Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: سبا   آیت:
اَفْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَمْ بِهٖ جِنَّةٌ ؕ— بَلِ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ فِی الْعَذَابِ وَالضَّلٰلِ الْبَعِیْدِ ۟
نو پوهیږو چې دا سړی له ځانه پر الله درواغ تړي؟ او که لیونی شوی دی؟ نه ! نه يي درواغ تړلي او نه لیونی شوی دی بلکې هغه کسان چې په اخرت ایمان نه راوړي په عذاب به اخته او همغوی په خورا لرې بې لارۍ کې پریوتي دي.
عربي تفسیرونه:
اَفَلَمْ یَرَوْا اِلٰی مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنْ نَّشَاْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْاَرْضَ اَوْ نُسْقِطْ عَلَیْهِمْ كِسَفًا مِّنَ السَّمَآءِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّكُلِّ عَبْدٍ مُّنِیْبٍ ۟۠
ایا هغه اسمان او ځمکه يي نه دي لیدلي چې له وړاندې او وروستو يې راچاپیر شوي دي؟ که مونږ وغواړو ځمکه به ورته څیرې او دوی به پکې ډوب کړو او یا به پرې له پاسه څه ټوټې راوغورځوو. په رښتیا چې په دې کې د هغه چا لپاره چې الله ته رجوع کوي خورا لویه نښانه ده.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا دَاوٗدَ مِنَّا فَضْلًا ؕ— یٰجِبَالُ اَوِّبِیْ مَعَهٗ وَالطَّیْرَ ۚ— وَاَلَنَّا لَهُ الْحَدِیْدَ ۟ۙ
او مونږ داود ته له خپل لورې پوره غوره والی ورکړی، او غرونو ته مو ویلي وو چې ای غرونو! له هغه سره یو ځای تسبیح وواې. او مارغانو ته مو هم همدا ډول وینا کړې وه او هم مو اوسپنه ورته نرمه او پسته کړې وه.
عربي تفسیرونه:
اَنِ اعْمَلْ سٰبِغٰتٍ وَّقَدِّرْ فِی السَّرْدِ وَاعْمَلُوْا صَالِحًا ؕ— اِنِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
او ورته ویلي وو چې زغرې جوړ وه خو د کړیو او وښیو پیوند يې په ښه ځیرکتیا اندازه کوه. ای د داود کورنۍ! ښې کړنې خپلې کړئ. زه ستاسې ټولې کړنې وینم.
عربي تفسیرونه:
وَلِسُلَیْمٰنَ الرِّیْحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَّرَوَاحُهَا شَهْرٌ ۚ— وَاَسَلْنَا لَهٗ عَیْنَ الْقِطْرِ ؕ— وَمِنَ الْجِنِّ مَنْ یَّعْمَلُ بَیْنَ یَدَیْهِ بِاِذْنِ رَبِّهٖ ؕ— وَمَنْ یَّزِغْ مِنْهُمْ عَنْ اَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِیْرِ ۟
او مونږ سلیمان ته هغه باد تابع کړی و چې د یو سهار الوتل به يې د یوې میاشتې د تګ په اندازه او د یو ماښام الوتل به يې هم د یوې میاشتې د تګ په اندازه و، د ویلي شوو مسو چینه مو ورته بیولې وه. او ځینې پیریان مو هم د هغه تابع کړي وو چې د پروردګار په حکم يي د هغه په وړاندې کار کاو. هر پیری چې زمونږ له حکم نه سر وغړوي نو د سوزوونکي عذاب خوند به وروڅکو.
عربي تفسیرونه:
یَعْمَلُوْنَ لَهٗ مَا یَشَآءُ مِنْ مَّحَارِیْبَ وَتَمَاثِیْلَ وَجِفَانٍ كَالْجَوَابِ وَقُدُوْرٍ رّٰسِیٰتٍ ؕ— اِعْمَلُوْۤا اٰلَ دَاوٗدَ شُكْرًا ؕ— وَقَلِیْلٌ مِّنْ عِبَادِیَ الشَّكُوْرُ ۟
هغوی به د سلیمان د خوښې په رڼا کې لوړې ماڼۍ، ډول ډول عکسونه،، د تالاوونو په شان لوی لګنونه او له خپله ځایه نه خوځيدونکي درانه دیګونه جوړول. ای د داود کورنۍ شکر پر ځای کړئ. زما ډير لږ بندګان شکر کوونکي دي.
عربي تفسیرونه:
فَلَمَّا قَضَیْنَا عَلَیْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلٰی مَوْتِهٖۤ اِلَّا دَآبَّةُ الْاَرْضِ تَاْكُلُ مِنْسَاَتَهٗ ۚ— فَلَمَّا خَرَّ تَبَیَّنَتِ الْجِنُّ اَنْ لَّوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ الْغَیْبَ مَا لَبِثُوْا فِی الْعَذَابِ الْمُهِیْنِ ۟
نو کله چې مونږ د هغه د مړینې پریکړه وکړه نو پرته له یوې ویانې چې د هغه امسا خوړله بل هیڅ شی د سلیمان د مرګ نه خبر نه کړل. کله چې سلیمان پړمخ وغورځید نو پیریانو ته څرګنده شوه چې که دوی په پټو پوهیدای نو به سپکوونکي عذاب کې به يې دومره اوږد وخت نه و تیر کړی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: سبا
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول