Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Sentro ng Rowad sa Pagsasalin * - Indise ng mga Salin

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Salin ng mga Kahulugan Surah: As-Sāffāt   Ayah:
فَلَمَّاۤ اَسْلَمَا وَتَلَّهٗ لِلْجَبِیْنِ ۟ۚ
نو كله چې دواړو ومنله او په اړخ يې وغورځولو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَنَادَیْنٰهُ اَنْ یّٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۟ۙ
نو موږ ورغږ كړ چې ای ابراهيمه!
Ang mga Tafsir na Arabe:
قَدْ صَدَّقْتَ الرُّءْیَا ۚ— اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
دا دى خوب خو دې رښتيا كړ، يقيناً موږ (هم) نيكانو ته دغه شان بدله وركوو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْبَلٰٓؤُا الْمُبِیْنُ ۟
بېشكه دا يو څرګند ازميښت و.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَفَدَیْنٰهُ بِذِبْحٍ عَظِیْمٍ ۟
او موږ د هغه په فديه (قربانۍ) كې ستره حلاله وركړه.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ؗ
او په وروستنو كې مو د هغه ښه ياد پرېښود.
Ang mga Tafsir na Arabe:
سَلٰمٌ عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ ۟
په ابراهيم دې سلام وي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
نېكانو ته همداسې بدله وركوو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَبَشَّرْنٰهُ بِاِسْحٰقَ نَبِیًّا مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او هغه ته مو په اسحاق زېرى وركړ، له صالحانو څخه يو نبي دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَبٰرَكْنَا عَلَیْهِ وَعَلٰۤی اِسْحٰقَ ؕ— وَمِنْ ذُرِّیَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَّظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ مُبِیْنٌ ۟۠
او موږ په ده او اسحاق بركت اچولى و. او د هغوى دواړو له اولاده ځينې نېك، او څوك د خپل ځان لپاره ښكاره ظالم دي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلٰی مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟ۚ
او بېشکه موږ پر موسى او هارون احسان كړى و.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَنَجَّیْنٰهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ
هغوى دواړه او قوم يې موږ د لوى غم نه ژغورلي وو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَنَصَرْنٰهُمْ فَكَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَ ۟ۚ
او مرسته مو د دوی وكړه چې بيا همدوى برلاسي شول.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاٰتَیْنٰهُمَا الْكِتٰبَ الْمُسْتَبِیْنَ ۟ۚ
او هغوى ته مو څرګند كتاب وركړ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَهَدَیْنٰهُمَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَ ۟ۚ
او دواړو ته مو سيده لاره ورښوولې وه.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِمَا فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙۖ
او پر هغوى مو وروستنو خلكو كې (دا خبره) پرېښوده.
Ang mga Tafsir na Arabe:
سَلٰمٌ عَلٰی مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟
(چې) پر موسى او هارون دې سلام وي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
پېشكه هغوى دواړه زموږ له مومنو بندګانو څخه وو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاِنَّ اِلْیَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ
او بېشكه الياس له استول شوو رسولانو څخه و.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟
كله چې يې خپل قوم ته وويل اّيا نه وېرېږئ؟
Ang mga Tafsir na Arabe:
اَتَدْعُوْنَ بَعْلًا وَّتَذَرُوْنَ اَحْسَنَ الْخَالِقِیْنَ ۟ۙ
اّيا تاسو بعل (نومى بت) رابلئ او تر ټولو غوره خالق پرېږدئ؟
Ang mga Tafsir na Arabe:
اللّٰهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
يعنى الله چې ستاسو او ستاسو د ړومبنيو پلرونو رب دى.
Ang mga Tafsir na Arabe:
 
Salin ng mga Kahulugan Surah: As-Sāffāt
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Sentro ng Rowad sa Pagsasalin - Indise ng mga Salin

Isinalin ito ng isang pangkat ng Sentro ng Rowad sa Pagsasalin sa pakikipagtulungan ng Samahan ng Da‘wah sa Rabwah at Samahan ng Paglilingkod sa Nilalamang Islāmiko sa mga Wika.

Isara