Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: نمل   آیت:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ فَاِذَا هُمْ فَرِیْقٰنِ یَخْتَصِمُوْنَ ۟
او مونږ ثمودیانو ته د هغوی ورور صالح له دې پیغام سره ولیږه چې د یو الله عبادت وکړئ. خو هغوی دوه دښمنې ډلې شوي[۱۸].
[۱۸] یو يي مؤمنه بله کافره یا يوې ډلې صالح ومنلو او بلې ډلې ونه منلو( تفسیر الماوردی).
عربي تفسیرونه:
قَالَ یٰقَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُوْنَ بِالسَّیِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ ۚ— لَوْلَا تَسْتَغْفِرُوْنَ اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟
صالح وویل: ای زما قومه! ولې د بدۍ په لور ځغلۍ او نیکۍ ته مو شا کړې؟ او ولې له الله نه بښنه نه غواړئ؟ ښايې چې پر تاسې رحم وشي.
عربي تفسیرونه:
قَالُوا اطَّیَّرْنَا بِكَ وَبِمَنْ مَّعَكَ ؕ— قَالَ طٰٓىِٕرُكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُوْنَ ۟
هغوی ځواب ورکړ چې: مونږ ته او ستا ملګري په بد فال نیولي یاست. صالح وویل: بده ورځ مو د الله له لورې ده. او اصلي خبره همدا ده چې پر تاسې ازموینه کیږي.
عربي تفسیرونه:
وَكَانَ فِی الْمَدِیْنَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ یُّفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟
او په ښار کې نهه ډلې وې چې په ځمکه کې يې ورانی کاو[۱۹] او هیڅ روغ کار يې نه کاو.
[۱۹] رهط هغې ډلې ته وايي چې له لسو نه لږ او دریو نه ډیر وي لته د نهو سړیو تعبیر په نهو ډلو ځکه شوی دی چې هر یو سړي د یوې ډلې په شان له شر نه ډک وو( البحر المحیط فی التفسیر).
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا تَقَاسَمُوْا بِاللّٰهِ لَنُبَیِّتَنَّهٗ وَاَهْلَهٗ ثُمَّ لَنَقُوْلَنَّ لِوَلِیِّهٖ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ اَهْلِهٖ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟
وئي ویل: د الله په نوم سره ژمنه وکړئ چې د شپې له لورې به پر هغه او د هغه په کورنۍ یرغل کوو او بیا به يي د قوم مشرته وایو چې مونږ يي د کورنۍ په هلاکولو کې برخه من نه وو. او مونږ بیخي رښتیا وايو.
عربي تفسیرونه:
وَمَكَرُوْا مَكْرًا وَّمَكَرْنَا مَكْرًا وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
هغوی یوه دسیسه جوړه او مونږ يي هم تدبیر ونیو او هغوی ترې خبر نه وو.
عربي تفسیرونه:
فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ ۙ— اَنَّا دَمَّرْنٰهُمْ وَقَوْمَهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
وګوره چې د هغوی د دسیسې پای څه شوه؟ مونږ هغوی او د هغوی ټول قوم هلاک کړل.
عربي تفسیرونه:
فَتِلْكَ بُیُوْتُهُمْ خَاوِیَةً بِمَا ظَلَمُوْا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
نو دا دی د ظلم له کبله يي کورونه تش او وران پراته دي. او په رښتیا چې د پوهیدونکي قوم لپاره دا یو لوی دلیل دی.
عربي تفسیرونه:
وَاَنْجَیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟
او مونږ مؤمنانو او هغو کسانو ته نجات ورکړ چې له بدۍ يې ځانونه وژغورل.
عربي تفسیرونه:
وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ وَاَنْتُمْ تُبْصِرُوْنَ ۟
او دلوط کیسه یاده کړه چې هغه خپل قوم ته وویل: ایا تاسې په رڼو سترګو بدۍ ته وړاندې کیږئ.
عربي تفسیرونه:
اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَآءِ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُوْنَ ۟
ایا تاسې ښځې پریږدئ او د شهوت پوره کولو لپاره سړیو ته ورځئ. هو! تاسې د خورا ناپوهۍ کار کوئ.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نمل
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول