Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்புரூஜ்   வசனம்:

بروج

وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الْبُرُوْجِ ۟ۙ
لوړه په کلکو برجونو لرونکي اسمان.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالْیَوْمِ الْمَوْعُوْدِ ۟ۙ
او په وعده شوې ورځ.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَشَاهِدٍ وَّمَشْهُوْدٍ ۟ؕ
او په حاضریدونکې[۷]او چې ورته حاضریږي[۸]
[۷] ـ د جمعې ورځ چې تل(حاضریدونکې)یا د قیامت ورځ چې حتما راځي.(کابلی تفسیر)
[۸] ـ د عرفې ورځ چې خلک ورته حاضریږي یا د قیامت ورځ چې خلک به ورته حاضریږي(کابلی تفسیر)
அரபு விரிவுரைகள்:
قُتِلَ اَصْحٰبُ الْاُخْدُوْدِ ۟ۙ
چې د کندو خاوندان هلاک شول.
அரபு விரிவுரைகள்:
النَّارِ ذَاتِ الْوَقُوْدِ ۟ۙ
د تیز او لمبه وهونکي اور.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِذْ هُمْ عَلَیْهَا قُعُوْدٌ ۟ۙ
د اور په چاپيریال کې ناست وو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّهُمْ عَلٰی مَا یَفْعَلُوْنَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ شُهُوْدٌ ۟ؕ
او د مسلمانانو د بدې ورځې او سوزیدانې سیل یې کاوو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَمَا نَقَمُوْا مِنْهُمْ اِلَّاۤ اَنْ یُّؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟ۙ
له مسلمانانو یې پرته له دې بله ګناه نه وه لیدلې چې په توانا او ستایلي شوي الله جل جلاله یې ایمان راوړی ؤ.
அரபு விரிவுரைகள்:
الَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟ؕ
هغه ذا چې د اسمانونو او ځمکې واک ورسره دی.او د هر شی څارونکی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ الَّذِیْنَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ثُمَّ لَمْ یَتُوْبُوْا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِیْقِ ۟ؕ
دا پخه خبره ده چې څوک مسلمان سړي او مسلمانې ښځې وکړوي او له خپل بد کار څخه توبه ونه کړي،نو د جهنم سوزوونکی عذاب یې په برخه دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْكَبِیْرُ ۟ؕ
او چې څوک ایمان راوړي او نیک کارونه وکړي،نو داسې جنتونه یې په برخه دي چې:ویالې به[۹]پکې بهیږي.او دا لویه کامیابي ده.
[۹] ـ د پاکو شرابو،شاتو شیدو او پاکو اوبو ویالې به روانې وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِیْدٌ ۟ؕ
بیشکه چې ستا د رب نیونه خورا سخته ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّهٗ هُوَ یُبْدِئُ وَیُعِیْدُ ۟ۚ
لومړی ځل پيدا کول او بیرته د پخوا په شان جوړول د هغه کار دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَهُوَ الْغَفُوْرُ الْوَدُوْدُ ۟ۙ
بښوونکی او مینه ناک دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
ذُو الْعَرْشِ الْمَجِیْدُ ۟ۙ
د عرش څښتن او په خپله له هر څه څخه لوی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَعَّالٌ لِّمَا یُرِیْدُ ۟ؕ
او د هغه اراده چې وکړي خامخا یې کوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ الْجُنُوْدِ ۟ۙ
ای محمده!د لښکرو په هکله معلومات لرې؟
அரபு விரிவுரைகள்:
فِرْعَوْنَ وَثَمُوْدَ ۟ؕ
د فرعون او ثمودیانو په هکله.
அரபு விரிவுரைகள்:
بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ تَكْذِیْبٍ ۟ۙ
خبره داده چې کافران هر څه درواغ ګڼي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّاللّٰهُ مِنْ وَّرَآىِٕهِمْ مُّحِیْطٌ ۟ۚ
او الله له هرې لورې ایسار کړي دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
بَلْ هُوَ قُرْاٰنٌ مَّجِیْدٌ ۟ۙ
او دا هم پخه ده چې قران د ډیر لوی شان څښتن دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
فِیْ لَوْحٍ مَّحْفُوْظٍ ۟۠
او په ستایلې شوې پاڼه کې خوندي دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்புரூஜ்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக