Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: فاطر   آیت:

فاطر

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ جَاعِلِ الْمَلٰٓىِٕكَةِ رُسُلًا اُولِیْۤ اَجْنِحَةٍ مَّثْنٰی وَثُلٰثَ وَرُبٰعَ ؕ— یَزِیْدُ فِی الْخَلْقِ مَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
د ټولو ستاینو وړ یوازې هغه الله دی چې د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی او د دوه، دوه، درې، درې او څلورو، څلورو وزرونو والا ملایکو رالیږونکی دی. الله د خپلې خوښې په رڼا کې په پیدایښت کې نور هم ډیروالی کوي. بې شکه چې هغه پر هر څه پیاوړی دی.
عربي تفسیرونه:
مَا یَفْتَحِ اللّٰهُ لِلنَّاسِ مِنْ رَّحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا ۚ— وَمَا یُمْسِكْ ۙ— فَلَا مُرْسِلَ لَهٗ مِنْ بَعْدِهٖ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
د کوم رحمت دروازه چې پر خلکو خلاصه کړي نو بیا يې بندوونکي نشته. او هغه لورینه چې بنده کړي نو له هغه پرته يي بل لیږونکی نشته. او هغه پر هر څه برلاسی او حکمت والا دی.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ ؕ— هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَیْرُ اللّٰهِ یَرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؗ— فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ ۟
ای خلکو! پر خپلو ځانونو د الله لورینې رایادی کړئ. ایا پرته له الله بل پیداکوونکی شته چې له اسمان او ځمکې نه تاسې ته روزي درکوي؟ پرته له یو الله بل هیڅ خدای نشته نو تاسې په کوم لور اړول کیږئ؟
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: فاطر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول