Check out the new design

Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto - Sarfaraz * - Mục lục các bản dịch


Ý nghĩa nội dung Chương: Al-Nisa'   Câu:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُوْنُوْا قَوّٰمِیْنَ بِالْقِسْطِ شُهَدَآءَ لِلّٰهِ وَلَوْ عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ اَوِ الْوَالِدَیْنِ وَالْاَقْرَبِیْنَ ۚ— اِنْ یَّكُنْ غَنِیًّا اَوْ فَقِیْرًا فَاللّٰهُ اَوْلٰی بِهِمَا ۫— فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوٰۤی اَنْ تَعْدِلُوْا ۚ— وَاِنْ تَلْوٗۤا اَوْ تُعْرِضُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟
ای مؤمنانو! په انصاف کلک ودریږئ او باید د الله لپاره شهادت ورکړئ که څه هم ستاسې، ستاسې د مور او پلار او یا خپلوانو پرخلاف وي، هغوی بډای وي که مسکین ځکه چې الله له تاسې څخه پر هغوی ډیر مهربان دی، نو چې د انصاف تله مو په لاس وه نو باید د هوا مننه ونه کړئ، او که تاسې په شهادت کې ژبې واړوئ یا د شهادت له ویلو ډډه وکړئ نو بې شکه چې الله پاک ستاسې له کړنو ښه خبر دی.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَالْكِتٰبِ الَّذِیْ نَزَّلَ عَلٰی رَسُوْلِهٖ وَالْكِتٰبِ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ مِنْ قَبْلُ ؕ— وَمَنْ یَّكْفُرْ بِاللّٰهِ وَمَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَكُتُبِهٖ وَرُسُلِهٖ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًا بَعِیْدًا ۟
ای مؤمنانو! په الله، د هغه په رسول او په هغه کتاب ایمان راوړئ چې په خپل پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) یې نازل کړی [۱۴] او په هغه کتاب هم ایمان راوړئ چې وړاندې یې نازل کړي دي[۱۵] او هرڅوک چې په الله د هغه په ملایکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او اخرنۍ ورځ کافر شي نو په تحقیق چې خورا ډیر لرې بې لارې شو.
[۱۴] ټوټه، ټوټه یې نازل کړی دی( فتح القدیر د امام الشوکاني)
[۱۵]یو ځل یې نازل کړي دي( فتح القدیر)
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ثُمَّ كَفَرُوْا ثُمَّ اٰمَنُوْا ثُمَّ كَفَرُوْا ثُمَّ ازْدَادُوْا كُفْرًا لَّمْ یَكُنِ اللّٰهُ لِیَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِیَهْدِیَهُمْ سَبِیْلًا ۟ؕ
بې شکه کومو کسانو ایمان راوړی ؤ بیا کافران شول، بیا یې ایمان راوړ بیا کافران او ورپسې يې خپل کفر پیاوړی هم کړ الله پاک به هر ګز بښنه ورته ونه کړي او نه به لار ور وښايي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
بَشِّرِ الْمُنٰفِقِیْنَ بِاَنَّ لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمَا ۟ۙ
(ای محمده!) منافقانو ته زیری ورکړه چې دردناک عذاب یې په برخه دی.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
١لَّذِیْنَ یَتَّخِذُوْنَ الْكٰفِرِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ— اَیَبْتَغُوْنَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَاِنَّ الْعِزَّةَ لِلّٰهِ جَمِیْعًا ۟ؕ
منافقان هغه کسان دي چې پرته له مومنانو کافران په دوستۍ نیسي، ایا له کافرانو سره عزت لټوئ؟ نو بې شکه چې ټول عزت یوازې له الله سره دی.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَقَدْ نَزَّلَ عَلَیْكُمْ فِی الْكِتٰبِ اَنْ اِذَا سَمِعْتُمْ اٰیٰتِ اللّٰهِ یُكْفَرُ بِهَا وَیُسْتَهْزَاُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوْا مَعَهُمْ حَتّٰی یَخُوْضُوْا فِیْ حَدِیْثٍ غَیْرِهٖۤ ۖؗ— اِنَّكُمْ اِذًا مِّثْلُهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ جَامِعُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْكٰفِرِیْنَ فِیْ جَهَنَّمَ جَمِیْعَا ۟ۙ
او دا خبره مونږ تاسې ته په کتاب(قران) کې نازله کړې ده چې کله هم تاسې په یوه ټولنه کې د الله په ایاتونو کفر او ملنډې اوریدلې نو تر هغو ورسره مه کینئ چې تر څو یې بله خبره نه وي پیل کړې که نه نو تاسې هم د هغو په شان یاست، بې شکه چې الله پاک منافقان او کافران ټول سره په جهنم کې یو ځای کوي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
 
Ý nghĩa nội dung Chương: Al-Nisa'
Mục lục các chương Kinh Số trang
 
Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto - Sarfaraz - Mục lục các bản dịch

Do Maulvi Janbaz Sarfaraz dịch thuật

Đóng lại