه شته خو د هغوی ډیر خلک خبره نه مني.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او بې له شکه ستا رب په هر څه برلاسی او خورا مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
وَاِذْ نَادٰی رَبُّكَ مُوْسٰۤی اَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ
او هغه را په زړه کړه چې ستا رب پر موسی غږ وکړ چې د ظالم قوم په لور ولاړ شه.
عربي تفسیرونه:
قَوْمَ فِرْعَوْنَ ؕ— اَلَا یَتَّقُوْنَ ۟
د فرعون قوم ته هغوی ولې له خپل رب څخه نه ډاریږي؟
عربي تفسیرونه:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّكَذِّبُوْنِ ۟ؕ
موسی وویل: ای زما ربه! له ماسره ویره ده چې ما به درواغجن وګڼي.
عربي تفسیرونه:
وَیَضِیْقُ صَدْرِیْ وَلَا یَنْطَلِقُ لِسَانِیْ فَاَرْسِلْ اِلٰی هٰرُوْنَ ۟
زړه مي تنګیږي او ژبه مې هم ښه روانه نه ده. نو هارون هم د پیغمبر په توګه ولیږه.
عربي تفسیرونه:
وَلَهُمْ عَلَیَّ ذَنْۢبٌ فَاَخَافُ اَنْ یَّقْتُلُوْنِ ۟ۚۖ
او هغوی پر ما د یوې ګناه دعوه لري ډاریږم چې وبه مي وژني[۱۱].
[۱۱] ما به ووژني او د دعوت رسولو کار به نیمګړی پاتې شي( البحر المحیط).
عربي تفسیرونه:
قَالَ كَلَّا ۚ— فَاذْهَبَا بِاٰیٰتِنَاۤ اِنَّا مَعَكُمْ مُّسْتَمِعُوْنَ ۟
الله وفرمایل: نه! هغوی هیڅ نشي کولی. تاسې دواړه زما له ایتونو سره ورشئ زه له تاسې سره یم او هر څه اورم.
عربي تفسیرونه:
فَاْتِیَا فِرْعَوْنَ فَقُوْلَاۤ اِنَّا رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
دواړه فرعون ته ورشئ او ورته ووايې چې: مونږ د رب العالمین استازي یو.
عربي تفسیرونه:
اَنْ اَرْسِلْ مَعَنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ
بنې اسرائیل له مونږ سره پریږده.
عربي تفسیرونه:
قَالَ اَلَمْ نُرَبِّكَ فِیْنَا وَلِیْدًا وَّلَبِثْتَ فِیْنَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِیْنَ ۟ۙ
فرعون وویل: ایا ته مې په خپله غیږ کې د کوچنې ځوی په توګه نه يي روزلی؟ او تا زمونږ په مینځ کې څو کلونه ژوند نه دی تیر کړی؟
عربي تفسیرونه:
وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِیْ فَعَلْتَ وَاَنْتَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
او بالاخره دې خپل هغه کار وکړ چې تا کړی او زمونږ له نظام نه سرغړوونکی وې.
عربي تفسیرونه:
قَالَ فَعَلْتُهَاۤ اِذًا وَّاَنَا مِنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ؕ
موسی وویل: هو! هغه کار له ما نه په خطايې سره وشو.
عربي تفسیرونه:
فَفَرَرْتُ مِنْكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِیْ رَبِّیْ حُكْمًا وَّجَعَلَنِیْ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
او بیا ستاسې له ډار نه وتښتیدم. نو زما رب ما ته پوهه را په برخه او زه يي له رسولانو نه وګرځولم.
عربي تفسیرونه:
وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَیَّ اَنْ عَبَّدْتَّ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ
او دا ستا لورینه ده چې په ما يې باروې چې بني اسرائیل دې خپل غلامان ګرځولي وو؟
عربي تفسیرونه:
قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
فرعون وویل: رب العالمین څه شی دی؟
عربي تفسیرونه:
قَالَ رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— اِنْ كُنْتُمْ مُّوْقِنِیْنَ ۟
موسی وویل: د اسمانونو او ځمکې او د هغه څه رب دی چې ددې دواړو په مینځ کې دي. که تاسې باور کوونکي یاست.
عربي تفسیرونه:
قَالَ لِمَنْ حَوْلَهٗۤ اَلَا تَسْتَمِعُوْنَ ۟
فرعون چاپیریال ته وویل: ایا نه اورئ چې دا سړی څه وايې؟
عربي تفسیرونه:
قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
موسی وویل: ستاسې رب دی او ستاسې د نیکونو رب هم دی.
عربي تفسیرونه:
قَالَ اِنَّ رَسُوْلَكُمُ الَّذِیْۤ اُرْسِلَ اِلَیْكُمْ لَمَجْنُوْنٌ ۟
فرعون وویل: په رښتیا چې تاسې ته رالیږل شوی استازی لیونی دی.
عربي تفسیرونه:
قَالَ رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— اِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
موسی وویل: ختیځ او لویدیځ او د هغه څه چې د دواړو په مینځ کې دي د ټولو رب دی که تاسې عقلمن یاست.
عربي تفسیرونه:
قَالَ لَىِٕنِ اتَّخَذْتَ اِلٰهًا غَیْرِیْ لَاَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُوْنِیْنَ ۟
فرعون وویل: قسم دی که چیرې پرته له ما بل څه په خدايي ونیسې نو خامخا به دې په زندان کې واچوم.
عربي تفسیرونه:
قَالَ اَوَلَوْ جِئْتُكَ بِشَیْءٍ مُّبِیْنٍ ۟ۚ
موسی وویل: که څه هم یو ښکاره دلیل وړاندې کړم؟
عربي تفسیرونه:
قَالَ فَاْتِ بِهٖۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
فرعون وویل: را وړاندې يې کړه که ته له رښتینو څخه يې.
عربي تفسیرونه:
فَاَلْقٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ ثُعْبَانٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ
موسی خپله امسا وغورځوله ناببره هغه یو لوی ښامار شو.
عربي تفسیرونه:
وَّنَزَعَ یَدَهٗ فَاِذَا هِیَ بَیْضَآءُ لِلنّٰظِرِیْنَ ۟۠
او چې لاس يې را وویست نو د کتونکو لپاره سپین پړکیدونکی وو.
عربي تفسیرونه:
قَالَ لِلْمَلَاِ حَوْلَهٗۤ اِنَّ هٰذَا لَسٰحِرٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ
فرعون خپلو نژدې درباریانو ته وویل: په رښتیا چې دا سړی یو پوه ساحر دی.
عربي تفسیرونه:
یُّرِیْدُ اَنْ یُّخْرِجَكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ بِسِحْرِهٖ ۖۗ— فَمَاذَا تَاْمُرُوْنَ ۟
غواړي چې په خپل سحر تاسې له خپل وطن نه وشړي. نو مشوره او نظر مو څه دی؟
عربي تفسیرونه:
قَالُوْۤا اَرْجِهْ وَاَخَاهُ وَابْعَثْ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۙ
هغوی وویل: ده او ورور ته يي وخت ورکړه او ښارونو ته جارچیان ولیږه.
عربي تفسیرونه:
یَاْتُوْكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِیْمٍ ۟
چې ډير زیات پوه او رسیدلی ساحران درته راولي.
عربي تفسیرونه:
فَجُمِعَ السَّحَرَةُ لِمِیْقَاتِ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۙ
نو ساحران ټاکلې ورځې ته راټول کړای شول.
عربي تفسیرونه:
وَّقِیْلَ لِلنَّاسِ هَلْ اَنْتُمْ مُّجْتَمِعُوْنَ ۟ۙ
او خلکو ته وویل شو چې ایا راټولیدونکي یاست؟
عربي تفسیرونه:
لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ السَّحَرَةَ اِنْ كَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَ ۟
ښايې چې مونږ د ساحرانو مننه وکړو که هغوی برلاسي شول.
عربي تفسیرونه:
فَلَمَّا جَآءَ السَّحَرَةُ قَالُوْا لِفِرْعَوْنَ اَىِٕنَّ لَنَا لَاَجْرًا اِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغٰلِبِیْنَ ۟
کله چې ساحران راغلل نو فرعون ته يې وویل: که مونږ برلاسي شو نو څه انعام مو شته؟
عربي تفسیرونه:
قَالَ نَعَمْ وَاِنَّكُمْ اِذًا لَّمِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟
فرعون وویل: هو! او بیا به تاسې زما له نژدې خلکو یاست.
عربي تفسیرونه:
قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰۤی اَلْقُوْا مَاۤ اَنْتُمْ مُّلْقُوْنَ ۟
موسی ساحرانو ته وویل: وغورځوئ هغه څه چې تاسې يي غورزوونکي یاست.
عربي تفسیرونه:
فَاَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَعِصِیَّهُمْ وَقَالُوْا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ اِنَّا لَنَحْنُ الْغٰلِبُوْنَ ۟
نو هغوی خپلې رسۍ او امساګانې وغورزولې او ويې ویل: د فرعو په دبدبه لوړه ده چې مونږ برلاسي یو.
عربي تفسیرونه:
فَاَلْقٰی مُوْسٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ تَلْقَفُ مَا یَاْفِكُوْنَ ۟ۚۖ
بیا موسی خپله امسا وغورځوله، امسا ټول هغه شیان تیر کړل چې هغوی درواغ جوړ کړي وو.
عربي تفسیرونه:
فَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سٰجِدِیْنَ ۟ۙ
هغه وو چې ساحران پړ مخ په سجده پریوتل.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
او ویې ویل: مونږ د عالمیانو په رب ایمان راوړی دی.
عربي تفسیرونه:
رَبِّ مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟
د موسی او هارون په رب.
عربي تفسیرونه:
قَالَ اٰمَنْتُمْ لَهٗ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ ۚ— اِنَّهٗ لَكَبِیْرُكُمُ الَّذِیْ عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ ۚ— فَلَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ؕ۬— لَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ وَّلَاُوصَلِّبَنَّكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۚ
فرعون ویل: ایا زما له اجازې نه وړاندې مو په هغه ایمان راووړ؟ بې له شکه موسی ستاسې هغه لوی ساحر دی چې تاسې ته يي سحر ښوولی دی. نو ډیر ژر به تاسې پوه شئ. زه خامخا ستاسې لاسونه او پښې ادل بدل پرې کوم او تاسې ټول به په دار وځړوم.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا لَا ضَیْرَ ؗ— اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا مُنْقَلِبُوْنَ ۟ۚ
هغوی وویل: هیڅ باک نشته مونږ په هر صورت د خپل رب په لور ورتلونکي یو.
عربي تفسیرونه:
اِنَّا نَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطٰیٰنَاۤ اَنْ كُنَّاۤ اَوَّلَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ۠
مونږ هیله من یو چې رب مو ټول ګناهونه راوبښي ځکه چې مونږ لومړني ایمان راوړنکي یو.
عربي تفسیرونه:
وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنْ اَسْرِ بِعِبَادِیْۤ اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَ ۟
او مونږ موسی ته وحې وکړه چې زما بنده ګان د شپې روان کړه فرعونیان به په تاسې پسې را ووځي.
عربي تفسیرونه:
فَاَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۚ
فرعون ښارونو ته جارچیان ولیږل.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِیْلُوْنَ ۟ۙ
چې دغه یوه کوچنۍ ډله ده.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّهُمْ لَنَا لَغَآىِٕظُوْنَ ۟ۙ
او همدوی زمونږ قهر راپارولی دی.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّا لَجَمِیْعٌ حٰذِرُوْنَ ۟ؕ
او بې شکه مونږ ښه بیدار او تیار یو.
عربي تفسیرونه:
فَاَخْرَجْنٰهُمْ مِّنْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ
نو مونږ فرعونیان له باغونو او چینو نه وښکل.
عربي تفسیرونه:
وَّكُنُوْزٍ وَّمَقَامٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ
او له خزانو او غوره ماڼیو نه.
عربي تفسیرونه:
كَذٰلِكَ ؕ— وَاَوْرَثْنٰهَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ
هو! همدا مو وکړل. او هغه ټول مو بنې اسرائیلو ته په میراث ورکړل.
عربي تفسیرونه:
فَاَتْبَعُوْهُمْ مُّشْرِقِیْنَ ۟
نو هغوی په مؤمنانو پسې، او د لمرخاته په وخت کې ور ورسیدل.
عربي تفسیرونه:
فَلَمَّا تَرَآءَ الْجَمْعٰنِ قَالَ اَصْحٰبُ مُوْسٰۤی اِنَّا لَمُدْرَكُوْنَ ۟ۚ
نو کله چې دواړو ډلو یو بل ولیدل نو د موسی ملګرو وویل: بې له شکه اوس مونږ نیول کیږو.
عربي تفسیرونه:
قَالَ كَلَّا ۚ— اِنَّ مَعِیَ رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ ۟
موسی وویل: نه : مه وار خطا کیږئ مه رب مې مل دی ډیر ژر به ښوونه راته وکړي.
عربي تفسیرونه:
فَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنِ اضْرِبْ بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ ؕ— فَانْفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ
نو مونږ موسی ته وحې وکړه چې په امساء دې سیند ووهه. نو هغه وو چې سیند څیرې او هره برخه يې د لوی غره په شان ودریده.
عربي تفسیرونه:
وَاَزْلَفْنَا ثَمَّ الْاٰخَرِیْنَ ۟ۚ
او هلته مو هغه نور هم رانژدې کړل.
عربي تفسیرونه:
وَاَنْجَیْنَا مُوْسٰی وَمَنْ مَّعَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۚ
موسی او د هغه ملګرو ته مو نجات ورکړ.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟ؕ
او بیا مو هغه غرق کړل.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
په رښتیا چې په دې پیښه کې د عبرت لویه نښه ده. خو د هغوی ډیر خلک ایمان نه راوي.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او په رښتیا چې ستا رب په هر څه برلاسی او مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ
او دوی ته د ابراهیم کیسه ووایه.
عربي تفسیرونه:
اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَا تَعْبُدُوْنَ ۟
کله چې هغه خپل پلار او قوم ته وویل: تاسې د څه عبادت کوئ؟
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا نَعْبُدُ اَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عٰكِفِیْنَ ۟
هغوی وویل: مونږ د بوتانو عبادت کوو او تل ورته لاس په نامه یو.
عربي تفسیرونه:
قَالَ هَلْ یَسْمَعُوْنَكُمْ اِذْ تَدْعُوْنَ ۟ۙ
ابراهیم وویل: تاسې يې چې رابلئ خبره مو اوري؟
عربي تفسیرونه:
اَوْ یَنْفَعُوْنَكُمْ اَوْ یَضُرُّوْنَ ۟
یا څه ګټه او تاوان در رسوي؟
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا بَلْ وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا كَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ ۟
هغوی وویل: نه دا خبره نه ده بلکې مونږ ته همدا راپاتې ده زمونږ نیکونو همداسې کړي دي.
عربي تفسیرونه:
قَالَ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا كُنْتُمْ تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
پوهیږئ چې د کوم څه تاسې عبادت کوئ؟
عربي تفسیرونه:
اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمُ الْاَقْدَمُوْنَ ۟ؗ
تاسې او ستاسې پخوانیو نیکونو يې کړی.
عربي تفسیرونه:
فَاِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِّیْۤ اِلَّا رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
دا ټول زما دښمنان دي یوازې رب العالمین زما ملاتړ دی.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْ خَلَقَنِیْ فَهُوَ یَهْدِیْنِ ۟ۙ
هغه ذات چې زه يې پیدا کړی او لار يې راته ښايې.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْ هُوَ یُطْعِمُنِیْ وَیَسْقِیْنِ ۟ۙ
او هغه ذات چې خوراک او څښاک راکوي.
عربي تفسیرونه:
وَاِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ یَشْفِیْنِ ۟
او چې ناروغ شم نو روغوي مې.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْ یُمِیْتُنِیْ ثُمَّ یُحْیِیْنِ ۟ۙ
او هغه ذات دی چې مړ کوي مې او بیا مې راژوندی کوي.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْۤ اَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لِیْ خَطِیْٓـَٔتِیْ یَوْمَ الدِّیْنِ ۟ؕ
او هغه ذات دی چې زه ترې هیله من یم چې د حساب په ورځ به زما ټول ګناهونه وبښي.
عربي تفسیرونه:
رَبِّ هَبْ لِیْ حُكْمًا وَّاَلْحِقْنِیْ بِالصّٰلِحِیْنَ ۟ۙ
ای زما ربه! ما ته علم او پوهه را په برخه او له نیکانو سره مې یو ځای کړه.
عربي تفسیرونه:
وَاجْعَلْ لِّیْ لِسَانَ صِدْقٍ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ
او په راتلونکو نسلونو کې مې په ښه نوم سره یاد کړه.
عربي تفسیرونه:
وَاجْعَلْنِیْ مِنْ وَّرَثَةِ جَنَّةِ النَّعِیْمِ ۟ۙ
او له نعمتونو نه د ډک جنت په وارثانو کې مې وګڼه.
عربي تفسیرونه:
وَاغْفِرْ لِاَبِیْۤ اِنَّهٗ كَانَ مِنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ۙ
او پلار مې وبښه په رښتیا چې هغه لا لارې ورکو څخه وو.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تُخْزِنِیْ یَوْمَ یُبْعَثُوْنَ ۟ۙ
او په هغه ورځ مې مه رسواء کوه چې ټول خلک راپورته کړای شي.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ لَا یَنْفَعُ مَالٌ وَّلَا بَنُوْنَ ۟ۙ
په هغه ورځ چې نه مال ګټه رسولای شي او نه ځامن.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا مَنْ اَتَی اللّٰهَ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ ۟ؕ
مګر ګټه یوازې د هغه چا ده چې الله ته په پاک زړه ورشي.
عربي تفسیرونه:
وَاُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ
او نژدې کړای شي پرهیزګارانو ته جنت
عربي تفسیرونه:
وَبُرِّزَتِ الْجَحِیْمُ لِلْغٰوِیْنَ ۟ۙ
او ښکاره کړای شي لار ورکو ته دوزخ.
عربي تفسیرونه:
وَقِیْلَ لَهُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
او ورته وویل شي چې اوس چیرې دي هغه چې تاسې به يې عبادت کولو؟
عربي تفسیرونه:
مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— هَلْ یَنْصُرُوْنَكُمْ اَوْ یَنْتَصِرُوْنَ ۟ؕ
ایا پرته له الله، خدایان ستاسې ملاتړکوي؟ او یا له خپلو ځانو څخه دفاع کوي؟
عربي تفسیرونه:
فَكُبْكِبُوْا فِیْهَا هُمْ وَالْغَاوٗنَ ۟ۙ
نو دوی او بې لارې خلک به په جهنم کې پړمخ وغورځول شي.
عربي تفسیرونه:
وَجُنُوْدُ اِبْلِیْسَ اَجْمَعُوْنَ ۟ؕ
او هم د ابلیس ټول لښکر.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا وَهُمْ فِیْهَا یَخْتَصِمُوْنَ ۟ۙ
هغوی به په ورځ کې د ناندریو په اوږدو کې وايې.
عربي تفسیرونه:
تَاللّٰهِ اِنْ كُنَّا لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
قسم په الله چې مونږ ښکاره بې لارې وو.
عربي تفسیرونه:
اِذْ نُسَوِّیْكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
چې تاسو مو د ټول عالم له رب سره برابرولئ.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَضَلَّنَاۤ اِلَّا الْمُجْرِمُوْنَ ۟
او همدا لوی مجرمان وو چې مونږ يې بې لارې کړي وو.
عربي تفسیرونه:
فَمَا لَنَا مِنْ شَافِعِیْنَ ۟ۙ
نو ځکه نن زمونږ هیڅ غوښتونکي نشته.
عربي تفسیرونه:
وَلَا صَدِیْقٍ حَمِیْمٍ ۟
او نه مو خوږ او مهربان دوست.
عربي تفسیرونه:
فَلَوْ اَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
کاشکې چې یو ځل بیرته تللي وای نو ایمان به مو راوړی وو.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
هو! په دې کې ډیر لوی دلیل دی خو د هغوی ډیر خلک ایمان نه راوړي.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او بې له شکه ستا رب په هر څه برلاسی او مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوْحِ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ
د نوح قوم پیغمبران درواغجن وګڼل.
عربي تفسیرونه:
اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ نُوْحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ
هغه وخت یاد کړه چې ورور يې نوح ورته وویل: ایا له الله څخه نه ډاریږئ؟
عربي تفسیرونه:
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ
زه ستاسې په لور یو امین استازی یم.
عربي تفسیرونه:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ
له الله نه وډارشئ او زما مننه وکړئ.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ
او زه له تاسې نه په دې کار کوم بدل نه غواړم او زما بدل او اجر یوازې پر رب العالمین دی.
عربي تفسیرونه:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ؕ
نو له الله وډار شئ او زما مننه وکړئ.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْاَرْذَلُوْنَ ۟ؕ
هغوی وویل: ایا مونږ ستا خبره ومنو سره له دې چې یوازې پریوتو[۱۲] خلکو ستا مننه کړې؟
[۱۲] د هغوی غوښتنه وه چې پریوتي خلک لرې کړه مونږ به ستا ملګري شو نوح ځواب ورکړ چې د خلکو د کړنو سره زما کار نشته. زه د خلکو اخلاص او صداقت ته ګورم( تفهیم القران).
عربي تفسیرونه:
قَالَ وَمَا عِلْمِیْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟ۚ
نوح وویل: د هغوی له کړنو زه خبر نه یم.
عربي تفسیرونه:
اِنْ حِسَابُهُمْ اِلَّا عَلٰی رَبِّیْ لَوْ تَشْعُرُوْنَ ۟ۚ
د هغوی د حالاتو ګرویګنه زما د رب کار دی که په څه پوه یاست.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
او زه مؤمنان نه شړم.
عربي تفسیرونه:
اِنْ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ
زه پرته له یوه څرګند ډاروونکي بل څه نه یم.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰنُوْحُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمَرْجُوْمِیْنَ ۟ؕ
هغوی وویل: نوحه! لوړه ده که له دې کارونو دې لاس وانه خیست نو خامخا به په ډبرو وویشتل شې.
عربي تفسیرونه:
قَالَ رَبِّ اِنَّ قَوْمِیْ كَذَّبُوْنِ ۟ۚۖ
نوح وویل: ای زما ربه! زه خپل قوم درواغجن وګڼلم.
عربي تفسیرونه:
فَافْتَحْ بَیْنِیْ وَبَیْنَهُمْ فَتْحًا وَّنَجِّنِیْ وَمَنْ مَّعِیَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
اوس ته زما او هغوی ترمینځ اخرنۍ پریکړه وکړه! او ما او زما مؤمن ملګري له شر څخه خلاص کړه.
عربي تفسیرونه:
فَاَنْجَیْنٰهُ وَمَنْ مَّعَهٗ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۚ
نو مونږ هغه او د هغه ملګرو ته په یوه ډکه کښتۍ کې نجات ورکړ.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ اَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبٰقِیْنَ ۟ؕ
او بیا مو نور پاتې خلک ډوب کړل.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
بې له شکه په دې کې یو دلیل دی. خو د هغوی ډیر خلک مؤمنان نه وو.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او بې له شکه ستا رب پر هر څه برلاسی مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
كَذَّبَتْ عَادُ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ
عادیانو پیغمبران درواغجن وګڼل.
عربي تفسیرونه:
اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ هُوْدٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ
هغه وخت رایاد کړه چې ورور يې هود ورته وویل: ایا له الله څخه نه ډاریږئ؟
عربي تفسیرونه:
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ
بې له شکه زه ستاسې په لور امین استازی یم.
عربي تفسیرونه:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ
نو له الله وډار شئ او زما مننه وکړئ.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
او زه له تاسې نه ددې کار په بدل کې کوم اجر نه غواړم. زما اجر یوازې پر رب العالمین دی.
عربي تفسیرونه:
اَتَبْنُوْنَ بِكُلِّ رِیْعٍ اٰیَةً تَعْبَثُوْنَ ۟ۙ
ایا تاسې په هره لوړه د لوبو په توګه نښه جوړوئ؟
عربي تفسیرونه:
وَتَتَّخِذُوْنَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُوْنَ ۟ۚ
او هسې دنګې ماڼۍ جوړوئ ګنې تاسې به تل تر تله واست؟
عربي تفسیرونه:
وَاِذَا بَطَشْتُمْ بَطَشْتُمْ جَبَّارِیْنَ ۟ۚ
او چې څوک مو په لاس درغی نو د تیري کوونکو او ظلم کوونکو کړنه ورسره کوئ.
عربي تفسیرونه:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ
نو له الله وډار شئ او زما مننه وکړئ.
عربي تفسیرونه:
وَاتَّقُوا الَّذِیْۤ اَمَدَّكُمْ بِمَا تَعْلَمُوْنَ ۟ۚ
له هغه ذات نه وډار شئ چې تاسې ښه پوهیږئ چې په څه ډول لورینې يې درسره کړي؟
عربي تفسیرونه:
اَمَدَّكُمْ بِاَنْعَامٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۚۙ
د څارویو او ځامنو لورینه يي درسره کړې.
عربي تفسیرونه:
وَجَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۚ
او د باغونو او چینو لورینه.
عربي تفسیرونه:
اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟ؕ
زه پر تاسې د یوې لوی ورځې له عذاب نه ډاریږم.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا سَوَآءٌ عَلَیْنَاۤ اَوَعَظْتَ اَمْ لَمْ تَكُنْ مِّنَ الْوٰعِظِیْنَ ۟ۙ
هغوی وویل: مونږ ته یو شان ده چې نصیحت راته وکړې او که نه؟
عربي تفسیرونه:
اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا خُلُقُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
همدا د پخوانیو[۱۳] زوړ خوی دی.
[۱۳] د پخوا نه همدا خبره روانه ده چې ځینې خلک ځان ته پیغمبران وايې خو دا هسې خبره ده یا معنې دا چې که ته مونږ ته هر نصیحت وکړې مونږ درته غوږ نه ږدو ځکه چې مونږ د خپلو پخوانیو خلکو په لار روان یو( فتح القدیر).
عربي تفسیرونه:
وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ
او مونږ به هیڅکله ونه ربړول شو.
عربي تفسیرونه:
فَكَذَّبُوْهُ فَاَهْلَكْنٰهُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
قوم يي هغه درواغجن وګاڼه، نو مونږ هم هغوی هلاک کړل. بې له شکه په دې کې یو لوی دلیل وو. او ډير خلک يې ایمان راوړونکي نه وو.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او بې له شکه چې ستا رب په هر څه برلاسی او مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ
ثمودیانو پیغمبران درواغجن وګڼل.
عربي تفسیرونه:
اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ صٰلِحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ
هغه وخت یاد کړه چې د هغوی ورور صالح هغوی ته وویل: ایا تاسې له الله نه ډاریږئ؟
عربي تفسیرونه:
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ
زه ستاسې په لور یو امین استازی یم.
عربي تفسیرونه:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ
نو له الله وډار شئ او زما مننه وکړئ.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
زه ددې کار په بدل کې له تاسې څه نه غواړم زما بدل او اجر یوازې پر رب العالمین دی.
عربي تفسیرونه:
اَتُتْرَكُوْنَ فِیْ مَا هٰهُنَاۤ اٰمِنِیْنَ ۟ۙ
ایا تاسې به په دې ژوند کې ډاډمن پریښوول شئ؟
عربي تفسیرونه:
فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ
په باغونو او چینو کې؟
عربي تفسیرونه:
وَّزُرُوْعٍ وَّنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِیْمٌ ۟ۚ
په کښتونو؟ او نرمو او خوږو خرماګانو کې؟
عربي تفسیرونه:
وَتَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا فٰرِهِیْنَ ۟ۚ
او په داسې حال کې چې په ښه پوهه[۱۴] په غرونو کې کورونه تراشئ؟
[۱۴] بله معنايي دا ده چې عیش او عشرت پکې کوئ او یا دا چې په زور او توان يي جوړوئ( فتح القدیر).
عربي تفسیرونه:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ
نو له الله وډارشئ او زما مننه وکړئ.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تُطِیْعُوْۤا اَمْرَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟ۙ
او له پولو نه د اووښتو خلکو حکم مه منئ.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْنَ یُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟
د هغو چې په ځمکه کې فساد کوي او هیڅکله روغ کار نه کوي.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَ ۟ۚ
قوم وویل: پیغمبره! پر تا سحر شوی دی.
عربي تفسیرونه:
مَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ۖۚ— فَاْتِ بِاٰیَةٍ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
ته پرته له دې چې زمونږ په شان یو انسان يې بل څه نه يې. نو که ته رښتینی يي دلیل را وړاندې کړه.
عربي تفسیرونه:
قَالَ هٰذِهٖ نَاقَةٌ لَّهَا شِرْبٌ وَّلَكُمْ شِرْبُ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۚ
صالح وویل: دغه اوښه ده څښل د هغې خپل، او ستاسې د څښلو لپاره ورځ ټاکل شوې ده.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابُ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
هغې ته په بده لاس مه ورړئ که نه نو د لوی ورځې عذاب به مو ونیسي.
عربي تفسیرونه:
فَعَقَرُوْهَا فَاَصْبَحُوْا نٰدِمِیْنَ ۟ۙ
اوښه يې زخمي کړه خو بالاخره په خپل کار پښیمانه وو.
عربي تفسیرونه:
فَاَخَذَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
عذاب ونیول ـ بې شکه چې پدې پيښه کې د عبرت لوی دلیل وو. خو د هغوی ډیر خلک مؤمنا نه وو.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او ستا رب پر هر څه برلاسی او مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطِ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ
د لوط قوم پیغمبران درواغجن وګڼل.
عربي تفسیرونه:
اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ لُوْطٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ
هغه وخت یاد کړه چې د هغوی ورور لوط هغوی ته وویل: ایا تاسې له الله څخه نه ډاریږئ؟
عربي تفسیرونه:
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ
زه ستاسې په لور یو امین استازی یم.
عربي تفسیرونه:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ
نو له الله وډار شئ او زما مننه وکړئ.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
زه ددې کار په دبل کې له تاسې اجر نه غواړم. زما بدل او اجر یوازې پر رب العالمین دی.
عربي تفسیرونه:
اَتَاْتُوْنَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
ایا په خلکو کې یوازې له نارینه وو سره جنسي اړیکي ساتئ؟
عربي تفسیرونه:
وَتَذَرُوْنَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِّنْ اَزْوَاجِكُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ عٰدُوْنَ ۟
او خپلې هغه ښځې پریږدئ چې الله پاک درته پیدا کړي دي؟ رښتیا هم چې تاسې له ټولو پولو اووښتی قوم يې.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰلُوْطُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِیْنَ ۟
هغوی وویل: ای لوطه! لوړه ده که له دې خبرو لاس وانه خلې نو له دې ځایه به وشړل شې.
عربي تفسیرونه:
قَالَ اِنِّیْ لِعَمَلِكُمْ مِّنَ الْقَالِیْنَ ۟ؕ
لوط وویل: زه ستاسې د کړنو پوره مخالف یم.
عربي تفسیرونه:
رَبِّ نَجِّنِیْ وَاَهْلِیْ مِمَّا یَعْمَلُوْنَ ۟
ای زما ربه! ما او زما کورنۍ د دوی له کړنو څخه وژغوره.
عربي تفسیرونه:
فَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
نو مونږ هغه او ټولې کورنۍ ته نجات ورکړ.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ ۟ۚ
خو یوازې یوه زړه ښخه وه چې په پاتې شوو کې وه.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟ۚ
بیا مو هغه نور ټول هلاک کړل.
عربي تفسیرونه:
وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا ۚ— فَسَآءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟
او پر هغوی مو د ډبرو باران و وراو. نو په ډارول شوو په خلکو د ډبرو سخت باران وو.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
بې له شکه په دې کې د عبرت لوی دلیل وو. خو د هغوی ډیرخلک مؤمنا نه وو.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او بې له شکه ستا رب په هر څه برلاسی او مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
كَذَّبَ اَصْحٰبُ لْـَٔیْكَةِ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ
د ګڼو ځنګلونو خاوندانو پیغمبران درواغجن وګڼل.
عربي تفسیرونه:
اِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَیْبٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ
هغه وخت یاد کړه چې شعیب هغوی ته وویل: ایا تاسې له الله څخه نه ډاریږئ؟
عربي تفسیرونه:
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ
زه ستاسې په لور یو امانتګر استازی یم.
عربي تفسیرونه:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ
نو له الله وډار شئ او زما مننه وکړئ؟
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
زه ددې کار په بدل کې له تاسې څه نه غواړم. زما بدل یوازې پر رب العالمین دی.
عربي تفسیرونه:
اَوْفُوا الْكَیْلَ وَلَا تَكُوْنُوْا مِنَ الْمُخْسِرِیْنَ ۟ۚ
پیمانې ښې پوره کوئ او چاته يې کمې مه ورکوئ.
عربي تفسیرونه:
وَزِنُوْا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِیْمِ ۟ۚ
او په سمه روغه تله تول کوئ.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ اَشْیَآءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟ۚ
د خلکو شیان مه کموئ. او په ځمکه کې د فساد هلې ځلې مه کوئ.
عربي تفسیرونه:
وَاتَّقُوا الَّذِیْ خَلَقَكُمْ وَالْجِبِلَّةَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؕ
له هغه ذات نه وډار شئ چې تاسې او پخواني ټول خلک يې بیدا کړي دي.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَ ۟ۙ
هغوی وویل: ته کوډ لاندې کړی يې.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَاِنْ نَّظُنُّكَ لَمِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟ۚ
ته پرته له دې چې زمونږ په شان یو انسان يې بل څه نه يې او مونږ پر تا د درواغجنو ګمان کوو.
عربي تفسیرونه:
فَاَسْقِطْ عَلَیْنَا كِسَفًا مِّنَ السَّمَآءِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟ؕ
که ته رښتینی يي نو پر مونږ له اسمان څخه کومه ټوټه راوغورځوه!.
عربي تفسیرونه:
قَالَ رَبِّیْۤ اَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
شعیب وویل: زما رب ستاسې پر کړنو ښه پوهیږي.
عربي تفسیرونه:
فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَهُمْ عَذَابُ یَوْمِ الظُّلَّةِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
هغوی شعیب درواغجن وګاڼه نو هغه و چې د تیارې ورځې[۱۵] پرې راغی. په رښتیا چې هغه د یوی لوی ورځې عذاب و.
[۱۵] له عبدالله بن عمر (رض) نه روایت دی (۷) ورځې پرې سخته ګرمي راغله. بیا وريځ راښکاره شوه د کلي یو سړی د وریځي په لور ولاړ او په سیورې کې يي له ګرمۍ څخه ځان وژغورلو، قوم يې خبر شو ورغلل، او له وریځې لاندې کیناستل، الله پاک پرې اور راښکته او ټول يي وسوزول( تفسیر ابن کثیر).
عربي تفسیرونه:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
په دې کې د عبرت یو نښه وه خو د دوی ډیر خلک ایمان راوړوونکي نه وو.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او بې له شکه چې ستا رب خامخا برلاسی مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّهٗ لَتَنْزِیْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
او بې له شکه دا قران رب العالمین نازل کړی دی.
عربي تفسیرونه:
نَزَلَ بِهِ الرُّوْحُ الْاَمِیْنُ ۟ۙ
یوې امانت ګرې ساه راوړی دی.
عربي تفسیرونه:
عَلٰی قَلْبِكَ لِتَكُوْنَ مِنَ الْمُنْذِرِیْنَ ۟ۙ
ستا زړه ته، تر څو ته له ډاروونکو شې.
عربي تفسیرونه:
بِلِسَانٍ عَرَبِیٍّ مُّبِیْنٍ ۟ؕ
په روښانه عربي ژبه.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّهٗ لَفِیْ زُبُرِ الْاَوَّلِیْنَ ۟
او همدغه د مخکینیو خلکو په کتابونو کې هم شته.
عربي تفسیرونه:
اَوَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ اٰیَةً اَنْ یَّعْلَمَهٗ عُلَمٰٓؤُا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ
ایا دا خبره ورته لویه نښه نه ده چې د بنې اسرائیلو علماء پرې پوهیږي؟
عربي تفسیرونه:
وَلَوْ نَزَّلْنٰهُ عَلٰی بَعْضِ الْاَعْجَمِیْنَ ۟ۙ
بالفرض که مونږ په ځینو عجمي خلکو نازل کړای وای.
عربي تفسیرونه:
فَقَرَاَهٗ عَلَیْهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ مُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ
او هغه پر دوی لوستلی وای بیا به هم پرې ایمان نه وای راوړی.
عربي تفسیرونه:
كَذٰلِكَ سَلَكْنٰهُ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ
په همدې توګه مونږ د قران دښمني د مجرمانو په زړونو کې ورننویستلې ده.
عربي تفسیرونه:
لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ۙ
چې د دردناک عذاب تر لیدلو پرې ایمان نه راوړي.
عربي تفسیرونه:
فَیَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ
نو چې ناببره په ناخبرۍ کې پرې عذاب راشي.
عربي تفسیرونه:
فَیَقُوْلُوْا هَلْ نَحْنُ مُنْظَرُوْنَ ۟ؕ
بیا به وايې ایا مونږ ته به لږ ونه کتل شي؟
عربي تفسیرونه:
اَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُوْنَ ۟
ایا هغوی زمونږ په عذاب تلوار کوي؟
عربي تفسیرونه:
اَفَرَءَیْتَ اِنْ مَّتَّعْنٰهُمْ سِنِیْنَ ۟ۙ
ایا ته پوهیږې: که مونږ هغوی ته کلون کلونه وخت ورکړو؟
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ جَآءَهُمْ مَّا كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ
او بیا ورته وعده کړی شوی عذاب راشي؟
عربي تفسیرونه:
مَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یُمَتَّعُوْنَ ۟ؕ
نو ورکړی شوی مهلت او ورکړې شوې ګټې به ترې هیڅ شی دفع نه کړای شي.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا لَهَا مُنْذِرُوْنَ ۟
مونږ هیڅ کلی د ډاروونکو له راتګ څخه وړاندې ندی هلاک کړی.
عربي تفسیرونه:
ذِكْرٰی ۛ۫— وَمَا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟
پند يي ورکړی ـ او مونږ هیڅ کله ظلم او تیری ندی کړی.
عربي تفسیرونه:
وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّیٰطِیْنُ ۟ۚ
او دا قران شیطانانو ندی راوړی.
عربي تفسیرونه:
وَمَا یَنْۢبَغِیْ لَهُمْ وَمَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ؕ
دا نه د هغوی وړ او نه يي په وس پوره ده.
عربي تفسیرونه:
اِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُوْلُوْنَ ۟ؕ
ځکه چې هغوی يي له اوریدنې څخه لرې او بې برخې کړي شوي دي.
عربي تفسیرونه:
فَلَا تَدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتَكُوْنَ مِنَ الْمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ
نو ای محمده! له الله سره بل خدای مه رابله که نه نو ته به هم له سزا موندونکو څخه شې.
عربي تفسیرونه:
وَاَنْذِرْ عَشِیْرَتَكَ الْاَقْرَبِیْنَ ۟ۙ
او خپل نژدې خپلوان وډاروه.
عربي تفسیرونه:
وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
او ستا منونکو مومنانو ته وزر ټیټ کړه.
عربي تفسیرونه:
فَاِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟ۚ
که له تانه يي غاړه وغړوله نو ورته ووایه چې زه ستاسې له کړنو څخه بیزاره یم.
عربي تفسیرونه:
وَتَوَكَّلْ عَلَی الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ
او یوازې په برلاسې مهربان ذات توکل وکړه.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْ یَرٰىكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ
هغه ذات چې ته پاڅیږې نو تا وینې.
عربي تفسیرونه:
وَتَقَلُّبَكَ فِی السّٰجِدِیْنَ ۟
او هغه وخت هم چې ته سجده کوونکو په مینځ کې اوړې را اوړې.
عربي تفسیرونه:
اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
ځکه چې هغه هر څه اوري او په هر څه پوه دی.
عربي تفسیرونه:
هَلْ اُنَبِّئُكُمْ عَلٰی مَنْ تَنَزَّلُ الشَّیٰطِیْنُ ۟ؕ
ای خلکو! زه تاسې ته وښایم چې شیطانان چاته نازلیږي؟
عربي تفسیرونه:
تَنَزَّلُ عَلٰی كُلِّ اَفَّاكٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ
پر هر درواغجن ګناهکار نازلیږي.
عربي تفسیرونه:
یُّلْقُوْنَ السَّمْعَ وَاَكْثَرُهُمْ كٰذِبُوْنَ ۟ؕ
اوریدلې خبرې یو بل ته وايې او ډیر يې درواغجن وي.
عربي تفسیرونه:
وَالشُّعَرَآءُ یَتَّبِعُهُمُ الْغَاوٗنَ ۟ؕ
او په شاغرانو پسې غولیدلي خلک روان وي.
عربي تفسیرونه:
اَلَمْ تَرَ اَنَّهُمْ فِیْ كُلِّ وَادٍ یَّهِیْمُوْنَ ۟ۙ
ایا ته نه ګورې چې هغوی په هره کنده کې لالهانده وي.
عربي تفسیرونه:
وَاَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ مَا لَا یَفْعَلُوْنَ ۟ۙ
او زیات هغه څه وايې چې کوي يې نه .
عربي تفسیرونه:
اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَذَكَرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا وَّانْتَصَرُوْا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا ؕ— وَسَیَعْلَمُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَیَّ مُنْقَلَبٍ یَّنْقَلِبُوْنَ ۟۠
خو یوازې هغه خلک دا وړ ندي چې ایمان يي راوړی، نیکې کړنې يي خپلې کړي، الله پاک يي ډير یاد کړی او د ظلم او تیري په بدل کې يي غچ ایستی دی ـ هو! ظالمان به ډير ژر پوه شي چې اخرنۍ برخه لیک به يي څه وي؟
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: شعراء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول