Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: عنکبوت   آیت:
وَیَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ ؕ— وَلَوْلَاۤ اَجَلٌ مُّسَمًّی لَّجَآءَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— وَلَیَاْتِیَنَّهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
او دغه خلک له تانه د ژر عذاب راوستلو غوښتنه کوي که نیټه ټاکل شوې نه وای نو خامخا به عذاب ورته راغلی و.او یو وخت به ناببره چې د دوی خیال هم نه وي عذاب پرې راشي.
عربي تفسیرونه:
یَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ ؕ— وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِیْطَةٌ بِالْكٰفِرِیْنَ ۟ۙ
دوی له تانه د ژر عذاب راوستلو غوښتنه کوي.په داسې حال کې چې جهنم په باوري توګه پر کافرانو راتاوشوی دی.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ یَغْشٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ اَرْجُلِهِمْ وَیَقُوْلُ ذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
هغه ورځ به یې دوي وویني چې له پاسه او د پښو له لورې یې عذاب راپټ او الله ورته ووايي چې:اوس د خپلو کړنو خوند وڅکئ!
عربي تفسیرونه:
یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ اَرْضِیْ وَاسِعَةٌ فَاِیَّایَ فَاعْبُدُوْنِ ۟
ای زما مؤمنو بنده ګانو! زما ځمکه پراخه ده یوازې زما بندګې وکړئ.
عربي تفسیرونه:
كُلُّ نَفْسٍ ذَآىِٕقَةُ الْمَوْتِ ۫— ثُمَّ اِلَیْنَا تُرْجَعُوْنَ ۟
هر ساکښ د مرګ څکونکی دی. بیا به ماته تاسې ټول راګرځول کیږئ.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ مِّنَ الْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— نِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَ ۟ۗۖ
او هغو کسانو ته چې ایمان ئې راوړی او نیکې کړنې یې کړي هرو،مرو د جنت په هغو لوړو ماڼیو کې د استوګنې ځای ورکوم چې لاندې به ترې ویالې بهیږي.او تل تر تله به هملته وي.هو!د عمل کوونکو اجر غوره دی.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْنَ صَبَرُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟
دا همغه کسان دي چې زغم یې کړی.او پر خپل رب توکل کوي.
عربي تفسیرونه:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ دَآبَّةٍ لَّا تَحْمِلُ رِزْقَهَا ۖۗؗ— اَللّٰهُ یَرْزُقُهَا وَاِیَّاكُمْ ۖؗ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
او ډیر ژوندي څیزونه دي چې یو هم خپله روزي شاه کړی نه ګرځي الله پاک هغوی او هم تاسې ته روزي درکوي.او هغه ښه اوریدونکی او په هر څه پوه دی.
عربي تفسیرونه:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ۚ— فَاَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟
او قسم دی که ته له دې خلکو نه پوښتنه وکړې چې اسمانونه او ځمکه چا پيدا کړي دي؟او چا لمر او سپوږمۍ تابع کړي دي؟ نو هرو،مرو به ووایې چې:الله:نو بیا ولې غولول کیږي؟
عربي تفسیرونه:
اَللّٰهُ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَیَقْدِرُ لَهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
الله دی چې په خپلو بنده ګانو کې یې چاته خوښه شې روزي پرې پراخوي او یا یې پرې تنګوي.الله پاک په هر څه ښه پوه دی.
عربي تفسیرونه:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ نَّزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهَا لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟۠
او قسم دی که ته له دوی نه پوښتنه وکړې چې:چا له بره نه اوبه راښکته کړي چې بیا یې پرې مړه او وچه ځمکه را ژوندۍ کړې؟ خامخا به ووايي:الله.ورته ووایه:ټولې ستاینې یوازې الله ته دي.خو د دوی ډیر خلک عقل نه کاروي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: عنکبوت
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول