Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: فجر   آیت:

فجر

وَالْفَجْرِ ۟ۙ
لوړه په سهار.
عربي تفسیرونه:
وَلَیَالٍ عَشْرٍ ۟ۙ
او لسو شپو.
عربي تفسیرونه:
وَّالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ ۟ۙ
او پر جوړه او طاق.
عربي تفسیرونه:
وَالَّیْلِ اِذَا یَسْرِ ۟ۚ
او پر شپه چې کله روانیږي.
عربي تفسیرونه:
هَلْ فِیْ ذٰلِكَ قَسَمٌ لِّذِیْ حِجْرٍ ۟ؕ
ایا په دې کې د هوښیار لپاره د منلو قسم شته؟
عربي تفسیرونه:
اَلَمْ تَرَ كَیْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ۟
ایا تا ونه لیدل چې ستا رب له عادیانو سره څه وکړل؟
عربي تفسیرونه:
اِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ ۟
د لویو ستنو لرونکو ارم[۱۴]سره.
[۱۴] ـ دايي د نیکه یاد کومې واکمنې کورنۍ لقب دی.(کابلی تفسیر)
عربي تفسیرونه:
الَّتِیْ لَمْ یُخْلَقْ مِثْلُهَا فِی الْبِلَادِ ۟
چې په هیوادونو کې یي انډول نه وو پیدا شوي.
عربي تفسیرونه:
وَثَمُوْدَ الَّذِیْنَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ ۟
او څه یې وکړل له هغو ثمودیانو سره چې په وادۍ کې یي سمڅې جوړولې؟
عربي تفسیرونه:
وَفِرْعَوْنَ ذِی الْاَوْتَادِ ۟
او څه يي وکړل د میخونو له څښتن فرعون سره؟
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْنَ طَغَوْا فِی الْبِلَادِ ۟
چې په هیوادونو کې یې سرغړونه کړې وه.
عربي تفسیرونه:
فَاَكْثَرُوْا فِیْهَا الْفَسَادَ ۟
او فساد یې پکې جوړ کړی و.
عربي تفسیرونه:
فَصَبَّ عَلَیْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ۟ۚۙ
نو بالاخره ستا رب پرې د عذاب دره او قمچینه راکوزه کړه.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ ۟ؕ
حقیقت دادی چې ستا رب په څارنځی کې دی.
عربي تفسیرونه:
فَاَمَّا الْاِنْسَانُ اِذَا مَا ابْتَلٰىهُ رَبُّهٗ فَاَكْرَمَهٗ وَنَعَّمَهٗ ۙ۬— فَیَقُوْلُ رَبِّیْۤ اَكْرَمَنِ ۟ؕ
مګر انسان چې کله یې خپل رب وازمايي نو ويي پالي او نعمت ورکړي نو وايې چې زما رب زما پالنه کړې ده.(ځکه چې په ما کې یي ځای شته).
عربي تفسیرونه:
وَاَمَّاۤ اِذَا مَا ابْتَلٰىهُ فَقَدَرَ عَلَیْهِ رِزْقَهٗ ۙ۬— فَیَقُوْلُ رَبِّیْۤ اَهَانَنِ ۟ۚ
او کله يي چې بیا په سختۍ وازمايي نو روزي یي ورکمه کړي بیا وایې چې زه خپل رب سپک کړم.
عربي تفسیرونه:
كَلَّا بَلْ لَّا تُكْرِمُوْنَ الْیَتِیْمَ ۟ۙ
نه:هیڅکله داسې نده بلکې تاسې يي چې د یتیم خیال نه ساتئ.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَحٰٓضُّوْنَ عَلٰی طَعَامِ الْمِسْكِیْنِ ۟ۙ
او نه یو بل هڅوئ چې بې وسې ته خوراک ورکړي.
عربي تفسیرونه:
وَتَاْكُلُوْنَ التُّرَاثَ اَكْلًا لَّمًّا ۟ۙ
او تاسې يي چې په میراث پاتې شوی مالونه په دواړو لاسونو راټولوئ.
عربي تفسیرونه:
وَّتُحِبُّوْنَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا ۟ؕ
او له مال سره مو له اندازې ډيره مینه ده.
عربي تفسیرونه:
كَلَّاۤ اِذَا دُكَّتِ الْاَرْضُ دَكًّا دَكًّا ۟ۙ
نه هیڅکله داسې نه ده کله چې ځمکه ټوټه،ټوټه وټکول شي.
عربي تفسیرونه:
وَّجَآءَ رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا ۟ۚ
ستا رب راشي،او ملایکې لیکه په لیکه ودریږي.
عربي تفسیرونه:
وَجِایْٓءَ یَوْمَىِٕذٍ بِجَهَنَّمَ ۙ۬— یَوْمَىِٕذٍ یَّتَذَكَّرُ الْاِنْسَانُ وَاَنّٰی لَهُ الذِّكْرٰی ۟ؕ
او دوزخ مخامخ راوړول شي.نو په همدې ورځ به انسان وپوهیږي،خو پوهه به یې څه ګټه ورته وکړي؟
عربي تفسیرونه:
یَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ قَدَّمْتُ لِحَیَاتِیْ ۟ۚ
وایې به کاشکې چې:ددغه ژوند لپاره یي څه وړاندې لیږلي وای.
عربي تفسیرونه:
فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُعَذِّبُ عَذَابَهٗۤ اَحَدٌ ۟ۙ
په دې ورځ به د الله د عذاب ورکولو په شان بل عذاب ورکوونکی نه وي.
عربي تفسیرونه:
وَّلَا یُوْثِقُ وَثَاقَهٗۤ اَحَدٌ ۟ؕ
او نه به د هغه په څير تړونکی بل څوک وي.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَىِٕنَّةُ ۟ۗۙ
او ویل کیږي به چې ای ډاډه نفسه.
عربي تفسیرونه:
ارْجِعِیْۤ اِلٰی رَبِّكِ رَاضِیَةً مَّرْضِیَّةً ۟ۚ
ورځه خپل رب ته ورشه.خوښ اوسه ځکه چې الله در څخه خوښ دی.
عربي تفسیرونه:
فَادْخُلِیْ فِیْ عِبٰدِیْ ۟ۙ
زما په نیکو بنده ګانو کې وردننه شه.
عربي تفسیرونه:
وَادْخُلِیْ جَنَّتِیْ ۟۠
او زما جنت ته ننه وځه.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: فجر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول