[۳] ته تګ لپاره راته بښنه وغواړه( ابن جریری الطبری).
[۴] دايې عسې د خولي خبره ده که نه هغوی ښه پوهیږي چې د ایمان د نه لرلو له کبله پاتي شوي وو نه د مصروفیت له کبله او نه په زړه کې د الله پّ بښنه او له بښنې کوم باور لري( ابن جریر الطبری)
[۵] د الله فرمان وو چې د خیبر غنیمتونه به یوازې هغو خلکو ته ورکول کیږي چې د حدیبې په سوله او بیعت رضوان کې شریک وو د همدې سورت په ۱۸ایت کې يي شرحه شوي ( ابن جریر الطبري).
[۶] هغه غنیمتونه چې د خیبر له فتحې وروسته په پرله پسې توګه د مسلمانانو لاس ته ورغلل.
[۷] د حدیبې سوله یا د خیر سوله یا د خیبر فتحه.
[۸] څوک د الله په لار ځي کامیابي يې په برخه ده .
[۹] د مکې فتحې ته اشاره ده چې هغه وخت د مسلمانانو په توان نه وه او د فارس او ورم او نورې نړئ فتحې ته اشاره چې تر قیامته به دوام لري( ابن جریر الطبری).
[۱۰] د حدیبې سوله یا د خیبر فتحه( ابن جریر الطبری).
[۱۱] د مخونو روښنايي تواضح او غوره اخلاق ( ابن جریر الطبری)