د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

سبا

external-link copy
1 : 34

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِی الْاٰخِرَةِ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟

ټولې ستاینې هغه الله ته دي چې د اسمانونو او ځمکې د هر څه څښتن دی او د اخرت ستاینې هم یوازې هغه ته دي. د حکمت والا او له هر څه نه خبر دی. info
التفاسير: |

external-link copy
2 : 34

یَعْلَمُ مَا یَلِجُ فِی الْاَرْضِ وَمَا یَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا یَنْزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَمَا یَعْرُجُ فِیْهَا ؕ— وَهُوَ الرَّحِیْمُ الْغَفُوْرُ ۟

هغه ټول ورته ښه معلوم دي چې په ځمکه کې ننووځي یا ترې راووځي او هغه هم ورته معلوم دي چې له سمان څخه راښکته کیږي او یا پورته ورخیژي. خورا مهربان او بښونکی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
3 : 34

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَاْتِیْنَا السَّاعَةُ ؕ— قُلْ بَلٰی وَرَبِّیْ لَتَاْتِیَنَّكُمْ ۙ— عٰلِمِ الْغَیْبِ ۚ— لَا یَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ وَلَاۤ اَصْغَرُ مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْبَرُ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

کافران وايې چې هيڅکله به قیامت پر مونږ رانه شي. ای محمده! ورته ووایه چې نه . داسې نه ده. قسم زما په پټو عالم رب چې هغه به خامخا پر تاسې راشي. د اسمانونو او ځمکې هیڅ کوچنۍ ذره ترې نه شی ورکیدای. او له ذرې نه کوچنی او غټ ټول څیزونه په یوه روښانه لیکنه کې ښکل شوي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
4 : 34

لِّیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟

(قیامت به خامخا راځي) تر څو الله مؤمنانو او نیک عملو ته ښه بدله ورکړي. بښنه او ښه روزي هم د همدغو خلکو په برخه ده. info
التفاسير: |

external-link copy
5 : 34

وَالَّذِیْنَ سَعَوْ فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِّنْ رِّجْزٍ اَلِیْمٌ ۟

او کومو کسانو چې زمونږ په ایتونو کې زمونږ د بي وسې کولو هڅه کړې ده. د هغوی لپاره خورا بد او دردناک عذاب دی. info
التفاسير: |

external-link copy
6 : 34

وَیَرَی الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ هُوَ الْحَقَّ ۙ— وَیَهْدِیْۤ اِلٰی صِرَاطِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟

او هغو کسانو ته چې پوهه ورکړای شوې ده، په رډو سترګو ویني چې یوازینی حق همدغه کتاب دی چې تاته درکړای شوی دی او دبرلاسي او ستایلي شوي ذات د لارې په لور ښوونه کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
7 : 34

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ یُّنَبِّئُكُمْ اِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ۙ— اِنَّكُمْ لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟ۚ

او کافران وايې: ایا مونږ یو داسې سړی درونه ښایو چې وايې کله چې هم تاسې ټوټه ټوټه او بڅري، بڅري کړای شئ بیا به له نوي سره پیدا شئ.؟ info
التفاسير: |

external-link copy
8 : 34

اَفْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَمْ بِهٖ جِنَّةٌ ؕ— بَلِ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ فِی الْعَذَابِ وَالضَّلٰلِ الْبَعِیْدِ ۟

نو پوهیږو چې دا سړی له ځانه پر الله درواغ تړي؟ او که لیونی شوی دی؟ نه ! نه يي درواغ تړلي او نه لیونی شوی دی بلکې هغه کسان چې په اخرت ایمان نه راوړي په عذاب به اخته او همغوی په خورا لرې بې لارۍ کې پریوتي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
9 : 34

اَفَلَمْ یَرَوْا اِلٰی مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنْ نَّشَاْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْاَرْضَ اَوْ نُسْقِطْ عَلَیْهِمْ كِسَفًا مِّنَ السَّمَآءِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّكُلِّ عَبْدٍ مُّنِیْبٍ ۟۠

ایا هغه اسمان او ځمکه يي نه دي لیدلي چې له وړاندې او وروستو يې راچاپیر شوي دي؟ که مونږ وغواړو ځمکه به ورته څیرې او دوی به پکې ډوب کړو او یا به پرې له پاسه څه ټوټې راوغورځوو. په رښتیا چې په دې کې د هغه چا لپاره چې الله ته رجوع کوي خورا لویه نښانه ده. info
التفاسير: |

external-link copy
10 : 34

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا دَاوٗدَ مِنَّا فَضْلًا ؕ— یٰجِبَالُ اَوِّبِیْ مَعَهٗ وَالطَّیْرَ ۚ— وَاَلَنَّا لَهُ الْحَدِیْدَ ۟ۙ

او مونږ داود ته له خپل لورې پوره غوره والی ورکړی، او غرونو ته مو ویلي وو چې ای غرونو! له هغه سره یو ځای تسبیح وواې. او مارغانو ته مو هم همدا ډول وینا کړې وه او هم مو اوسپنه ورته نرمه او پسته کړې وه. info
التفاسير: |

external-link copy
11 : 34

اَنِ اعْمَلْ سٰبِغٰتٍ وَّقَدِّرْ فِی السَّرْدِ وَاعْمَلُوْا صَالِحًا ؕ— اِنِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟

او ورته ویلي وو چې زغرې جوړ وه خو د کړیو او وښیو پیوند يې په ښه ځیرکتیا اندازه کوه. ای د داود کورنۍ! ښې کړنې خپلې کړئ. زه ستاسې ټولې کړنې وینم. info
التفاسير: |

external-link copy
12 : 34

وَلِسُلَیْمٰنَ الرِّیْحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَّرَوَاحُهَا شَهْرٌ ۚ— وَاَسَلْنَا لَهٗ عَیْنَ الْقِطْرِ ؕ— وَمِنَ الْجِنِّ مَنْ یَّعْمَلُ بَیْنَ یَدَیْهِ بِاِذْنِ رَبِّهٖ ؕ— وَمَنْ یَّزِغْ مِنْهُمْ عَنْ اَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِیْرِ ۟

او مونږ سلیمان ته هغه باد تابع کړی و چې د یو سهار الوتل به يې د یوې میاشتې د تګ په اندازه او د یو ماښام الوتل به يې هم د یوې میاشتې د تګ په اندازه و، د ویلي شوو مسو چینه مو ورته بیولې وه. او ځینې پیریان مو هم د هغه تابع کړي وو چې د پروردګار په حکم يي د هغه په وړاندې کار کاو. هر پیری چې زمونږ له حکم نه سر وغړوي نو د سوزوونکي عذاب خوند به وروڅکو. info
التفاسير: |

external-link copy
13 : 34

یَعْمَلُوْنَ لَهٗ مَا یَشَآءُ مِنْ مَّحَارِیْبَ وَتَمَاثِیْلَ وَجِفَانٍ كَالْجَوَابِ وَقُدُوْرٍ رّٰسِیٰتٍ ؕ— اِعْمَلُوْۤا اٰلَ دَاوٗدَ شُكْرًا ؕ— وَقَلِیْلٌ مِّنْ عِبَادِیَ الشَّكُوْرُ ۟

هغوی به د سلیمان د خوښې په رڼا کې لوړې ماڼۍ، ډول ډول عکسونه،، د تالاوونو په شان لوی لګنونه او له خپله ځایه نه خوځيدونکي درانه دیګونه جوړول. ای د داود کورنۍ شکر پر ځای کړئ. زما ډير لږ بندګان شکر کوونکي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
14 : 34

فَلَمَّا قَضَیْنَا عَلَیْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلٰی مَوْتِهٖۤ اِلَّا دَآبَّةُ الْاَرْضِ تَاْكُلُ مِنْسَاَتَهٗ ۚ— فَلَمَّا خَرَّ تَبَیَّنَتِ الْجِنُّ اَنْ لَّوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ الْغَیْبَ مَا لَبِثُوْا فِی الْعَذَابِ الْمُهِیْنِ ۟

نو کله چې مونږ د هغه د مړینې پریکړه وکړه نو پرته له یوې ویانې چې د هغه امسا خوړله بل هیڅ شی د سلیمان د مرګ نه خبر نه کړل. کله چې سلیمان پړمخ وغورځید نو پیریانو ته څرګنده شوه چې که دوی په پټو پوهیدای نو به سپکوونکي عذاب کې به يې دومره اوږد وخت نه و تیر کړی. info
التفاسير: |

external-link copy
15 : 34

لَقَدْ كَانَ لِسَبَاٍ فِیْ مَسْكَنِهِمْ اٰیَةٌ ۚ— جَنَّتٰنِ عَنْ یَّمِیْنٍ وَّشِمَالٍ ؕ۬— كُلُوْا مِنْ رِّزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوْا لَهٗ ؕ— بَلْدَةٌ طَیِّبَةٌ وَّرَبٌّ غَفُوْرٌ ۟

د سبا د خلکو لپاره د هغوی په خپل استوګنځي کې لویه نښه موجوده وه.ښې او کیڼ لور ته دوه باغونه دي. د خپل رب روزي خورئ او شکر يې پر ځای کوئ. ځکه چې هیواد مو سپیڅلی او رب مو ډیر بښونکی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
16 : 34

فَاَعْرَضُوْا فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ سَیْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنٰهُمْ بِجَنَّتَیْهِمْ جَنَّتَیْنِ ذَوَاتَیْ اُكُلٍ خَمْطٍ وَّاَثْلٍ وَّشَیْءٍ مِّنْ سِدْرٍ قَلِیْلٍ ۟

خو هغوی مخ واړاو، مونږ پرې بند نړوونکی[۷] سیلاب راووست، او د پخوانیو دوه ښکلو باغو پر ځای مو دوه نور باغونه ورکړل[۸] چې بې خونده تروې میوې د ځنګلي غزوني، او ګوته په شمار بیرې پکې وی. info

[۷] هغه سیلاب چې د بند له نړیدلو بر هغوی راغلی و( فتح القدیر او تفهیم القران).
[۸] جوړ باغونه يي له مینځه ولاړل او د سیلابونو له کبله په دښتو کې ځنګلونه رازرغون شول( فتح القدیر او تفهیم القران).

التفاسير: |

external-link copy
17 : 34

ذٰلِكَ جَزَیْنٰهُمْ بِمَا كَفَرُوْا ؕ— وَهَلْ نُجٰزِیْۤ اِلَّا الْكَفُوْرَ ۟

دا يې د کفر بدل و چې مونږ ورکړ. او دا وړ بدل مونږ پرته له ناشکرانو بل هیچا ته نه ورکوو. info
التفاسير: |

external-link copy
18 : 34

وَجَعَلْنَا بَیْنَهُمْ وَبَیْنَ الْقُرَی الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا قُرًی ظَاهِرَةً وَّقَدَّرْنَا فِیْهَا السَّیْرَ ؕ— سِیْرُوْا فِیْهَا لَیَالِیَ وَاَیَّامًا اٰمِنِیْنَ ۟

او مونږ د دوی او هغو کلیو ترمینځ چې مونږ پکې برکت اچولی و[۹] نور ښکاره کلي میشته کړي وو او د هغوی ترمینځ سفر مو په اندازه کړی و او لورینه مې پرې کړې وه چې ددې ښارونو په مینځ کې د شپې او ورځې ښه په ډاډه زړه سفر کوي. info

[۹] دا د بل نعمت یادونه ده: دوی په یمن کې وو او برکت نا ښارونه له شام او فلسطین څخه عبارت وو او تر هغه ځایه ټوله لار اباده وه( فتح القدیر).

التفاسير: |

external-link copy
19 : 34

فَقَالُوْا رَبَّنَا بٰعِدْ بَیْنَ اَسْفَارِنَا وَظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ وَمَزَّقْنٰهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟

خو هغوی وویل: ای زمونږ ربه! زمونږ سفرونه او دمه ځایونه سره لرې کړه. په خپلو ځانونو يي تیری وکړ نو هغه و چې مونږ د تاریخ کیسه وګرځول او پوره مو تیت او پرک[۱۰] کړل ـ په رښتیا چې په دې کار کې د هر صبر کوونکي او شکر کوونکي لپاره لوی نښانې دي. info

[۱۰] سیلاب پرې راغي. وطن يي وران ویجاړ شو او دوی د ځمکې په مخ خوار واره شول: مصر، نجد، مدینې او نورو ځایونو ته ولاړل( فتح القدیر د امام الشوکاني).

التفاسير: |

external-link copy
20 : 34

وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَیْهِمْ اِبْلِیْسُ ظَنَّهٗ فَاتَّبَعُوْهُ اِلَّا فَرِیْقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

د دوی په هکله د ابلیس ګومان[۱۱] رښتینی شو چې پرته له لږو مؤمنو بنده ګانو نورو ټولو د هغه مننه وکړه. info

[۱۱] ابلیس د رټل کیدلو په وخت ویلي وو( زه به پرته له مخلصو بنده ګانو ټول بې لارې کړمة (سورة الحجر۳۹-۴۰ ایتونه).

التفاسير: |

external-link copy
21 : 34

وَمَا كَانَ لَهٗ عَلَیْهِمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ اِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ یُّؤْمِنُ بِالْاٰخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِیْ شَكٍّ ؕ— وَرَبُّكَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ حَفِیْظٌ ۟۠

ابلیس پر هغوی زور نه درلود، خو مونږ دا وړ ځکه وکړل چې په اخرت ایمان لرونکي له هغو نه جلاء کړو چې د اخرت په هکله شکمن دي. او ستا رب د هر څه ښه څارونکی او ښه ساتونکی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
22 : 34

قُلِ ادْعُوا الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ ۚ— لَا یَمْلِكُوْنَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِیْهِمَا مِنْ شِرْكٍ وَّمَا لَهٗ مِنْهُمْ مِّنْ ظَهِیْرٍ ۟

ای محمده! خلکو ته ووایه چې خپل هغه معبودان راوبلئ چې تاسې يي پرته له الله نه خدایان ګڼئ! نه په اسمانونو او نه په ځمکه کې د یوې ذرې په اندازه واک لري. او نه له الله سره په ځمکه او اسمانونو کې څه برخه او نه يې کوم یو د الله ملاتړی او مرستندوۍ دی. info
التفاسير: |

external-link copy
23 : 34

وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهٗۤ اِلَّا لِمَنْ اَذِنَ لَهٗ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا فُزِّعَ عَنْ قُلُوْبِهِمْ قَالُوْا مَاذَا ۙ— قَالَ رَبُّكُمْ ؕ— قَالُوا الْحَقَّ ۚ— وَهُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ ۟

د الله په وړاندې هیڅ سپارښت ګټور نه دی خو یوازې د هغه چا سپارښت اوریدل کیږي چې الله ورته اجازه کړې وي. ان تر هغو چې د هغوی له زړونو ډار پورته شي نو په خپلو مینځونو کې به سره ووايې: رب مو څه وفرمایل؟ سره به ووایې چې حق يې وفرمایلي او هغه له هر څه پورته او لوی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
24 : 34

قُلْ مَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قُلِ اللّٰهُ ۙ— وَاِنَّاۤ اَوْ اِیَّاكُمْ لَعَلٰی هُدًی اَوْ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

ای محمده! خلکو ته ووایه: تاسې ته څوک له اسمانونو او ځمکې نه روزي درکوي؟ ورته ووایه یو الله. دا خبره له شک نه وتلې ده چې په مونږ او تاسې کې به یو لورې په سمه لار او یا په ښکاره بې لارۍ اخته وي. info
التفاسير: |

external-link copy
25 : 34

قُلْ لَّا تُسْـَٔلُوْنَ عَمَّاۤ اَجْرَمْنَا وَلَا نُسْـَٔلُ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟

ورته ووایه چې نه به تاسې زمونږ د کړو ګناهونو په هکله وپوښتل شئ او نه به مونږ ستاسې له کړنو وپوښتنل شو. info
التفاسير: |

external-link copy
26 : 34

قُلْ یَجْمَعُ بَیْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ یَفْتَحُ بَیْنَنَا بِالْحَقِّ ؕ— وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِیْمُ ۟

ووایه چې: زمونږ رب به مونږ او تاسې راټول او بیا به مو په مینځ کې حق پریکړه وکړي. او هغه ښې پریکړې کوي او په هر څه پوه دی. info
التفاسير: |

external-link copy
27 : 34

قُلْ اَرُوْنِیَ الَّذِیْنَ اَلْحَقْتُمْ بِهٖ شُرَكَآءَ كَلَّا ؕ— بَلْ هُوَ اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

ای محمده! ووایه چې : هغه معبودان مو ما ته راوښايې چې تاسې يي له الله سره شریکوئ؟ نه: هیڅکله هغه شریک نه لري بلکې الله پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی. info
التفاسير: |

external-link copy
28 : 34

وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا كَآفَّةً لِّلنَّاسِ بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

او ای محمده! ته مونږ ټولو خلکوته زیری ورکوونکی او ډاروونکی لیږلی يې خو ډیر خلک نه پوهیږي. info
التفاسير: |

external-link copy
29 : 34

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او هغوی وايې چې که تاسې رښتیني یاست نو د قیامت د راتلو وعده به کله پوره کیږي؟ info
التفاسير: |

external-link copy
30 : 34

قُلْ لَّكُمْ مِّیْعَادُ یَوْمٍ لَّا تَسْتَاْخِرُوْنَ عَنْهُ سَاعَةً وَّلَا تَسْتَقْدِمُوْنَ ۟۠

ورته ووایه: له تاسې سره د داسې یوې ورځې د راتګ ژمنه ده چې نه به تاسې یوه لحظه له هغې وروسته او نه به ترې وړاندې شئ. info
التفاسير: |

external-link copy
31 : 34

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ بِهٰذَا الْقُرْاٰنِ وَلَا بِالَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ ؕ— وَلَوْ تَرٰۤی اِذِ الظّٰلِمُوْنَ مَوْقُوْفُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۖۚ— یَرْجِعُ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضِ ١لْقَوْلَ ۚ— یَقُوْلُ الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا لَوْلَاۤ اَنْتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِیْنَ ۟

او کافران وايې چې مونږ به هیڅکله په قران او هغو کتابونو چې له ده نه وړاندې نازل شوي ایمان را نه وړوـ څه ښه به و چې تا هغه صحنه لیدلې وای چې کله ظالمان د خپل رب په وړاندې ولاړ او یو له بل سره ناندرۍ وهي ـ بې وسې کړي شوي خلک به تکبر او غرور خپلوونکو ته ووايي: که تاسې نه وای نو مونږ به هرو، مرو مؤمنان وو. info
التفاسير: |

external-link copy
32 : 34

قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْۤا اَنَحْنُ صَدَدْنٰكُمْ عَنِ الْهُدٰی بَعْدَ اِذْ جَآءَكُمْ بَلْ كُنْتُمْ مُّجْرِمِیْنَ ۟

تکبر او غرور خپلوونکي به بې وسې کړو شوو خلکو ته ځواب ورکړي چې : ایا مونږ تاسې له هغه هدایت نه منع کړي واست چې تاسې ته راغلی و؟ نه: هیڅکله نه: بلکې تاسې په خپله ورانکاري واست. info
التفاسير: |

external-link copy
33 : 34

وَقَالَ الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا بَلْ مَكْرُ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ اِذْ تَاْمُرُوْنَنَاۤ اَنْ نَّكْفُرَ بِاللّٰهِ وَنَجْعَلَ لَهٗۤ اَنْدَادًا ؕ— وَاَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ ؕ— وَجَعَلْنَا الْاَغْلٰلَ فِیْۤ اَعْنَاقِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— هَلْ یُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

بې وسې کړي شوي خلک به لويې او غرور خپلوونکو ته بیا ووايې: نه : بلکې تاسو هغو هلو ځلو مونږ بې لارې کړو چې شپه او ورځ به مو مونږ هڅولو چې له الله نه منکر شو او له هغه سره شریکان ونیسو. د عذاب په لیدلو سره جوخت به ټول په زړونو کې پښیمانه شي او مونږ به د کافرانو په غاړه کې ځنځیرونه ور واچوو. او ایا پرته له دې چې د خپلو کړنو بدل يې ولید بله جزاء ورکړای شوې ده؟ info
التفاسير: |

external-link copy
34 : 34

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّذِیْرٍ اِلَّا قَالَ مُتْرَفُوْهَاۤ اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟

او مونږ چې کله هم کوم کلي ته ډاروونکی لیږلی نو خپل سرو مشرانو يي ورته ویلي چې مونږ ستاسې پیغام منلو ته تیار نه یو. info
التفاسير: |

external-link copy
35 : 34

وَقَالُوْا نَحْنُ اَكْثَرُ اَمْوَالًا وَّاَوْلَادًا ۙ— وَّمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟

او ویلي يې دي چې: زمونږ مالونه او اولادونه هم له تاسو نه ډیر او زمونږ سزا موندونکي نه یو. info
التفاسير: |

external-link copy
36 : 34

قُلْ اِنَّ رَبِّیْ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠

ای پیغمبره! ووایه زما د رب چې چاته خوښه شي نو پراخه روزي ورکوي او چې چاته يې خوښه شي پرې تنګوي يې. خو ډیر خلک په دې خبره نه پوهیږي. info
التفاسير: |

external-link copy
37 : 34

وَمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُكُمْ بِالَّتِیْ تُقَرِّبُكُمْ عِنْدَنَا زُلْفٰۤی اِلَّا مَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ؗ— فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ جَزَآءُ الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوْا وَهُمْ فِی الْغُرُفٰتِ اٰمِنُوْنَ ۟

او ستاسې مالونه او ستاسې اولادونه مو ما ته نشي نژدې کولای. هو! چا چې ایمان راوړی او نیکه کړنه يې خپله کړې نو هغوی ته د خپلو اعمالو دوه برابر بدل دی او د جنت په لویو او دنګو ماڼیو کې به ډاډمن اوسیږي. info
التفاسير: |

external-link copy
38 : 34

وَالَّذِیْنَ یَسْعَوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ فِی الْعَذَابِ مُحْضَرُوْنَ ۟

او کوم کسان چې زمونږ ایتونو کې زمونږ د بې وسې کولو هڅې کوي په عذاب کې به نیغ ولاړ وي. info
التفاسير: |

external-link copy
39 : 34

قُلْ اِنَّ رَبِّیْ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَیَقْدِرُ لَهٗ ؕ— وَمَاۤ اَنْفَقْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَهُوَ یُخْلِفُهٗ ۚ— وَهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟

او ای پیغمبره! ووایه چې زما رب د خپلې خوښې په رڼا کې خپلو ځینو بنده ګانو ته روزي پراخوي او پر ځینو يي تنګوي. او چې د الله په لار کې هر څه ولګوئ نو همغه يې بیرته بدل درکوي. الله تر هر چا ښه روزي ورکوونکی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
40 : 34

وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا ثُمَّ یَقُوْلُ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اَهٰۤؤُلَآءِ اِیَّاكُمْ كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ ۟

او هغه ورځ یاده لرئ چې: الله به ټول خلک یو ځای او بیا به ملایکو ته ووایې: ایا دغو خلکو ستاسې بنده ګي کوله؟ info
التفاسير: |

external-link copy
41 : 34

قَالُوْا سُبْحٰنَكَ اَنْتَ وَلِیُّنَا مِنْ دُوْنِهِمْ ۚ— بَلْ كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ الْجِنَّ ۚ— اَكْثَرُهُمْ بِهِمْ مُّؤْمِنُوْنَ ۟

ملایکي به ووایې: ته پاک يې، زمونږ مولا یوازې ته ېي اوبس. دوی زمونږ بندګي نه بلکې د پیریانو او شیطانانو بندګي کوله. او ډیرو يې پرې ایمان راوړی و. info
التفاسير: |

external-link copy
42 : 34

فَالْیَوْمَ لَا یَمْلِكُ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ نَّفْعًا وَّلَا ضَرًّا ؕ— وَنَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ذُوْقُوْا عَذَابَ النَّارِ الَّتِیْ كُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ ۟

نن ورځ ستاسې یو هم بل ته نه ګټه رسولای شي او نه تاوان. او مونږ به ظالمانو ته ووایو: اوس د هغه ارو عذاب وڅکئ چې تاسې به درواغ ګاڼه. info
التفاسير: |

external-link copy
43 : 34

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالُوْا مَا هٰذَاۤ اِلَّا رَجُلٌ یُّرِیْدُ اَنْ یَّصُدَّكُمْ عَمَّا كَانَ یَعْبُدُ اٰبَآؤُكُمْ ۚ— وَقَالُوْا مَا هٰذَاۤ اِلَّاۤ اِفْكٌ مُّفْتَرًی ؕ— وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ ۙ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

او چې کله به هم زمونږ روښانه ایاتونه پرې لوستل کیدل نو یول به يې چې : دا سړی پرته له دې بل هیڅ دنده نه لري چې: بډی يې وهلي دي چې تاسې له هغو خدایانو نه واړوي چې ستاسې پلار، نیکه يي عبادت کاوو. او هم يې ویل: دا قران پرته له جوړو شوو درواغو بل څه نه دی. او چې کافرانو ته کله هم حق راغلی نو ویلي يې دي چې دا حق نه بلکې ښکاره کوډې او جادو دی. info
التفاسير: |

external-link copy
44 : 34

وَمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ مِّنْ كُتُبٍ یَّدْرُسُوْنَهَا وَمَاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمْ قَبْلَكَ مِنْ نَّذِیْرٍ ۟ؕ

په داسې حال کې چې مونږ دوی ته نه پخوا کوم کتاب لیږلی چې اوس يې ولولي. او نه مو له تا نه وړاندې کوم ډاروونکی ورلیږلی ؤ. info
التفاسير: |

external-link copy
45 : 34

وَكَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۙ— وَمَا بَلَغُوْا مِعْشَارَ مَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ فَكَذَّبُوْا رُسُلِیْ ۫— فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟۠

له دوی نه پخوانیو حق درواغ وګاڼه په داسې حال کې چې ستا قوم لا د هغه څه لسمې برخې ته هم نه دی رسیدلی چې مونږ پخوانیو ته ورکړي و. زما رسولان يي درواغجن وګڼل. نو وګوره چې زما بد ګنل څنګه و. info
التفاسير: |

external-link copy
46 : 34

قُلْ اِنَّمَاۤ اَعِظُكُمْ بِوَاحِدَةٍ ۚ— اَنْ تَقُوْمُوْا لِلّٰهِ مَثْنٰی وَفُرَادٰی ثُمَّ تَتَفَكَّرُوْا ۫— مَا بِصَاحِبِكُمْ مِّنْ جِنَّةٍ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا نَذِیْرٌ لَّكُمْ بَیْنَ یَدَیْ عَذَابٍ شَدِیْدٍ ۟

ای محمده! ووایه زه تاسې ته د یوې خبرې نصیحت کوم چې د الله لپاره ده، دوه او یو، یو شئ او بیا ښه ژور فکر وکړئ چې ایا ستاسې په ملګري کې لیونتوب شته؟! هغه تاسې ته د یوه سخت عذا ب له راتګ نه وړاندې وړاندې له ډار وونکي څخه پرته بل څه ندی. info
التفاسير: |

external-link copy
47 : 34

قُلْ مَا سَاَلْتُكُمْ مِّنْ اَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ ؕ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ ۚ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟

ای محمده! ووایه زه چې له تاسې څخه کوم بدل غواړم په هغه کې ستاسې ګټه ده. پاتې شوه زما خپله خبره، زما مزدوري یوازې پر یو الله ده. او هغه پر هر څه ښه خبردار دی. info
التفاسير: |

external-link copy
48 : 34

قُلْ اِنَّ رَبِّیْ یَقْذِفُ بِالْحَقِّ ۚ— عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟

ووایه چې زما رب هرو مرو حق رالیږي او هغه په پټو ډیر ښه پوهیږي. info
التفاسير: |

external-link copy
49 : 34

قُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَمَا یُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا یُعِیْدُ ۟

ووایه چې حق راغی باطل نه له سر جوړښت مومي ـ او نه پخوانی بیرته راګرځیدای شي. info
التفاسير: |

external-link copy
50 : 34

قُلْ اِنْ ضَلَلْتُ فَاِنَّمَاۤ اَضِلُّ عَلٰی نَفْسِیْ ۚ— وَاِنِ اهْتَدَیْتُ فَبِمَا یُوْحِیْۤ اِلَیَّ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ سَمِیْعٌ قَرِیْبٌ ۟

ای محمده! ووایه چې که زه بې لارې وم نو تاوان يي زما دی او که په سمه روان یم نو دا هغې وحي برکت دی چې زما رب ېې ما ته کوي. بې له شکه چې هغه ښه اوریدونکی او خورا نژدې دی. info
التفاسير: |

external-link copy
51 : 34

وَلَوْ تَرٰۤی اِذْ فَزِعُوْا فَلَا فَوْتَ وَاُخِذُوْا مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍ ۟ۙ

او څه ښه به و چې تا هغه صحنه لیدلي وای چې: هغوی ډار اخیستي او د خلاصون هیڅ ځای نه وي. او لاس په لاس ونیول شي. info
التفاسير: |

external-link copy
52 : 34

وَّقَالُوْۤا اٰمَنَّا بِهٖ ۚ— وَاَنّٰی لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟ۚ

او وايې به چې مونږ پرې اوس ایمان راوړی دی او له دومره لرې ځای نه به څرنګه ایمان ترلاسه کړای شي؟ info
التفاسير: |

external-link copy
53 : 34

وَقَدْ كَفَرُوْا بِهٖ مِنْ قَبْلُ ۚ— وَیَقْذِفُوْنَ بِالْغَیْبِ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟

په داسې حال کې چې له دې نه وړاندې پرې کافر شوي وو او په پټو سترګو به يې له لرې نه ورپورې خبرې ویشتلې. info
التفاسير: |

external-link copy
54 : 34

وَحِیْلَ بَیْنَهُمْ وَبَیْنَ مَا یَشْتَهُوْنَ كَمَا فُعِلَ بِاَشْیَاعِهِمْ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا فِیْ شَكٍّ مُّرِیْبٍ ۟۠

هلته به د دوی او هیلو ترمینځ يي پرده راشي. کله چې همدا ور کړنه د دوی له پخوانیو سیالانو سره هم شوې ده، په رښتیا چې په حیرانوونک شک کې غورځیدلي وو. info
التفاسير: |