Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: اعلی   آیت:
وَیَتَجَنَّبُهَا الْاَشْقَی ۟ۙ
او لوی بدبخته به ترې ځان په څنګ کړي.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْ یَصْلَی النَّارَ الْكُبْرٰی ۟ۚ
هغه چې لوی اور ته به ولاړ شي.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ لَا یَمُوْتُ فِیْهَا وَلَا یَحْیٰی ۟ؕ
بیا به نه پکې مري او نه به ژوندی کیږي.
عربي تفسیرونه:
قَدْ اَفْلَحَ مَنْ تَزَكّٰی ۟ۙ
هغه بریمن شول چې سپيڅلتیایې غوره کړه.
عربي تفسیرونه:
وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهٖ فَصَلّٰی ۟ؕ
او د خپل رب نوم یې یاد او لمونځ یې وکړ.
عربي تفسیرونه:
بَلْ تُؤْثِرُوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ۚۖ
خو تاسې د دنیا ژوند ته ډیره پاملرنه کوئ.
عربي تفسیرونه:
وَالْاٰخِرَةُ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ۟ؕ
په داسې حال کې چې اخروي ژوند ډير غوره او تل پاتې دی.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ هٰذَا لَفِی الصُّحُفِ الْاُوْلٰی ۟ۙ
دا خبرې په پخوانیو صحیفو کې دي.
عربي تفسیرونه:
صُحُفِ اِبْرٰهِیْمَ وَمُوْسٰی ۟۠
د ابراهیم او موسې په صحیفو کې.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: اعلی
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول