Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அந்நாஸிஆத்   வசனம்:
اِذْهَبْ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟ؗۖ
چې: فرعون ته ورشه هغه سركښي كړې ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَقُلْ هَلْ لَّكَ اِلٰۤی اَنْ تَزَكّٰی ۟ۙ
بيا ورته ووايه چې آيا ته چمتو يې چې پاك شې.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَهْدِیَكَ اِلٰی رَبِّكَ فَتَخْشٰی ۟ۚ
او چې د خپل پالونکي په خوا لارښوونه درته وكړم چې ته ووېرېږې؟
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاَرٰىهُ الْاٰیَةَ الْكُبْرٰی ۟ؗۖ
نو بيا موسى (علیه السلام) هغه ته ستره نښانه وښوده.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَكَذَّبَ وَعَصٰی ۟ؗۖ
خو درواغجن يې وګڼلو او د هغه خبره يې ونه منله.
அரபு விரிவுரைகள்:
ثُمَّ اَدْبَرَ یَسْعٰی ۟ؗۖ
بيا يې شا كړه، منډه يې كوله.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَحَشَرَ ۫— فَنَادٰی ۟ؗۖ
نو خلك يې راټول كړل او غږ يې وكړ.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَقَالَ اَنَا رَبُّكُمُ الْاَعْلٰی ۟ؗۖ
وېلې: همدا زه مو ترټولو اوچت رب يم!
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاَخَذَهُ اللّٰهُ نَكَالَ الْاٰخِرَةِ وَالْاُوْلٰی ۟ؕ
نو ونیوه ده لره الله تعالی په سزا د آخرت او د دنیا سره.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَنْ یَّخْشٰی ۟ؕ۠
بېشكه په دې كې هغه چاته هرومرو يو درس دى چې وېريږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
ءَاَنْتُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمِ السَّمَآءُ ؕ— بَنٰىهَا ۟۫
آيا ستاسې پيدا كول سخت دي، كه د آسمان؟ چې هغه يې جوړ كړى دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوّٰىهَا ۟ۙ
د هغه چت يې هسك او بيا يې سم برابر كړى.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَغْطَشَ لَیْلَهَا وَاَخْرَجَ ضُحٰىهَا ۪۟
او تیاره کړې یې ده شپه د هغه او ښکاره کړی یې دی د څاښت وخت.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالْاَرْضَ بَعْدَ ذٰلِكَ دَحٰىهَا ۟ؕ
او له هغه وروسته يې ځمكه وغوړوله.
அரபு விரிவுரைகள்:
اَخْرَجَ مِنْهَا مَآءَهَا وَمَرْعٰىهَا ۪۟
د هغې اوبه او شينکي يې ترې را واېستل.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالْجِبَالَ اَرْسٰىهَا ۟ۙ
او غرونه يې پكې ښخ ودرول.
அரபு விரிவுரைகள்:
مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِاَنْعَامِكُمْ ۟ؕ
ستاسو او ستاسو د څارويو د ګټې اخيستنې لپاره.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاِذَا جَآءَتِ الطَّآمَّةُ الْكُبْرٰی ۟ؗۖ
نو كله چې هغه لوى افت راشي.
அரபு விரிவுரைகள்:
یَوْمَ یَتَذَكَّرُ الْاِنْسَانُ مَا سَعٰی ۟ۙ
هغه ورځ چې انسان ته خپل كړي عملونه ورياد شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَبُرِّزَتِ الْجَحِیْمُ لِمَنْ یَّرٰی ۟
او دوزخ به هر هغه چا ته څرګند كړى شى چې ويني يې.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاَمَّا مَنْ طَغٰی ۟ۙ
بيا نو چا چې سركښي كړې وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاٰثَرَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ۙ
او دنيوي ژوند يې غوره ګڼلى وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاِنَّ الْجَحِیْمَ هِیَ الْمَاْوٰی ۟ؕ
په رېښتيا همدا دوزخ به يې استوګنځى وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ وَنَهَی النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰی ۟ۙ
او څوك چې د خپل پالونکي په مخكې له درېدو ډار شوى او ځان يې له هوسونو ساتلى وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاِنَّ الْجَنَّةَ هِیَ الْمَاْوٰی ۟ؕ
نو بېشكه جنت يې استوګنځى دى.
அரபு விரிவுரைகள்:
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ السَّاعَةِ اَیَّانَ مُرْسٰىهَا ۟ؕ
هغوى د قيامت په هكله تا پوښتي چې كله به رامنځته كيږي؟
அரபு விரிவுரைகள்:
فِیْمَ اَنْتَ مِنْ ذِكْرٰىهَا ۟ؕ
په څه کې یې ته د یاداښت د هغې نه.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِلٰی رَبِّكَ مُنْتَهٰىهَا ۟ؕ
د هغه وروستۍ (پوهه) ستا د رب لوري ته ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُنْذِرُ مَنْ یَّخْشٰىهَا ۟ؕ
ته خو يوازې د هغه چا خبروونكى يې چې ترې ډاريږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
كَاَنَّهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَهَا لَمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا عَشِیَّةً اَوْ ضُحٰىهَا ۟۠
كله چې هغوى يې وويني نو له يو ماښام يا يو سهار پرته چې نه وي ځنډېدلي.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அந்நாஸிஆத்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

அர்ருவ்வாத் மொழிபெயர்ப்பு மையத்தின் குழு அல்-ரப்வா அழைப்பு சங்கம் மற்றும் பல் மொழிகளில் இஸ்லாமிய உள்ளடக்கத்திற்கு சேவை செய்யும் சங்கத்துடன் இணைந்து மொழிபெயர்த்துள்ளது.

மூடுக