[۱۰] ـ ظهار دیته وایې چې یو سړی خپله پنځه یا د هغې د بدن کومه برخه له مور یا د مور له بدن سره مشابه کړي لکه چې ورته ووایې:ته په ماحرامه یې لکه مور چې را باندې حرامه ده.یا ستا شا و ستا ګیډه زما د مور د شا او یا ګيډې په شان پر ما حرامه ده.(البحر المحیط).
[۱۲] ـ د نجد او خیبر خلک له پاسه او د مکي یرغلګر او یا یې مطلب دادی چې تاسې یې را ایسار کړئ لکه چې یو څوک د بل چا له لورې له هر اړخیزي حملي لاندې راغلي نو وایې چې له پاسه اوښکې یې پر ما حمله وکړه(البحر المحیط).
[۱] پیغمبر صلی الله علیه وسلم خوښوله چې له زینب سره يې د نکاح کولو پریکړه پټه پاتې او خلک ترې خبر نشي. ځکه چې زینب د هغه د خولې د ځوی زید ښځه وه او د خولې د ځوی له ښځې سره نکاح کول خورا ناوړه کار و( تفسیر الماوردی)
[۲] د هجرت شرط یوازې پیغمبر لپاره ؤ پر مسلمانانو نه هغه وخت لازم و او نه اوس( تفسیر الماوردی).
[۳] مسلمان له کتابي ښځې سره نکاح کولای شي خو پر پیغمبر لازم وه چې ښځه ئي باید مسلمانه وی( فتح القدیر).
[۴] پیغمبر ته اجازه وه چې بې له مهر نه چې څوک ځان ور وبښي نکاح ورسره وکړي خو نور مسلمانان يې له مهر نه نکاح نه شي کولی بلکې له نکاح سره مهر پخپله ورباندې لازمیږي( فتح القدیر).
[۵]له څلورو به زیاتي نه کوي. مهر او شاهدان به پکې وي( تفسیر الماوردی).
[۶] موسی ي په دې ربړولی و چې ویل يې خپل ورور هارون يې وژلی یا دا چې یوې زناکارې ښځې ته ځینو ظالمانو روپی ورکړی چې پر موسی د زنا تور وتړي( البحر المحیط)