Check out the new design

แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - อบูซะกะรียา * - สารบัญ​คำแปล


แปลความหมาย​ สูเราะฮ์: Al-Mā’idah   อายะฮ์:
وَمِنَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّا نَصٰرٰۤی اَخَذْنَا مِیْثَاقَهُمْ فَنَسُوْا حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوْا بِهٖ ۪— فَاَغْرَیْنَا بَیْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَآءَ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَسَوْفَ یُنَبِّئُهُمُ اللّٰهُ بِمَا كَانُوْا یَصْنَعُوْنَ ۟
5-14 او له هغو كسانو څخه چې وايي: بېشكه مونږ نصرانیان یو؛ مونږ له دوى نه پخه وعده اخيستې وه، نو دوى ته چې د څه نصیحت شوى و؛ د هغه لویه برخه يې هېره كړله، نو مونږ د دوى په مینځ كې د قیامت د ورځې پورې دښمني او كینه واچوله او الله به ژر دوى پر هغو عملونو خبر كړي چې دوى به كول
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلُنَا یُبَیِّنُ لَكُمْ كَثِیْرًا مِّمَّا كُنْتُمْ تُخْفُوْنَ مِنَ الْكِتٰبِ وَیَعْفُوْا عَنْ كَثِیْرٍ ؕ۬— قَدْ جَآءَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ نُوْرٌ وَّكِتٰبٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
5-15 اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول راغلى دى چې تاسو ته ډېر هغه څیزونه بیانوي چې تاسو به له كتابه پټول او له ډېرو څخه تېرېږي، یقینًا تاسو ته د الله له جانبه رڼا او روښانه كتاب راغلى دى
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
یَّهْدِیْ بِهِ اللّٰهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهٗ سُبُلَ السَّلٰمِ وَیُخْرِجُهُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ بِاِذْنِهٖ وَیَهْدِیْهِمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
5-16 چې په ده سره الله د سلامتۍ د لارو هدایت كوي هغه چا ته چې د هغه (الله) د رضا تابع وي او هغه په خپل حكم سره دوى لره له تیارو نه رڼا ته راوباسي او دوى ته د نېغې لارې هدایت كوي
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
لَقَدْ كَفَرَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْمَسِیْحُ ابْنُ مَرْیَمَ ؕ— قُلْ فَمَنْ یَّمْلِكُ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا اِنْ اَرَادَ اَنْ یُّهْلِكَ الْمَسِیْحَ ابْنَ مَرْیَمَ وَاُمَّهٗ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ؕ— وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
5-17 یقینًا یقینًا هغه كسان كافر شول چې هغوى ویل: بېشكه الله هم دا د مریمې زوى مسیح دى، ته (ورته) ووایه: د الله په وړاندې به څوك د څه شي اختیار ولري كه هغه اراده وكړي چې د مریمې زوى مسیح او د هغه مور او څوك چې په ځمكه كې دي ؛ هغه ټول هلاك كړي، او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، هغه چې څه وغواړي پیدا كوي يې او الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
ตัฟสีรต่างๆ​ ภาษาอาหรับ:
 
แปลความหมาย​ สูเราะฮ์: Al-Mā’idah
สารบัญสูเราะฮ์ หมายเลข​หน้า​
 
แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - อบูซะกะรียา - สารบัญ​คำแปล

แปลโดย อบูซะกะรียา อับดุสสลาม

ปิด