[۱۶] ځینو مفسیرینو هغه چې په اور کې دي ملایک وايي او چې په چاپیریال کې يي دی موسی ښوولی او ځینو نورو يي عکس خبره کړې ده( فتح القدیر).
[۱۷] الله پآک چې ماته کوم دولت، پوهه، حکمت او پیغمبري راکړې ده. ستاسې له هر څه نه غوره ده( تفسیر الماوردی).
[۱۸] یو يي مؤمنه بله کافره یا يوې ډلې صالح ومنلو او بلې ډلې ونه منلو( تفسیر الماوردی).
[۱۹] رهط هغې ډلې ته وايي چې له لسو نه لږ او دریو نه ډیر وي لته د نهو سړیو تعبیر په نهو ډلو ځکه شوی دی چې هر یو سړي د یوې ډلې په شان له شر نه ډک وو( البحر المحیط فی التفسیر).
[۱] دا د قیامت له غټو نښو نه یو نښه ده. غټې نښې عبارت دي له:( دجال راوتلو نه، له ځمکې نه د څاروي راوتل، لوګې او له لویديځ نه د لمر راختل) همدا نښې یو له بل سره تړلي دي( تفسیر ابن کثیر).