Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 * - 译解目录


含义的翻译 章: 舍尔拉仪   段:
قَالَ فَعَلْتُهَاۤ اِذًا وَّاَنَا مِنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ؕ
موسی عليه السلام، فرعون ته د اعتراف کوونکي په توګه وويل: دغه سړی ما وواژه په داسې حال کې چې ماته له وحي راتلو مخکې زه له ناپوهانو وم.
阿拉伯语经注:
فَفَرَرْتُ مِنْكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِیْ رَبِّیْ حُكْمًا وَّجَعَلَنِیْ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
د هغه له وژلو وروسته د مدين کلي ته له تاسو څخه وتښتیدلم، کله چې ستاسو لخوا له وژلو وډار شوم؛ نو پالونکي مې پوهه راکړه او له هغو رسولانو يې وګرځولم چې خلکو ته يې لېږي.
阿拉伯语经注:
وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَیَّ اَنْ عَبَّدْتَّ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ
ستا لخوا زما روزنه پرته له دې چې مرېيی مې وګرځوې سره له دې چې بني اسرائيل دې مرېيان ګرځولي دي دا په رېښتيا کومه داسې پېرزوينه چې ته يې احسان پر ما اچوې، خو دا کار مې ستا له بلنې څخه نه منع کوي.
阿拉伯语经注:
قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
فرعون، موسی عليه السلام ته وويل: دا د مخلوقاتو رب بيا څوک دی چې ګومان کوې ته د هغه رسول يې؟.
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— اِنْ كُنْتُمْ مُّوْقِنِیْنَ ۟
موسی، فرعون ته د ځواب ويونکي په توګه وويل: د مخلوقاتو پالونکی، د آسمانونو، زمکې او څه چې د هغوی تر منځ دي د هغو پالونکی دی، که چېرې تاسو باور کوونکي ياست چې هغه يې پالونکی دی؛ نو يوازې هغه ولمانځئ.
阿拉伯语经注:
قَالَ لِمَنْ حَوْلَهٗۤ اَلَا تَسْتَمِعُوْنَ ۟
فرعون خپل شاوخوا د قوم سردارانو ته يې وويل: آيا د موسی ځواب او هغه درواغجن ګومان ته مو غوږ دی؟!.
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
هغوی ته موسی وويل: الله ستاسو او ستاسو د لومړنيو پلرونو پالونکی دی.
阿拉伯语经注:
قَالَ اِنَّ رَسُوْلَكُمُ الَّذِیْۤ اُرْسِلَ اِلَیْكُمْ لَمَجْنُوْنٌ ۟
فرعون وويل: پرته له شکه هغه کس چې ګومان کوي چې تاسوته را لېږل شوی، لېونی دی، نه پوهيږي چې څنګه ځواب ووايي او هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي.
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— اِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
موسی وويل:هغه الله چې زه مو ورته رابولم د ختيځ، لوېديځ او د هغو تر منځ چې څه دي د هغو پالونکی دی، که چېرې تاسو عقلونه لرئ او کار ترې اخلئ.
阿拉伯语经注:
قَالَ لَىِٕنِ اتَّخَذْتَ اِلٰهًا غَیْرِیْ لَاَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُوْنِیْنَ ۟
فرعون په دليل وړاندې کولو کې له عاجزه کېدو وروسته، موسی ته وويل: که دې له ما پرته د بل معبود عبادت وکړ، هرومرو به دې له بنديانو وګرځوم.
阿拉伯语经注:
قَالَ اَوَلَوْ جِئْتُكَ بِشَیْءٍ مُّبِیْنٍ ۟ۚ
موسی عليه السلام، فرعون ته وويل: آيا ته ما له بنديانو ګرځوې که څه هم زه تاته داسې څه راوړم چې هغه زما دا رېښتينولي بيانوي چې زه درته د الله له لورې راغلی يم؟
阿拉伯语经注:
قَالَ فَاْتِ بِهٖۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
ويې ويل:هغه څه راوړه چې ياد دې کړل چې ستا پر رېښتينولي دلالت کوي، که چېرې ته په هغه څه کې له رېښتينو څخه وې چې دعوی يې کوې.
阿拉伯语经注:
فَاَلْقٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ ثُعْبَانٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ
نو موسی خپله لکړه په ځمکه وغورځوله؛ نو هغه سملاسي د ليدونکو لپاره په ښکاره ښامار بدله شوه.
阿拉伯语经注:
وَّنَزَعَ یَدَهٗ فَاِذَا هِیَ بَیْضَآءُ لِلنّٰظِرِیْنَ ۟۠
او خپل لاس يې په ګرېوان کې ننه اېستی چې سپين نه و، خو سپين نوراني يې ترې راوويستی چې د فيس ناروغۍ له سپينوالی هم نه و، ليدونکو همداسې وليدی.
阿拉伯语经注:
قَالَ لِلْمَلَاِ حَوْلَهٗۤ اِنَّ هٰذَا لَسٰحِرٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ
فرعون د خپل قوم چاپېرو سردارانوته وويل: پرته له شکه دغه سړی پر کوډو پوه کوډګر دی.
阿拉伯语经注:
یُّرِیْدُ اَنْ یُّخْرِجَكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ بِسِحْرِهٖ ۖۗ— فَمَاذَا تَاْمُرُوْنَ ۟
غواړي په خپلو کوډو تاسو له خپلې ځمکې وباسي؛ نو ستاسو رايه څه ده د هغه څه په اړه چې له هغه سره يې وکړو؟.
阿拉伯语经注:
قَالُوْۤا اَرْجِهْ وَاَخَاهُ وَابْعَثْ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۙ
هغوی ورته وويل: هغه او ورور يې وروسته وکړه، د هغوی په سزا کې بيړه مه کوه، د مصر ښارونو ته خلک ولېږه چې کوډګر را ټول کړي.
阿拉伯语经注:
یَاْتُوْكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِیْمٍ ۟
تاته به هر په کوډو پوه کوډګر راولي.
阿拉伯语经注:
فَجُمِعَ السَّحَرَةُ لِمِیْقَاتِ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۙ
نو فرعون خپل کوډګر په ټاکلي ځای او ټاکلي وخت کې د موسی د مقابلې لپاره راټول کړل.
阿拉伯语经注:
وَّقِیْلَ لِلنَّاسِ هَلْ اَنْتُمْ مُّجْتَمِعُوْنَ ۟ۙ
او خلکو ته وويل شول: آيا تاسو راټولېږئ چې ووينئ چې موسی برلاسی دی او که کوډګر؟.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• أخطاء الداعية السابقة والنعم التي عليه لا تعني عدم دعوته لمن أخطأ بحقه أو أنعم عليه.
د الله لوري ته د رابلونکو پخوانۍ تېروتنې او هغه نعمتونه چې فرعون ته ورکړل شوي وو، دا معنی نه لري چې هغه که له حق څخه تېروتی وي او يا پر هغه پېرزوينې شوې وي؛ نو بلنه به نه ورته کيږي.

• اتخاذ الأسباب للحماية من العدو لا ينافي الإيمان والتوكل على الله.
د اسبابو اختيارول له دښمن څخه د خونديتابه په موخه پر الله د ايمان او بروسې سره په ټکر کې نه دي.

• دلالة مخلوقات الله على ربوبيته ووحدانيته.
د الله د مخلوقاتو د هغه پر ربوبيت او يووالي دلالت.

• ضعف الحجة سبب من أسباب ممارسة العنف.
د دليل کمزوروالی د تاوتریخوالي له لاملونو څخه یو لامل دی.

• إثارة العامة ضد أهل الدين أسلوب الطغاة.
د دين والا پر خلاف د عامو خلکو راپارول د سرکښانو کړنلار ده.

 
含义的翻译 章: 舍尔拉仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 - 译解目录

古兰经注释研究中心发行。

关闭