Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: حاقه   آیت:
وَّلَا طَعَامٌ اِلَّا مِنْ غِسْلِیْنٍ ۟ۙ
او نه پرته له زووبل خوراک.
عربي تفسیرونه:
لَّا یَاْكُلُهٗۤ اِلَّا الْخَاطِـُٔوْنَ ۟۠
چې پرته له وران کارو به یي بل څوک نه خوري.
عربي تفسیرونه:
فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُوْنَ ۟ۙ
نونه:قسم په هغو شیانو چې تاسې يي وینئ.
عربي تفسیرونه:
وَمَا لَا تُبْصِرُوْنَ ۟ۙ
او په هغو شیانو چې تاسې يي نه وینئ.
عربي تفسیرونه:
اِنَّهٗ لَقَوْلُ رَسُوْلٍ كَرِیْمٍ ۟ۚۙ
چې بیشکه دا د یو عزتمن استازي وینا ده.
عربي تفسیرونه:
وَّمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ
د کوم شاعر وینا نده ستاسې ډیرکم(خلک) ایمان راوړی.
عربي تفسیرونه:
وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَ ۟ؕ
او نه د کوم کاهن وینا ده تاسې ډیر لږ غور کوئ.
عربي تفسیرونه:
تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
د رب العالمین له لورې نازله شوې ده.
عربي تفسیرونه:
وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَیْنَا بَعْضَ الْاَقَاوِیْلِ ۟ۙ
که پیغمبر زمونږ کومه خبره تړلې وای.
عربي تفسیرونه:
لَاَخَذْنَا مِنْهُ بِالْیَمِیْنِ ۟ۙ
نو مونږ به په ښي(لاس)نیولای وای.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِیْنَ ۟ؗۖ
بیا به مو د هغه شارګ پرې کړای وای.
عربي تفسیرونه:
فَمَا مِنْكُمْ مِّنْ اَحَدٍ عَنْهُ حٰجِزِیْنَ ۟
ستاسو هیڅوک به له هغه نه منع کوونکی نه و.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّهٗ لَتَذْكِرَةٌ لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟
او بیشکه چې قران د پرهیزګارانو لپاره پند دی.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّا لَنَعْلَمُ اَنَّ مِنْكُمْ مُّكَذِّبِیْنَ ۟
او مونږ پوهیږو چې ستاسې ځیني درواغ ګڼونکي دي.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّهٗ لَحَسْرَةٌ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟
خو دا د کافرانو لپاره پښیمانتیا ده.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّهٗ لَحَقُّ الْیَقِیْنِ ۟
قران پرته له شک څخه یقیني حق دی.
عربي تفسیرونه:
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟۠
نو د خپل لوی رب نوم په پاکۍ ستایه.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: حاقه
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول