Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: اعلی   آیت:

اعلی

سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْاَعْلَی ۟ۙ
د خپل لوړ رب نوم وستایه.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْ خَلَقَ فَسَوّٰی ۟
چې پيدایښت یي کړی او انډول یي کړی.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْ قَدَّرَ فَهَدٰی ۟
هر څه يي په اندازه کړي او ښوونه یې ورته کړې ده.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْۤ اَخْرَجَ الْمَرْعٰی ۟
شنې او تازه څراګاه یې زرغونې کړي.
عربي تفسیرونه:
فَجَعَلَهٗ غُثَآءً اَحْوٰی ۟ؕ
بیا یې وچ او تور بوس ګرځولي دي
عربي تفسیرونه:
سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنْسٰۤی ۟ۙ
ډير ژر به یي په تاولولو نو هیر وي به یې نه.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ یَعْلَمُ الْجَهْرَ وَمَا یَخْفٰی ۟ؕ
پرته له هغو چې د الله خوښه ده.بې شکه چې الله پاک په ښکاره او پټو پوهیږي.
عربي تفسیرونه:
وَنُیَسِّرُكَ لِلْیُسْرٰی ۟ۚۖ
مونږ به تا د اسلام لپاره اسان کړو[۱۱].
[۱۱] داسې به دې وروزو چې د اسلام او قران منلو او یادولو ته تر هر چا ډیر تیاروې(کابلی تفسیر)
عربي تفسیرونه:
فَذَكِّرْ اِنْ نَّفَعَتِ الذِّكْرٰی ۟ؕ
نو پند ورکوه ځکه چې پند هرومرو ګټه رسوي[۱۲].
[۱۲] بله معنې يې ده پند ورکوه که ګټه يي رسوله( کابلی تفسیر)
عربي تفسیرونه:
سَیَذَّكَّرُ مَنْ یَّخْشٰی ۟ۙ
هغه به ترې پند واخلي چې ډار ورسره وي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: اعلی
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول