Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: سبا   آیت:
وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهٗۤ اِلَّا لِمَنْ اَذِنَ لَهٗ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا فُزِّعَ عَنْ قُلُوْبِهِمْ قَالُوْا مَاذَا ۙ— قَالَ رَبُّكُمْ ؕ— قَالُوا الْحَقَّ ۚ— وَهُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ ۟
د الله په وړاندې هیڅ سپارښت ګټور نه دی خو یوازې د هغه چا سپارښت اوریدل کیږي چې الله ورته اجازه کړې وي. ان تر هغو چې د هغوی له زړونو ډار پورته شي نو په خپلو مینځونو کې به سره ووايې: رب مو څه وفرمایل؟ سره به ووایې چې حق يې وفرمایلي او هغه له هر څه پورته او لوی دی.
عربي تفسیرونه:
قُلْ مَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قُلِ اللّٰهُ ۙ— وَاِنَّاۤ اَوْ اِیَّاكُمْ لَعَلٰی هُدًی اَوْ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
ای محمده! خلکو ته ووایه: تاسې ته څوک له اسمانونو او ځمکې نه روزي درکوي؟ ورته ووایه یو الله. دا خبره له شک نه وتلې ده چې په مونږ او تاسې کې به یو لورې په سمه لار او یا په ښکاره بې لارۍ اخته وي.
عربي تفسیرونه:
قُلْ لَّا تُسْـَٔلُوْنَ عَمَّاۤ اَجْرَمْنَا وَلَا نُسْـَٔلُ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
ورته ووایه چې نه به تاسې زمونږ د کړو ګناهونو په هکله وپوښتل شئ او نه به مونږ ستاسې له کړنو وپوښتنل شو.
عربي تفسیرونه:
قُلْ یَجْمَعُ بَیْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ یَفْتَحُ بَیْنَنَا بِالْحَقِّ ؕ— وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِیْمُ ۟
ووایه چې: زمونږ رب به مونږ او تاسې راټول او بیا به مو په مینځ کې حق پریکړه وکړي. او هغه ښې پریکړې کوي او په هر څه پوه دی.
عربي تفسیرونه:
قُلْ اَرُوْنِیَ الَّذِیْنَ اَلْحَقْتُمْ بِهٖ شُرَكَآءَ كَلَّا ؕ— بَلْ هُوَ اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
ای محمده! ووایه چې : هغه معبودان مو ما ته راوښايې چې تاسې يي له الله سره شریکوئ؟ نه: هیڅکله هغه شریک نه لري بلکې الله پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا كَآفَّةً لِّلنَّاسِ بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او ای محمده! ته مونږ ټولو خلکوته زیری ورکوونکی او ډاروونکی لیږلی يې خو ډیر خلک نه پوهیږي.
عربي تفسیرونه:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او هغوی وايې چې که تاسې رښتیني یاست نو د قیامت د راتلو وعده به کله پوره کیږي؟
عربي تفسیرونه:
قُلْ لَّكُمْ مِّیْعَادُ یَوْمٍ لَّا تَسْتَاْخِرُوْنَ عَنْهُ سَاعَةً وَّلَا تَسْتَقْدِمُوْنَ ۟۠
ورته ووایه: له تاسې سره د داسې یوې ورځې د راتګ ژمنه ده چې نه به تاسې یوه لحظه له هغې وروسته او نه به ترې وړاندې شئ.
عربي تفسیرونه:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ بِهٰذَا الْقُرْاٰنِ وَلَا بِالَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ ؕ— وَلَوْ تَرٰۤی اِذِ الظّٰلِمُوْنَ مَوْقُوْفُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۖۚ— یَرْجِعُ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضِ ١لْقَوْلَ ۚ— یَقُوْلُ الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا لَوْلَاۤ اَنْتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِیْنَ ۟
او کافران وايې چې مونږ به هیڅکله په قران او هغو کتابونو چې له ده نه وړاندې نازل شوي ایمان را نه وړوـ څه ښه به و چې تا هغه صحنه لیدلې وای چې کله ظالمان د خپل رب په وړاندې ولاړ او یو له بل سره ناندرۍ وهي ـ بې وسې کړي شوي خلک به تکبر او غرور خپلوونکو ته ووايي: که تاسې نه وای نو مونږ به هرو، مرو مؤمنان وو.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: سبا
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول