Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: عنکبوت   آیت:
وَمَا هٰذِهِ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا لَهْوٌ وَّلَعِبٌ ؕ— وَاِنَّ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ لَهِیَ الْحَیَوَانُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
د دنیا ژوند پرته له ساعت تیرۍ او لوبو بل څه نه دی.اصلي ژوند د اخرت کور دی دریغه چې دوی پوهیدای.
عربي تفسیرونه:
فَاِذَا رَكِبُوْا فِی الْفُلْكِ دَعَوُا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ۚ۬— فَلَمَّا نَجّٰىهُمْ اِلَی الْبَرِّ اِذَا هُمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ
او کله چې مشرکان په کښتۍ کې سپاره شي نو له الله نه په داسې توګه غوښتنې کوي چې د هغه سوچه دین یي خپل کړی وي.خو چې الله یې وچې ته وباسي.بیا نو شریکان نیسي.
عربي تفسیرونه:
لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ۙۚ— وَلِیَتَمَتَّعُوْا ۥ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟
تر څو زمونږ له ورکړو نعمتونو څخه منکر او څه لنډه ګټه ترلاسه کړي.نو ژر به پوه شي.
عربي تفسیرونه:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا اٰمِنًا وَّیُتَخَطَّفُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ ؕ— اَفَبِالْبَاطِلِ یُؤْمِنُوْنَ وَبِنِعْمَةِ اللّٰهِ یَكْفُرُوْنَ ۟
ایا نه ګوري چې مونږ حرم د ډاډ ځای ګرځولی دی؟ په داسې حال کې چې په چاپيریال کې یې خلک اختطاف کیږي.ایا باطل مني، او د الله له نعمت نه انکار کوي؟
عربي تفسیرونه:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهٗ ؕ— اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟
له هغه چا به لوی ظالم څوک وي چې پر الله يي درواغ تړلي؟ او یایي راغلی حق درواغ ګڼلی وي؟ ایا د دغسې کافرانو استوګن ځای دوزخ نه دی؟
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْنَ جٰهَدُوْا فِیْنَا لَنَهْدِیَنَّهُمْ سُبُلَنَا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟۠
او چا چې زمونږ په لار کې هلې ځلی کړي دي،مونږ به خامخا خپلې لارې وروښیو.الله پاک د نیکو کارو مل دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: عنکبوت
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول