Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 * - 译解目录


含义的翻译 章: 舍尔拉仪   段:
فَلَمَّا تَرَآءَ الْجَمْعٰنِ قَالَ اَصْحٰبُ مُوْسٰۤی اِنَّا لَمُدْرَكُوْنَ ۟ۚ
کله چې فرعون او د هغه قوم، د موسی او د هغه له قوم سره مخ شول، په داسې حال کې چې هرې ډلې بله ډله ليدله، د موسی ملګرو وويل: بېشکه فرعون او د هغه قوم په موږ پسې را ورسېدل او موږ د هغوی مقابله نه شو کولی.
阿拉伯语经注:
قَالَ كَلَّا ۚ— اِنَّ مَعِیَ رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ ۟
موسی خپل قوم ته وويل: چاره داسې نه ده لکه تاسو چې تصور کوئ، پرته له شکه زما پالونکی زما تاييد او مرسته کوي، ژر به لارښوونه راته وکړي او د خلاصون لار به راته وښيي.
阿拉伯语经注:
فَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنِ اضْرِبْ بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ ؕ— فَانْفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ
نو موسی ته مو د امر کوونکو په توګه وحي وکړه چې درياب په خپله لکڼه ووهي؛ نو هغه يې پرې وواهه، درياب و چاودلو او د بني اسرائیلو د قبيلو په شمېر دولس لارې ترې جوړې شوې، د درياب هره چاودل شوې ټوټه په لوی والي او ځای په ځای کېدو کې د لوی غره غوندې وه، په داسې ډول چې اوبه نه ترې بهېدلې.
阿拉伯语经注:
وَاَزْلَفْنَا ثَمَّ الْاٰخَرِیْنَ ۟ۚ
او فرعون او د هغه قوم مو دومره رانېږدې کړل چې درياب ته د داسې ګومان کوونکو په توګه ننوتل چې دغه د تګ وړ لاره ده.
阿拉伯语经注:
وَاَنْجَیْنَا مُوْسٰی وَمَنْ مَّعَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۚ
موسی او ورسره بني اسرائيل مو وژغورل، له هغوی مو هيڅوک هم تباه نه کړل.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟ؕ
بيا مو فرعون او د هغه قوم په درياب کې په ډوبېدو تباه کړل.
阿拉伯语经注:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
پرته له شکه د موسی لپاره د درياب په چاودلو، د هغه په خلاصون، د فرعون او د هغه د قوم په تباهۍ کې يوه داسې نښانه ده چې د موسی پر رېښتينولۍ دلالت کوي، خو ډېری هغه کسان چې له فرعون سره دي پرې باور کوونکي نه دي.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی داسې برلاسی دی چې له دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې توبه ورته وباسي.
阿拉伯语经注:
وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ
ای رسوله! پر هغوی د ابراهيم کيسه ولوله.
阿拉伯语经注:
اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَا تَعْبُدُوْنَ ۟
کله يې چې خپل پلار آزر او قوم ته وويل: له الله پرته دا د څه شي عبادت کوئ؟.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا نَعْبُدُ اَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عٰكِفِیْنَ ۟
قوم يې ورته وويل: بوتان لمانځو تل به يې همداسې په لمانځلو لګيا اوسو.
阿拉伯语经注:
قَالَ هَلْ یَسْمَعُوْنَكُمْ اِذْ تَدْعُوْنَ ۟ۙ
ابراهيم هغوی ته وويل: آيا بتان ستاسو خبره اوري کله يې چې رابولئ؟.
阿拉伯语经注:
اَوْ یَنْفَعُوْنَكُمْ اَوْ یَضُرُّوْنَ ۟
او يا ګټه در رسوي که يې پيروي وکړئ، او يا هم زيان در رسوي که سرغړونه ترې وکړئ؟.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا بَلْ وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا كَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ ۟
هغوی وويل: نه اوري کله يې چې رابولو، نه ګټه را رسولی شي که يې پيروي وکړو، او نه زيان را رسولی شي که سرغړونه ترې وکړو، بلکې لنډه دا چې موږ خپل پلرونه موندلي چې همداسې يې کول؛ نو موږ د هغوی پيروي کوو.
阿拉伯语经注:
قَالَ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا كُنْتُمْ تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
ابراهيم وويل: آيا فکر مو کړی چې هغه بتان مو ليدلي وای چې له الله پرته مو لمانځل؟
阿拉伯语经注:
اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمُ الْاَقْدَمُوْنَ ۟ؗ
او هغه څه چې ستاسو پخوانيو پلرونو يې عبادت کاوه.
阿拉伯语经注:
فَاِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِّیْۤ اِلَّا رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
پرته له شکه د ټولو مخلوقاتو له پالونکي پرته، نور هغوی ټول زما دښمنان دي، ځکه هغوی پر باطل دي.
阿拉伯语经注:
الَّذِیْ خَلَقَنِیْ فَهُوَ یَهْدِیْنِ ۟ۙ
همغه ذات چې زه يې پيداکړی يم، د دنيا او آخرت ښېګڼې ته مې لارښوونه کوي.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْ هُوَ یُطْعِمُنِیْ وَیَسْقِیْنِ ۟ۙ
او يوازې همغه ذات دی چې کله وږی شم خواړه راکوي او چې کله تږی شم څښاک راکوي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ یَشْفِیْنِ ۟
او چې کله ناروغ شم يوازې همغه ذات له ناروغۍ روغتيا راکوي له هغه پرته بل روغتيا راکوونکی ما لره نشته.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْ یُمِیْتُنِیْ ثُمَّ یُحْیِیْنِ ۟ۙ
او يوازې همغه ذات دی چې مړ کوي مې چې کله مې نېته پوره شي او له مرګ وروسته مې بېرته راژوندی کوي.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْۤ اَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لِیْ خَطِیْٓـَٔتِیْ یَوْمَ الدِّیْنِ ۟ؕ
او هغه ذات دی چې يوازې له هغه څخه دا هيله لرم چې د جزا په ورځ به مې تېروتنې را وبښي.
阿拉伯语经注:
رَبِّ هَبْ لِیْ حُكْمًا وَّاَلْحِقْنِیْ بِالصّٰلِحِیْنَ ۟ۙ
ابراهيم له خپل پالونکي څخه د دعاء غوښتو په حالت کې وويل: ای زما پالونکيه! ما ته په دين کې پوهه راکړه، له مخکېنيو نېکانو انبياو سره مې يوځای کړه چې له هغوی سره مې جنت ته داخل کړه.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• الله مع عباده المؤمنين بالنصر والتأييد والإنجاء من الشدائد.
الله له مؤمنانو بنده ګانو سره يې وي چې مرسته او ملاتړ يې کوي او له سختيو يې ژغوري.

• ثبوت صفتي العزة والرحمة لله تعالى.
د الله لپاره د عزت او رحمت صفتونو ثابتوالی.

• خطر التقليد الأعمى.
د ړندې پيروۍ خطر.

• أمل المؤمن في ربه عظيم.
د مؤمنانو هيله د خپل پالونکي په اړه لويه وي.

 
含义的翻译 章: 舍尔拉仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 - 译解目录

古兰经注释研究中心发行。

关闭