Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: نمل   آیت:
اِنِّیْ وَجَدْتُّ امْرَاَةً تَمْلِكُهُمْ وَاُوْتِیَتْ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ وَّلَهَا عَرْشٌ عَظِیْمٌ ۟
ما ولیده چې د ښار واکمنه یوه ښځه ده چې هر څه ښه پوره ورکړای شوي او د خورا لوی تخت څښتنه ده.
عربي تفسیرونه:
وَجَدْتُّهَا وَقَوْمَهَا یَسْجُدُوْنَ لِلشَّمْسِ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ فَهُمْ لَا یَهْتَدُوْنَ ۟ۙ
ما ولیده چې هغه او قوم يي پرته له الله نه لمر ته سجده کوي او شیطان يي کړنې ورته ښایسته کړي، او له سمې لارې يي اړولي دي نو ځکه لار نه مومي.
عربي تفسیرونه:
اَلَّا یَسْجُدُوْا لِلّٰهِ الَّذِیْ یُخْرِجُ الْخَبْءَ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَیَعْلَمُ مَا تُخْفُوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ۟
هغه الله ته سجده نه کوي چې د اسمانونو او ځمکې پټ څیزونه راوباسي او په هغه څه ډیر ښه پوهیږي چې تاسې يې پټوئ، او یا يي ښکاره کوئ.
عربي تفسیرونه:
اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟
الله یو دی بل معبود ورسره نشته، د لوی عرش څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
قَالَ سَنَنْظُرُ اَصَدَقْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟
سلیمان وویل: اوس به مونږ وګورو چې تا رښتیا ویلي او که له درواغجنو څخه يې؟
عربي تفسیرونه:
اِذْهَبْ بِّكِتٰبِیْ هٰذَا فَاَلْقِهْ اِلَیْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانْظُرْ مَاذَا یَرْجِعُوْنَ ۟
زما دا لیک یوسه! هغوی ته يي وروغورځوه! بیا ترې په څنګ، او وګوره چې د هغوی غبرګون څه دی؟
عربي تفسیرونه:
قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اِنِّیْۤ اُلْقِیَ اِلَیَّ كِتٰبٌ كَرِیْمٌ ۟
ملکې وویل: ای د قوم مشرانو! ما ته یو مهم او پیاوړی لیک راغورځول شوی دی.
عربي تفسیرونه:
اِنَّهٗ مِنْ سُلَیْمٰنَ وَاِنَّهٗ بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ
هغه د سلیمان له لورې دی او لیکلې يي دي چې: بسم الله الرحمن الرحیم.
عربي تفسیرونه:
اَلَّا تَعْلُوْا عَلَیَّ وَاْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ ۟۠
پر ما ځانونه لوړ مه ګڼئ او غاړه راته کیږدئ.
عربي تفسیرونه:
قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اَفْتُوْنِیْ فِیْۤ اَمْرِیْ ۚ— مَا كُنْتُ قَاطِعَةً اَمْرًا حَتّٰی تَشْهَدُوْنِ ۟
ملکې وویل: ای د قوم مشرانو! په دې هلکه ما ته مشوره راکړئ ـ زه له تاسې پرته هیڅ پریکړه نه کوم.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا نَحْنُ اُولُوْا قُوَّةٍ وَّاُولُوْا بَاْسٍ شَدِیْدٍ ۙ۬— وَّالْاَمْرُ اِلَیْكِ فَانْظُرِیْ مَاذَا تَاْمُرِیْنَ ۟
هغوی ځواب ورکړ: مونږ د زور او تورې خلک یو، واک ستاسې په لاس کې دی، وګوره چې مونږ ته څه امر کوې.
عربي تفسیرونه:
قَالَتْ اِنَّ الْمُلُوْكَ اِذَا دَخَلُوْا قَرْیَةً اَفْسَدُوْهَا وَجَعَلُوْۤا اَعِزَّةَ اَهْلِهَاۤ اَذِلَّةً ۚ— وَكَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ ۟
ملکې وویل: پاچایان چې کله هم په زور کلي ته ننوځي، نو ورانوي ي او عزتمن خلک يي سپکوي. هو! همدا يي کړنه وي.
عربي تفسیرونه:
وَاِنِّیْ مُرْسِلَةٌ اِلَیْهِمْ بِهَدِیَّةٍ فَنٰظِرَةٌ بِمَ یَرْجِعُ الْمُرْسَلُوْنَ ۟
او زه اوس هغوی ته هدیه لیږم ګورم چې زما استازي يي څه ځواب راوړي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: نمل
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول