Check out the new design

Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译:苏尔菲拉兹 * - Mục lục các bản dịch


Ý nghĩa nội dung Chương: Al-Nisa'   Câu:
لَا یُحِبُّ اللّٰهُ الْجَهْرَ بِالسُّوْٓءِ مِنَ الْقَوْلِ اِلَّا مَنْ ظُلِمَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ سَمِیْعًا عَلِیْمًا ۟
الله پاک پرته له هغه چا چې تیری پرې شوی وي د بل چا په زوره بده وینا نه خوښوي او الله پاک ښه اوریدونکی او په هر څه ښه پوه دی.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اِنْ تُبْدُوْا خَیْرًا اَوْ تُخْفُوْهُ اَوْ تَعْفُوْا عَنْ سُوْٓءٍ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِیْرًا ۟
که تاسې نیکي په ښکاره وکړئ یا په پټه یا د بدۍ بښنه وکړئ نو بې شکه چې الله پاک ښه عفوه کوونکی او پوره توانا دی.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْفُرُوْنَ بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ وَیُرِیْدُوْنَ اَنْ یُّفَرِّقُوْا بَیْنَ اللّٰهِ وَرُسُلِهٖ وَیَقُوْلُوْنَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَّنَكْفُرُ بِبَعْضٍ ۙ— وَّیُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّتَّخِذُوْا بَیْنَ ذٰلِكَ سَبِیْلًا ۙ۟
بې له شکه کوم کسان چې په الله او د هغه په رسولانو کافران کیږي او غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو ترمینځ جلاوالی راولي او وایې چې مونږ په ځینو رسولانو ایمان راوړو او په ځینو یې نه راوړو او غواړي چې په دې مینځ کې یوه لار ونیسي[۱].
[۱] هغه نه د ټولو پیغمبرانو منل دي کله مسلمانان یې چې مني او نه د مشرکانو په شان له ټولو نه انکار کول( کابلی تفسیر)
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكٰفِرُوْنَ حَقًّا ۚ— وَاَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابًا مُّهِیْنًا ۟
دا خلک پاخه کافران دي او مونږ د کافرانو لپاره سپکوونکی عذاب تیار کړی دی.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ وَلَمْ یُفَرِّقُوْا بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْهُمْ اُولٰٓىِٕكَ سَوْفَ یُؤْتِیْهِمْ اُجُوْرَهُمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟۠
او هغه کسانو چې په الله او د هغه په رسولانو ایمان راوړی دی او د رسولانو په مینځ کې جلاوالی نه راولي ډیرژر به الله پاک اجرونه ورکړې او الله پاک ښه بښونکی ډیر مهربان دی.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
یَسْـَٔلُكَ اَهْلُ الْكِتٰبِ اَنْ تُنَزِّلَ عَلَیْهِمْ كِتٰبًا مِّنَ السَّمَآءِ فَقَدْ سَاَلُوْا مُوْسٰۤی اَكْبَرَ مِنْ ذٰلِكَ فَقَالُوْۤا اَرِنَا اللّٰهَ جَهْرَةً فَاَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ۚ— ثُمَّ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنٰتُ فَعَفَوْنَا عَنْ ذٰلِكَ ۚ— وَاٰتَیْنَا مُوْسٰی سُلْطٰنًا مُّبِیْنًا ۟
اهل کتاب له تا نه غواړي چې له اسمان څخه پرې بشپړ کتاب راښکته کړې، له موسې څخه يې له دې هم غټه غوښتنه کړي وه چې ویلي وو مونږ ته الله پاک مخامخ په ډاګه راوښایه، نو له تیري او ظلم له کبله تندر ونیول، بیا يې وروسته له هغه چې ښکاره دلیلونه ورته راغلل خوسی په خدایې ونیولو دا کار مو ورته وباښه او موسې ته مو ښکاره او څرګند بری ور په برخه کړ.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ الطُّوْرَ بِمِیْثَاقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَّقُلْنَا لَهُمْ لَا تَعْدُوْا فِی السَّبْتِ وَاَخَذْنَا مِنْهُمْ مِّیْثَاقًا غَلِیْظًا ۟
د وعدې اخیستلو لپاره مې د طور غر پرې را پورته کړ او ورته مې ویلي وو چې ( بیت المقدس) په دروازه سجده کوونکي ننه ووځئ او ورته مې ویلي وو چې د شنبې په ورځ به تیری نه کوئ او له هغوی څخه مې پخه او کلکه وعده اخیستې وه.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
 
Ý nghĩa nội dung Chương: Al-Nisa'
Mục lục các chương Kinh Số trang
 
Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译:苏尔菲拉兹 - Mục lục các bản dịch

普什图语意译古兰经,由毛露露·占巴兹·苏尔菲拉兹翻译。

Đóng lại