Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: توبه   آیت:
وَّعَلَی الثَّلٰثَةِ الَّذِیْنَ خُلِّفُوْا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا ضَاقَتْ عَلَیْهِمُ الْاَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَیْهِمْ اَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوْۤا اَنْ لَّا مَلْجَاَ مِنَ اللّٰهِ اِلَّاۤ اِلَیْهِ ؕ— ثُمَّ تَابَ عَلَیْهِمْ لِیَتُوْبُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او پر هغو دریو تنو یې هم لورینه وکړه چې موضوع یې ځنډنۍ شوې وه ان تردې چې دا پراخه ځمکه پرې تنګه او خپل ځانونه یې هم پرې تنګ شوي وو او پوخ باور یې راغلی ؤ چې د الله له قهر نه د خلاصون ځای پرته له هغه نه بل هیڅ نشته بیا الله پر هغوی لورینه وکړه تر څو هغوی توبه وباسي،بې له شکه چې الله ښه توبه منونکی او ډیر مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَكُوْنُوْا مَعَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
ای مؤمنانو!له الله نه وډار شئ او د رښتینو مل اوسئ.
عربي تفسیرونه:
مَا كَانَ لِاَهْلِ الْمَدِیْنَةِ وَمَنْ حَوْلَهُمْ مِّنَ الْاَعْرَابِ اَنْ یَّتَخَلَّفُوْا عَنْ رَّسُوْلِ اللّٰهِ وَلَا یَرْغَبُوْا بِاَنْفُسِهِمْ عَنْ نَّفْسِهٖ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ لَا یُصِیْبُهُمْ ظَمَاٌ وَّلَا نَصَبٌ وَّلَا مَخْمَصَةٌ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلَا یَطَـُٔوْنَ مَوْطِئًا یَّغِیْظُ الْكُفَّارَ وَلَا یَنَالُوْنَ مِنْ عَدُوٍّ نَّیْلًا اِلَّا كُتِبَ لَهُمْ بِهٖ عَمَلٌ صَالِحٌ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۙ
مدینه والو او د هغې په چاپيریال کې اوسیدونکو بانډه چې عربانو ته نه ښائیږي چې په غزا کې له رسول الله نه پاتې شي او دا هم ورسره نه ښائیږي چې له خپلو ځانونو سره د هغه په پرتله زیاته مینه وکړي،او دا ځکه چې هره تنده،ستړتیا او لوږه د الله په لیار کې ورسیږي او هر هغه قدم چې واخلي چې د کافرانو قهر او غضب پرې را پورته او له دښمن نه هره ګټه تر لاسه کړي نو په بدل کې د هغوی په نوم یو نیک عمل لیکل کیږي بې شکه چې الله پاک د نیکانو هیڅ عمل نه ضایع کوي.
عربي تفسیرونه:
وَلَا یُنْفِقُوْنَ نَفَقَةً صَغِیْرَةً وَّلَا كَبِیْرَةً وَّلَا یَقْطَعُوْنَ وَادِیًا اِلَّا كُتِبَ لَهُمْ لِیَجْزِیَهُمُ اللّٰهُ اَحْسَنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او چې د الله په لیار کې کوچنۍ ورکړه وکړي یالویه او چې په هره کنده ور پورته شي نو د هغوی لپاره لیکلی شي تر څو الله پاک هغوی د ښو کړنو ښه بدل ورکوي.
عربي تفسیرونه:
وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُوْنَ لِیَنْفِرُوْا كَآفَّةً ؕ— فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآىِٕفَةٌ لِّیَتَفَقَّهُوْا فِی الدِّیْنِ وَلِیُنْذِرُوْا قَوْمَهُمْ اِذَا رَجَعُوْۤا اِلَیْهِمْ لَعَلَّهُمْ یَحْذَرُوْنَ ۟۠
له مؤمنانو سره نه ښائیږي چې له یوې مخې واوځئ. ولې له هرې ډلې ټاکلي خلک ونه وتل تر څو په دین کې پوهه ترلاسه او کله چې د خپل قوم،په لور راوګرځیږي هغوی هم ترې خبر کړی تر څو هغوی هم ځانونه له بدیو نه وژغوري.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: توبه
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول