Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: سبا   آیت:
قُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَمَا یُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا یُعِیْدُ ۟
ووایه چې حق راغی باطل نه له سر جوړښت مومي ـ او نه پخوانی بیرته راګرځیدای شي.
عربي تفسیرونه:
قُلْ اِنْ ضَلَلْتُ فَاِنَّمَاۤ اَضِلُّ عَلٰی نَفْسِیْ ۚ— وَاِنِ اهْتَدَیْتُ فَبِمَا یُوْحِیْۤ اِلَیَّ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ سَمِیْعٌ قَرِیْبٌ ۟
ای محمده! ووایه چې که زه بې لارې وم نو تاوان يي زما دی او که په سمه روان یم نو دا هغې وحي برکت دی چې زما رب ېې ما ته کوي. بې له شکه چې هغه ښه اوریدونکی او خورا نژدې دی.
عربي تفسیرونه:
وَلَوْ تَرٰۤی اِذْ فَزِعُوْا فَلَا فَوْتَ وَاُخِذُوْا مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍ ۟ۙ
او څه ښه به و چې تا هغه صحنه لیدلي وای چې: هغوی ډار اخیستي او د خلاصون هیڅ ځای نه وي. او لاس په لاس ونیول شي.
عربي تفسیرونه:
وَّقَالُوْۤا اٰمَنَّا بِهٖ ۚ— وَاَنّٰی لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟ۚ
او وايې به چې مونږ پرې اوس ایمان راوړی دی او له دومره لرې ځای نه به څرنګه ایمان ترلاسه کړای شي؟
عربي تفسیرونه:
وَقَدْ كَفَرُوْا بِهٖ مِنْ قَبْلُ ۚ— وَیَقْذِفُوْنَ بِالْغَیْبِ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟
په داسې حال کې چې له دې نه وړاندې پرې کافر شوي وو او په پټو سترګو به يې له لرې نه ورپورې خبرې ویشتلې.
عربي تفسیرونه:
وَحِیْلَ بَیْنَهُمْ وَبَیْنَ مَا یَشْتَهُوْنَ كَمَا فُعِلَ بِاَشْیَاعِهِمْ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا فِیْ شَكٍّ مُّرِیْبٍ ۟۠
هلته به د دوی او هیلو ترمینځ يي پرده راشي. کله چې همدا ور کړنه د دوی له پخوانیو سیالانو سره هم شوې ده، په رښتیا چې په حیرانوونک شک کې غورځیدلي وو.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: سبا
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول