Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: عنکبوت   آیت:
فَاَنْجَیْنٰهُ وَاَصْحٰبَ السَّفِیْنَةِ وَجَعَلْنٰهَاۤ اٰیَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟
مونږ نوح او د کښتۍ سپرلۍ ته نجات ورکړ او هغه مو د نړیوالو لپاره یوه نښه وګرځوله.
عربي تفسیرونه:
وَاِبْرٰهِیْمَ اِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَاتَّقُوْهُ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
او ابراهیم مو هم ولیږه هغه خپل قوم ته وویل: د یو الله عبادت وکړئ. او یوازې له هغه نه وډار شئ نو همدا ستاسې لاره ډیره غوره ده که پوهیږئ.
عربي تفسیرونه:
اِنَّمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْثَانًا وَّتَخْلُقُوْنَ اِفْكًا ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَا یَمْلِكُوْنَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوْا عِنْدَ اللّٰهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوْهُ وَاشْكُرُوْا لَهٗ ؕ— اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
تاسې چې پرته له الله څخه د کوم څه عبادت کوئ هغه تش بوتان او ستاسې جوړ کړي درواغ دي. په دې کې هیڅ شک نشته چې د کومو څیزونو عبادت تاسې پرته له الله نه کوئ، هغوی ستاسې د روزۍ واک نه لري، روزي یوازې له یو الله نه غواړئ ، یوازې د هغه عبادت وکړئ، او د هغه شکر پر ځای کړئ. خاص هغه ته تاسې بیرته ګرځول کيږئ.
عربي تفسیرونه:
وَاِنْ تُكَذِّبُوْا فَقَدْ كَذَّبَ اُمَمٌ مِّنْ قَبْلِكُمْ ؕ— وَمَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
او که تاسې پیغمبر ته د درواغو نسبت کوئ نو له تاسې وړاندې هم ډیرو ملتونو پیغمبران درواغجن ګڼلي وو. د رسول پر غاړه پرته له ښکاره رسونې څخه بل څه نشته.
عربي تفسیرونه:
اَوَلَمْ یَرَوْا كَیْفَ یُبْدِئُ اللّٰهُ الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟
ایا هغوی نه دي لیدلي چې الله پاک څرنګه د هستوني پیل کوي؟ بیا يي بیرته راګرځوي؟ بیرته راګرځونه الله پاک ته لا زیاته اسانه ده.
عربي تفسیرونه:
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ بَدَاَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللّٰهُ یُنْشِئُ النَّشْاَةَ الْاٰخِرَةَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟ۚ
ای محمده! ووایه چې په ځمکه کې وګرځي او وګوري چې الله پاک د هستوني پیل په څه ډول کړی دی؟ بیا دویم ځل پیدایښت ور په برخه کوي. بې شکه الله پاک پر هر څه پیاوړی دی.
عربي تفسیرونه:
یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَرْحَمُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَاِلَیْهِ تُقْلَبُوْنَ ۟
چاته چې وغواړي عذاب ورکوي او چا ته يي چې خوښه شي رحم پرې کوي، او خاص د هغه لور ته تاسې ور تاوه ول کیږئ.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ ؗ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟۠
او تاسې نه په ځمکه او نه په اسمان کې بې وسې کوونکي يې. او د الله په مقابل کې تاسې نه کوم دوست لرئ او نه کومک کوونکی.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَلِقَآىِٕهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ یَىِٕسُوْا مِنْ رَّحْمَتِیْ وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او کوم کسان چې د الله له ایاتونو او ملاقات نه منکر شوي دي زما له رحمت نه مایوسه، او دردناک عذاب يې په برخه دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: عنکبوت
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول