Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: فاطر   آیت:
هُوَ الَّذِیْ جَعَلَكُمْ خَلٰٓىِٕفَ فِی الْاَرْضِ ؕ— فَمَنْ كَفَرَ فَعَلَیْهِ كُفْرُهٗ ؕ— وَلَا یَزِیْدُ الْكٰفِرِیْنَ كُفْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ اِلَّا مَقْتًا ۚ— وَلَا یَزِیْدُ الْكٰفِرِیْنَ كُفْرُهُمْ اِلَّا خَسَارًا ۟
او هغه دی چې تاسې يې په ځمکه کې خلیفه ګان ګرځولي يې. نو څوک چې کافر شو، کفر يې د خپلې غاړې دی او کافرانو ته د هغوی کفر د الله له قهر او غضب نه پرته بل څه نه شي دیرولای. او هو! کافرانو ته د هغوی کفر پرته له تاوان نه بل څه نشي ډیرولای.
عربي تفسیرونه:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ شُرَكَآءَكُمُ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— اَرُوْنِیْ مَاذَا خَلَقُوْا مِنَ الْاَرْضِ اَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِی السَّمٰوٰتِ ۚ— اَمْ اٰتَیْنٰهُمْ كِتٰبًا فَهُمْ عَلٰی بَیِّنَتٍ مِّنْهُ ۚ— بَلْ اِنْ یَّعِدُ الظّٰلِمُوْنَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا اِلَّا غُرُوْرًا ۟
ای محمده! مشرکانو ته ووایه چې ستاسې د هغو شریکانو په هکله چې تاسې يې پرته له الله نه رابلئ ما پوه کړئ چې ایا په ځمکه کې يي څه پيدا کړي دي؟ او یا يې په اسمانونو کې څه ونډه شته؟ او یا هغوی ته مونږ کوم کتاب ورکړی دی چې د هغه په رڼا کې د خپل شرک لپاره څرګند دلیل وښايي؟ نه دا یو هم نشته خو ظالمان یو بل ته د غولونې وعدې ورکوي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ اللّٰهَ یُمْسِكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ اَنْ تَزُوْلَا ۚ۬— وَلَىِٕنْ زَالَتَاۤ اِنْ اَمْسَكَهُمَا مِنْ اَحَدٍ مِّنْ بَعْدِهٖ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ حَلِیْمًا غَفُوْرًا ۟
بې له شکه الله پاک اسمانونه او ځمکه له بې ځایه کیدلو څخه ژغوري. او قسم دی که چیرې دواړه بې ځایه شول نو پرته له الله يي بل هیڅوک نه شي ژغورلی. په رښتیا چې هغه ډیر زغمونکی او ښه بښونکی دی.
عربي تفسیرونه:
وَاَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ لَىِٕنْ جَآءَهُمْ نَذِیْرٌ لَّیَكُوْنُنَّ اَهْدٰی مِنْ اِحْدَی الْاُمَمِ ۚ— فَلَمَّا جَآءَهُمْ نَذِیْرٌ مَّا زَادَهُمْ اِلَّا نُفُوْرَا ۟ۙ
د مکې مشرکانو خورا پاخه قسمونه خوړل چې قسم دی که چیرې ورته ډارروونکی راشي نو له بل هر امت نه به زیات په سمه لار وي. خو چې کله ورته ډاروونکی راغی نو راتللو يې پرته له تیښتې بل څه ور زیات نه کړل.
عربي تفسیرونه:
١سْتِكْبَارًا فِی الْاَرْضِ وَمَكْرَ السَّیِّئ ؕ— وَلَا یَحِیْقُ الْمَكْرُ السَّیِّئُ اِلَّا بِاَهْلِهٖ ؕ— فَهَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا سُنَّتَ الْاَوَّلِیْنَ ۚ— فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّٰهِ تَبْدِیْلًا ۚ۬— وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّٰهِ تَحْوِیْلًا ۟
په ځمکه کې يې د لويې غوښتلو او د بدو چلونو او دوکو لپاره هلې ځلې وکړي په داسې حال کې چې بدجلونه او دوکي بالاخره د دوکه باز د غاړې هار شي. نو ایا پرته له دې د څه انتظار کوي چې هغه څه ورسره وشي چې له پخوانیو خلکو سره شوي وو؟ نو که داسې ده نو د الله په راروانه کړنه کې به هیڅکله بدلون ونه مومې او نه به دا ووینې چې د الله دکړنې مخه دې په بل لور واووښتل شي.
عربي تفسیرونه:
اَوَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَكَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً ؕ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُعْجِزَهٗ مِنْ شَیْءٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَلِیْمًا قَدِیْرًا ۟
او ایا هغوی په ځمکه کې نه دي ګرځیدلي چې وګوري چې د پخوانیو خلکو پای څه شوه؟ سره له دې چې هغوی ترې پیاوړي هم وو. او د اسمانونو او ځمکې د هیڅ شي په توان نه ده چې الله بې وسې کړي بې له شکه چې الله پر هر څه پوه او دهر څه توان لري.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: فاطر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول