పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం

external-link copy
22 : 40

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَانَتْ تَّاْتِیْهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَكَفَرُوْا فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ قَوِیٌّ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟

دغه عذاب چې هغوی ته ورسېدلو، يوازې د دې له امله چې هغوی ته د الله له لوري له څرګندو نښانو او ښکاره دلايلو سره يې رسولان راغلل، خو هغوی په الله کفر وکړ او د هغه رسولان يې درواغجن وګڼل، سره له دې چې هغوی پياوړي وو خو الله راونيول او تباه يې کړل، له شک پرته هغه سپېڅلی ذات پياوړی او د هغه چا لپاره د سختې سزا ورکوونکی دی چا چې کفر پرې کړی او رسولان يې درواغجن ګڼلي دي. info
التفاسير:
ఈ పేజీలోని వచనాల ద్వారా లభించే ప్రయోజనాలు:
• التذكير بيوم القيامة من أعظم الروادع عن المعاصي.
د قيامت ورځ ور په يادول له ګناهونو تر ټولو له لویو منع کوونکو څخه دي. info

• إحاطة علم الله بأعمال عباده؛ خَفِيَّة كانت أم ظاهرة.
د الله د خپلو بندګانو پر پټو او څرګندو کړنو د پوهې چاپېروالی. info

• الأمر بالسير في الأرض للاتعاظ بحال المشركين الذين أهلكوا.
په ځمکه کې د ګرځېدو امر د هغو مشرکانو له حاله د پند اخېستو لپاره دی چې تباه کړل شوي دي. info