Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: نمل   آیت:
مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ خَیْرٌ مِّنْهَا ۚ— وَهُمْ مِّنْ فَزَعٍ یَّوْمَىِٕذٍ اٰمِنُوْنَ ۟
څوک چې له نیکۍ سره راشي نو غوره بدله يې په برخه او د همدې ورځې له ډار نه به ډاډمن وي.
عربي تفسیرونه:
وَمَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوْهُهُمْ فِی النَّارِ ؕ— هَلْ تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او څوک چې له بدۍ سره راشي نو پړمخ به په اور کې وغورځول شي. او ورته به وویل شي چې: تاسې ته چې څه درکول کیږي دا ستاسې د کړنو بدل دی او بس.
عربي تفسیرونه:
اِنَّمَاۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ رَبَّ هٰذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِیْ حَرَّمَهَا وَلَهٗ كُلُّ شَیْءٍ ؗ— وَّاُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۙ
او ما ته امر شوی دی چې زه د مکې د ښار د هغه رب عبادت وکړم چې دا ښار يې غوره ګرځولی او د هر څیز واکمن دی. او ما ته امر شوی دی چې زه باید هغه ته له غاړه ایښوونکو څخه وم.
عربي تفسیرونه:
وَاَنْ اَتْلُوَا الْقُرْاٰنَ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَقُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُنْذِرِیْنَ ۟
او راته امر شوی دی چې قران ولولم. نو چا چې لار ومیندله نو د خپل ځان لپاره يې ومیندله، او چا چې لار ورکه کړه نو ورته ووایه چې زه یوازې یو ډاروونکی یم.
عربي تفسیرونه:
وَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ سَیُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ فَتَعْرِفُوْنَهَا ؕ— وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟۠
او ای محمده! ووایه چې ټولی ثناوی یوازې یو الله ته دي ډیر ژر به تاسې ته خپلې نښې دروښايې او تاسې به يې وپیژنئ او ستا رب ستاسې له کړنو نه بې خبره نه دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نمل
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول