Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: طور   آیت:

طور

وَالطُّوْرِ ۟ۙ
قسم د طور په غره.
عربي تفسیرونه:
وَكِتٰبٍ مَّسْطُوْرٍ ۟ۙ
او قسم په لیکل شوی کتاب.
عربي تفسیرونه:
فِیْ رَقٍّ مَّنْشُوْرٍ ۟ۙ
چې په خلاصه پاڼه کې لیکل شوی دی.
عربي تفسیرونه:
وَّالْبَیْتِ الْمَعْمُوْرِ ۟ۙ
او قسم په اباد کور.
عربي تفسیرونه:
وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوْعِ ۟ۙ
او قسم په لوړ چت[۳]
[۳] ـ اسمان یا عرش(فتح القدیر).
عربي تفسیرونه:
وَالْبَحْرِ الْمَسْجُوْرِ ۟ۙ
او قسم په څپانده سمندر.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَاقِعٌ ۟ۙ
او چې ستا د رب عذاب خامخا پیښیدونکی دی.
عربي تفسیرونه:
مَّا لَهٗ مِنْ دَافِعٍ ۟ۙ
هیڅ څوک یې مخه نیولای نشي.
عربي تفسیرونه:
یَّوْمَ تَمُوْرُ السَّمَآءُ مَوْرًا ۟
په هغه ورځ به اسمان بې دریغه ولړزیږي.
عربي تفسیرونه:
وَّتَسِیْرُ الْجِبَالُ سَیْرًا ۟ؕ
او غرونه به په خپل سر روان شي.
عربي تفسیرونه:
فَوَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟ۙ
په هغه ورځ د درواغ ګټونکو لپاره تباهي او هلاکت دی.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ خَوْضٍ یَّلْعَبُوْنَ ۟ۘ
د هغو کسانو لپاره چې په باطلو کې د لوبو په توګه ننوتلي دي.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ یُدَعُّوْنَ اِلٰی نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا ۟ؕ
هغه ورځ چې د دوزخ په لور به کش کول کیږي.
عربي تفسیرونه:
هٰذِهِ النَّارُ الَّتِیْ كُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ ۟
او ورته به ویلی شي چې دا همغه اور دی چې تاسې به درواغ ګاڼه.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: طور
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول