Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: توبه   آیت:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنٰفِقِیْنَ وَاغْلُظْ عَلَیْهِمْ ؕ— وَمَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
ای پیغمبره! له کافرانو او منافقانو سره په پوره میړانه جهاد وکړه له هغوی سره سختي وکړه ـ د هغوی ورتګ جهنم ته دی. او جهنم د ورتګ لپاره خورا بد ځای دی.
عربي تفسیرونه:
یَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ مَا قَالُوْا ؕ— وَلَقَدْ قَالُوْا كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُوْا بَعْدَ اِسْلَامِهِمْ وَهَمُّوْا بِمَا لَمْ یَنَالُوْا ۚ— وَمَا نَقَمُوْۤا اِلَّاۤ اَنْ اَغْنٰىهُمُ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ مِنْ فَضْلِهٖ ۚ— فَاِنْ یَّتُوْبُوْا یَكُ خَیْرًا لَّهُمْ ۚ— وَاِنْ یَّتَوَلَّوْا یُعَذِّبْهُمُ اللّٰهُ عَذَابًا اَلِیْمًا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— وَمَا لَهُمْ فِی الْاَرْضِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟
منافقان د الله په نوم قسمونه خوري چې هغه خبره یي[۱۶]نده کړې په داسې حال کې چې په یقین سره یي کفري خبره کړې او د اسلام له ښکاره کولو نه وروسته کافران شوي دي او د هغه څه هڅه یې کړې چې توان یې پرې نه دی رسیدلی هو! بد به یوازې همدا ورته ښکاري چې الله پاک او د هغه رسول په خپل فضل سره ماړه کړل نو که توبه وباسي په ګټه یي ده او که له توبې نه یي مخ واړولو نو الله به یې په دنیا او اخرت کې په دردناک عذاب وربړوي او په ټوله ځمکه کې به یي کوم دوست او ملاتړ نه وي.
[۱۶] ـ یوه منافق ویلي وو که دمحمد خبرې رښتیا وي نو مونږ له خرونه هم زیات احمقان یو(معارف القرآن مفتي محمد شفیع.)
عربي تفسیرونه:
وَمِنْهُمْ مَّنْ عٰهَدَ اللّٰهَ لَىِٕنْ اٰتٰىنَا مِنْ فَضْلِهٖ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُوْنَنَّ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او ځیني منافقان هغه دي چې له الله سره یي وعده وکړه که الله له خپل فضل نه څه راکړي نو خاماخا به پکې خیراتونه کوو او مونږ به هرو مرو د صالحانو او نیکانو ژوند کوو.
عربي تفسیرونه:
فَلَمَّاۤ اٰتٰىهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ بَخِلُوْا بِهٖ وَتَوَلَّوْا وَّهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
خو کله چې الله پاک د خپل فضل لورینه پرې وکړه نو بخیلان شو او له خپلې وعدې نه یي په بشپړ ډول مخ واړاو.
عربي تفسیرونه:
فَاَعْقَبَهُمْ نِفَاقًا فِیْ قُلُوْبِهِمْ اِلٰی یَوْمِ یَلْقَوْنَهٗ بِمَاۤ اَخْلَفُوا اللّٰهَ مَا وَعَدُوْهُ وَبِمَا كَانُوْا یَكْذِبُوْنَ ۟
نو الله هم له الله سره د هغوی د وعده خفلافۍ او درواغجنۍ له کبله په زړونو کې تر قیامته پاتې کیدونکی نفاق ورواچاو.
عربي تفسیرونه:
اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوٰىهُمْ وَاَنَّ اللّٰهَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟ۚ
ایا په دې نه دي پوه؟ چې الله د هغوی په پټو پلانونو،او ګونګسیو ښه خبر او الله ته هر پټ څیز ښه معلوم دی.
عربي تفسیرونه:
اَلَّذِیْنَ یَلْمِزُوْنَ الْمُطَّوِّعِیْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ فِی الصَّدَقٰتِ وَالَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ اِلَّا جُهْدَهُمْ فَیَسْخَرُوْنَ مِنْهُمْ ؕ— سَخِرَ اللّٰهُ مِنْهُمْ ؗ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
هغه منافقان چې په خپله خوښه ډیر مال خیراتوونکو او د خپلې کمې وسې وړاندې کوونکو مؤمنانو باندې ګوته ږدې[۱۷] مسخرې او ملنډې پرې وهي. الله به يي د مسخرو جزاء ورکړي او دردناک عذاب یي په برخه دی.
[۱۷] یو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم له مسلمانانو وغوښتل چې د جهاد لپاره کومک وکړي نو یوه مالدار څلور سوه درهم او یو مسکین یوه پيمانه راوړه منافقانو وویل دا یو ریاکار دا بل احمق دی په پیمانه به څه وشي؟(معارف القرآن مفتي محمد شفیع صاحب.)
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: توبه
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول