Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்இன்ஷிகாக்   வசனம்:

انشقاق

اِذَا السَّمَآءُ انْشَقَّتْ ۟ۙ
کله چې اسمان وچوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ۟ۙ
د خپل رب حکم په بشپړ ډول ومني او ورسره ښايې چې د خپل رب حکم پوره ومني.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاِذَا الْاَرْضُ مُدَّتْ ۟ؕ
او کله چې ځمکه په بشپړ ډول هواره شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَلْقَتْ مَا فِیْهَا وَتَخَلَّتْ ۟ۙ
او څه چې پکې دي بیرونه راوویستلی او ځمکه تشه کړای شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ۟ؕ
ځمکه د خپل رب حکم پر ځای کړی او ورسره ښايي چې همدا وکړي.
அரபு விரிவுரைகள்:
یٰۤاَیُّهَا الْاِنْسَانُ اِنَّكَ كَادِحٌ اِلٰی رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلٰقِیْهِ ۟ۚ
ای انسانه!ته خپل رب ته ترورتګ هلې ځلې کوونکی یې،نو له خپلو هلو ځلو سره به مخامخ کیږې.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ ۟ۙ
نو چاته چې برخه لیک په ښي لاس ورکړ شو.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَسَوْفَ یُحَاسَبُ حِسَابًا یَّسِیْرًا ۟ۙ
نو ډیر اسان او سر،سري حساب به ورسره شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّیَنْقَلِبُ اِلٰۤی اَهْلِهٖ مَسْرُوْرًا ۟ؕ
او خپلې کورنۍ ته به په خورا خوښۍ بیرته ورشي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ وَرَآءَ ظَهْرِهٖ ۟ۙ
او چاته چې برخه لیک د شا له لورې ورکړ شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَسَوْفَ یَدْعُوْا ثُبُوْرًا ۟ۙ
نو ژر به خپل مرګ[۶]روابلي.
[۶] ـ د خلاصون بله لار به یې پرته له دې په نظر ورنشي چې مرګ ته غږ کړي چې ما له دې ستونزو څخه خلاص کړه.(کابلی تفسیر)
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّیَصْلٰی سَعِیْرًا ۟ؕ
او د لمبو ډک اور ته به ولاړ شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّهٗ كَانَ فِیْۤ اَهْلِهٖ مَسْرُوْرًا ۟ؕ
ځکه چې په دنیا کې له خپلو خلکو سره خوښ اوسیدلی وو.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّهٗ ظَنَّ اَنْ لَّنْ یَّحُوْرَ ۟ۚۛ
او باور یې درلود چې هیڅکله به بیرته نه ژوندی کیږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
بَلٰۤی ۛۚ— اِنَّ رَبَّهٗ كَانَ بِهٖ بَصِیْرًا ۟ؕ
نه:ولې نه:رب ئې هره کړنه لیدله.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَاۤ اُقْسِمُ بِالشَّفَقِ ۟ۙ
داسې نه ده.لوړه مې په هغه سپين والي چې د ماښام له سوروالي وروسته راځي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالَّیْلِ وَمَا وَسَقَ ۟ۙ
لوړه په شپه او د هغې په رانغښتو څیزونو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالْقَمَرِ اِذَا اتَّسَقَ ۟ۙ
او په بشپړ او روښانه سپوږمۍ.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَنْ طَبَقٍ ۟ؕ
چې:تاسې به پوړۍ په پوړۍ وړاندې ولاړ شئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَمَا لَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ
په دې خلکو څه شوي دي چې ایمان نه راوړي؟
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاِذَا قُرِئَ عَلَیْهِمُ الْقُرْاٰنُ لَا یَسْجُدُوْنَ ۟
او چې قران ورته وړاندې شي غاړه نه ږدي؟او سجده نه کوي؟
அரபு விரிவுரைகள்:
بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُكَذِّبُوْنَ ۟ؗۖ
بلکې کافران قران درواغ ګڼي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا یُوْعُوْنَ ۟ؗۖ
الله پاک ته یي پټې او ښکاره کړنې معلومې دي؟
அரபு விரிவுரைகள்:
فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟ۙ
نو ځکه د یو دردناک عذاب زیری ورکړه.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ اَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُوْنٍ ۟۠
البته چاچې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړي بې مننه او بې احسانه اجر او ثواب يي په برخه دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்இன்ஷிகாக்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக