Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: حاقه   آیت:
وَجَآءَ فِرْعَوْنُ وَمَنْ قَبْلَهٗ وَالْمُؤْتَفِكٰتُ بِالْخَاطِئَةِ ۟ۚ
فرعون،او له هغه نه وړاندې خلکو او د چپه کړی شوو کلیو خلکو هم ورانی کړی و.
عربي تفسیرونه:
فَعَصَوْا رَسُوْلَ رَبِّهِمْ فَاَخَذَهُمْ اَخْذَةً رَّابِیَةً ۟
ټولو د خپل رب له استازي نه سر غړولی ؤ نو ځکه يي په خورا سختۍ سره ونیول.
عربي تفسیرونه:
اِنَّا لَمَّا طَغَا الْمَآءُ حَمَلْنٰكُمْ فِی الْجَارِیَةِ ۟ۙ
او اوبه چې توفاني شوې نو مونږ تاسې(د نوح)په کښتۍ کې سپاره کړئ.
عربي تفسیرونه:
لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَّتَعِیَهَاۤ اُذُنٌ وَّاعِیَةٌ ۟
تر څو يي ستاسې لپاره پند وګرځوو او یاد لرونکي غوږونه يي په یاد ولري.
عربي تفسیرونه:
فَاِذَا نُفِخَ فِی الصُّوْرِ نَفْخَةٌ وَّاحِدَةٌ ۟ۙ
نو کله چې په شپيلۍ کې یو پو کی وشي.
عربي تفسیرونه:
وَّحُمِلَتِ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَّاحِدَةً ۟ۙ
ځمکه او غرونه(له خپلو خایونو)پورته او په یو ځل میده میده کړای شي.
عربي تفسیرونه:
فَیَوْمَىِٕذٍ وَّقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ۟ۙ
نو پدې ورځ به لویه پیښه مینځ ته راشي.
عربي تفسیرونه:
وَانْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَهِیَ یَوْمَىِٕذٍ وَّاهِیَةٌ ۟ۙ
اسمان به وچوي او پدې ورځ به خورا کمزوری وي.
عربي تفسیرونه:
وَّالْمَلَكُ عَلٰۤی اَرْجَآىِٕهَا ؕ— وَیَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ ثَمٰنِیَةٌ ۟ؕ
ملایکې به یې په څنډوکې وي.پدې ورځ به ستا د رب عرش اتو ملایکو پورته کړی وي.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَىِٕذٍ تُعْرَضُوْنَ لَا تَخْفٰی مِنْكُمْ خَافِیَةٌ ۟
تاسو به اللله ته وړاندې کړای شئ او هیڅ به مو پټ نه وي.
عربي تفسیرونه:
فَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ فَیَقُوْلُ هَآؤُمُ اقْرَءُوْا كِتٰبِیَهْ ۟ۚ
نو هر چاته چې خپل برخه لیک په ښي لاس ور کړای شو نو(په خوښۍ به)وایي:راشئ او زما برخه لیک ولولئ.
عربي تفسیرونه:
اِنِّیْ ظَنَنْتُ اَنِّیْ مُلٰقٍ حِسَابِیَهْ ۟ۚ
زما باور ؤ چې زه به له حساب سره مخ کیږم.
عربي تفسیرونه:
فَهُوَ فِیْ عِیْشَةٍ رَّاضِیَةٍ ۟ۙ
نو هغه به په خوښ ژوند کې وي.
عربي تفسیرونه:
فِیْ جَنَّةٍ عَالِیَةٍ ۟ۙ
په عالیشان جنت کې.
عربي تفسیرونه:
قُطُوْفُهَا دَانِیَةٌ ۟
چې میوې به يي خورا نژدې وي.
عربي تفسیرونه:
كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَاۤ اَسْلَفْتُمْ فِی الْاَیَّامِ الْخَالِیَةِ ۟
او اعلان به وشي چې:ښه په مزه خوراک او څښاک کوئ ځکه چې تاسو په تیرو ورځو کې دلته ښه کارونه رالیږلي دي.
عربي تفسیرونه:
وَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِشِمَالِهٖ ۙ۬— فَیَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُوْتَ كِتٰبِیَهْ ۟ۚ
او چاته چې برخه لیک په کیڼ لاس ورکړای شي نو وايي به:کاشکې چې ماته برخه لیک نه وای را کړای شوی.
عربي تفسیرونه:
وَلَمْ اَدْرِ مَا حِسَابِیَهْ ۟ۚ
او نه وای پوه شوي چې زما حساب څه دی؟
عربي تفسیرونه:
یٰلَیْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِیَةَ ۟ۚ
دریغه چې زما مرګ له مینځه وړونکی وای.
عربي تفسیرونه:
مَاۤ اَغْنٰی عَنِّیْ مَالِیَهْ ۟ۚ
مال مې هیڅ په کار رانغی.
عربي تفسیرونه:
هَلَكَ عَنِّیْ سُلْطٰنِیَهْ ۟ۚ
او واک مې له مینځه ولاړ.
عربي تفسیرونه:
خُذُوْهُ فَغُلُّوْهُ ۟ۙ
وبه ویل شي ویي نیسئ او ويي تړئ.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ الْجَحِیْمَ صَلُّوْهُ ۟ۙ
بیا يي په اور کې ورننه باسئ.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ فِیْ سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُوْنَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوْهُ ۟ؕ
په(اویا)ګزیزه ځنځیر يي تړلی جهنم ته ورننه باسئ.ځکه چې په الله(جل جلاله)ئې ایمان نه راووړ.
عربي تفسیرونه:
اِنَّهٗ كَانَ لَا یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ الْعَظِیْمِ ۟ۙ
ځکه چې په الله جل جلاله يي ایمان نه راووړ.
عربي تفسیرونه:
وَلَا یَحُضُّ عَلٰی طَعَامِ الْمِسْكِیْنِ ۟ؕ
او نه يې څوک بې وسو ته د خوراک په ورکولو هڅول.
عربي تفسیرونه:
فَلَیْسَ لَهُ الْیَوْمَ هٰهُنَا حَمِیْمٌ ۟ۙ
نو ځکه يي نن دلته هیڅ دوست نشته.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: حاقه
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول