Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: توبه   آیت:
رَضُوْا بِاَنْ یَّكُوْنُوْا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَفْقَهُوْنَ ۟
هغوی په خپله خوښه د ځان لپاره ښه وګڼله چې د پاتې شوو ښځو په ډله کې پاتې شي د هغوی په زړونو مهر ولګیده نو ځکه په هیڅ نه پوهیږي.
عربي تفسیرونه:
لٰكِنِ الرَّسُوْلُ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ جٰهَدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الْخَیْرٰتُ ؗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
خو رسول او هغو کسانو چې له ده سره یې ایمان راوړی دی په خپلو مالونو او سرونو سره جهاد وکړ نو ټولې ښیګڼي يي په برخه شوې او یوازې همدوی بریمن دي.
عربي تفسیرونه:
اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠
الله پاک ورته باغونه تیار کړي دي چې له ونو او ماڼیو لاندې به یې ویالې بهیږي او تل تر تله به پکې اوسیږي هو! همدا لویه کامیابي ده.
عربي تفسیرونه:
وَجَآءَ الْمُعَذِّرُوْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ لِیُؤْذَنَ لَهُمْ وَقَعَدَ الَّذِیْنَ كَذَبُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— سَیُصِیْبُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ځینې بانډه چې عربان راغلل او د درواغو عذرونه یې وړاندې کول تر څو ورته له جهاد نه د کیناستلو اجازه وشي او هغوی چې له الله او د هغه له رسول سره درواغ کړي وو هم ځای په ځای کیناستل[۱۹] ډیر ژر به هغو کسانو ته چې له هغوی نه کافران شوي وو دردناک عذاب ورسیږي.
[۱۹] ـ اجازې غوښتلو ته هم رانه غلل(معارف القرآن)
عربي تفسیرونه:
لَیْسَ عَلَی الضُّعَفَآءِ وَلَا عَلَی الْمَرْضٰی وَلَا عَلَی الَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ مَا یُنْفِقُوْنَ حَرَجٌ اِذَا نَصَحُوْا لِلّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ؕ— مَا عَلَی الْمُحْسِنِیْنَ مِنْ سَبِیْلٍ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ
پرناتوانو،ناروغو،او هغو کسانو چې د لیارې او جهاد مصارف ورسره نه وي هیڅ ګناه نشته چې جهاد ته ولاړ نه شي خو په دې شرط چې دزړه له تل نه ئې الله او د هغه رسول ته غاړه ایښې وي پر نیکو کارانو د ګوتې ایښوولو(نیوکې)ځای نشته ځکه چې الله ښه بښونکی او رحم والا دی.
عربي تفسیرونه:
وَّلَا عَلَی الَّذِیْنَ اِذَا مَاۤ اَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَاۤ اَجِدُ مَاۤ اَحْمِلُكُمْ عَلَیْهِ ۪— تَوَلَّوْا وَّاَعْیُنُهُمْ تَفِیْضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا اَلَّا یَجِدُوْا مَا یُنْفِقُوْنَ ۟ؕ
او پر هغوهم څه ګناه نشته چې تاته راغلل چې سپرلۍ ورکړې خو تا ځواب ورکړ چې له ماسره څه نشته چې تاسې پرې سپاره کړم په داسې حال کې یي ته پرې ښوولې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې او په دې خوراغمژن وو چې د لیارې مصارف او څوری ورسره نشته.
عربي تفسیرونه:
اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَسْتَاْذِنُوْنَكَ وَهُمْ اَغْنِیَآءُ ۚ— رَضُوْا بِاَنْ یَّكُوْنُوْا مَعَ الْخَوَالِفِ ۙ— وَطَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
ګوته یوازې پر هغو ایښوول کیږي چې د ټولو مصارفو توان ورسره وي او بیا هم د پاتي کیدلو اجازه غواړي او خوښوي چې د ښځو په ډله کې پاتې شي الله پاک د هغوی پر زړونو مهر لګولی دی نو نه پوهیږي(چې له خپله لاسه یي ځان ته تاوان ورساو.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: توبه
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول