Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 * - 译解目录


含义的翻译 章: 舍尔拉仪   段:
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطِ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ
د لوط قوم رسولان درواغجن وګڼل، ځکه هغوی خپل نبي لوط عليه السلام درواغجن وګڼی.
阿拉伯语经注:
اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ لُوْطٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ
کله چې هغوی ته يې نسبي ورور لوط وويل: آيا له الله څخه نه وېرېږئ چې د هغه له وېرې شرک پرېږدئ.
阿拉伯语经注:
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ
پرته له شکه زه تاسوته رسول يم، الله تاسو ته لېږلی يم، امانت دار يم نه په هغه څه کې چې د هغه لخوا يې رسوم نه څه پکې زياتوم او نه څه ترې کموم.
阿拉伯语经注:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ
له الله و وېرېږئ د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او له څه څخه مو چې منع کوم.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا.
阿拉伯语经注:
اَتَاْتُوْنَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
ايا تاسو يوازې له خلکو څخه نارينه وو ته د شا لخوا ورځئ؟!.
阿拉伯语经注:
وَتَذَرُوْنَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِّنْ اَزْوَاجِكُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ عٰدُوْنَ ۟
او هغه څه پرېږدئ چې الله ستاسو د شهوتونو د پوره کولو لپاره پيداکړي دي چې هغه ستاسو د مېرمنو شرمځايونه دي؟! بلکې تاسو د الله له پولو په دغه ناوړه نابلده کار اوښتونکي ياست.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰلُوْطُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِیْنَ ۟
قوم يې ورته وويل: ای لوطه! که چېرې له دغه کاره زموږ له منع کولو او پر موږ د بد ويلو څخه لاس په سر نه شې، هرومرو به ته او څوک چې درسره دي زموږ له کلي څخه د اېستل شويو څخه شې.
阿拉伯语经注:
قَالَ اِنِّیْ لِعَمَلِكُمْ مِّنَ الْقَالِیْنَ ۟ؕ
هغوی ته لوط وويل: پرته له شکه زه ستاسو د دغه کار چې کوئ يې له بد ګڼونکو او ناوړه ګڼونکو څخه يم.
阿拉伯语经注:
رَبِّ نَجِّنِیْ وَاَهْلِیْ مِمَّا یَعْمَلُوْنَ ۟
هغه د خپل پالونکي په رابللو سره وويل: ای زما پالونکيه! ما او کورنۍ مې له هغه عذابه وساتې چې دغو خلکو ته د هغوی د ناروا کار له امله رسيږي.
阿拉伯语经注:
فَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
نو د هغه دعا مو قبوله کړه او هغه او ټوله کورنۍ مو يې وژغورله.
阿拉伯语经注:
اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ ۟ۚ
پرته د هغه له مېرمنې، بېشکه هغه کافره وه؛ نو له منځه تلونکو او تباه کېدونکو څخه وه.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟ۚ
بيا وروسته له دې چې لوط او کورنۍ يې له سدوم نومي کلي څخه ووتل، پاتې قوم مو يې له هغه وروسته په سخته تباهۍ تباه کړل.
阿拉伯语经注:
وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا ۚ— فَسَآءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟
او پر هغوی مو له آسمانه د باران غوندې ډبرې و اورولې؛ نو د دغو کسانو باران چې لوط وېرول او د الله له عذابه يې ډارول ډېر بد و، ځکه چې هغوی د ناوړه کار په ترسره کولو کې دوام وکړ.
阿拉伯语经注:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
پرته له شکه د لوط پر قوم د هغوی د ناوړه کار له امله یاد نازل شوي عذاب کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي.
阿拉伯语经注:
كَذَّبَ اَصْحٰبُ لْـَٔیْكَةِ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ
د ګڼې ونې والا کلي خلکو رسولان درواغجن وګڼل، کله يې چې خپل نبي شعيب عليه السلام درواغجن وګڼلو.
阿拉伯语经注:
اِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَیْبٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ
کله چې هغوی ته يې نبي شعيب وويل: آيا له الله څخه د هغه له وېرې د شرک په پرېښودلو نه وېرېږئ؟!.
阿拉伯语经注:
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ
زه ستاسې لپاره یو استازی یم، الله تعالی تاسې ته رالیږلی یم، امانتګر یم هغه څه چې الله تعالی یې راته وحې کړې ده؛ نه پرې څه زیاتوم او نه یې ترې کموم.
阿拉伯语经注:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ
نو له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او يا مو ترې منع کوم.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا.
阿拉伯语经注:
اَوْفُوا الْكَیْلَ وَلَا تَكُوْنُوْا مِنَ الْمُخْسِرِیْنَ ۟ۚ
خلکو ته پېمانه پوره ورکوئ، کله چې څه پرې پلورئ او له هغه چا مه کېږئ چې خلکو ته د پېر پر مهال په پېمانه کې کمی کوي.
阿拉伯语经注:
وَزِنُوْا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِیْمِ ۟ۚ
او کله چې نورو خلکو تلل کوئ؛ نو په سمه تله تول کوئ.
阿拉伯语经注:
وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ اَشْیَآءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟ۚ
او د خلکو حقوق مه کموئ، او د ګناهونو په ترسره کولو په زمکه کې فساد مه زیاتوئ.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• اللواط شذوذ عن الفطرة ومنكر عظيم.
لواطت د فطرت څخه وتل دي او لوی ناوړه کار دی.

• من الابتلاء للداعية أن يكون أهل بيته من أصحاب الكفر أو المعاصي.
د الله لارې ته د رابلونکي له ازامويښت څخه دا دی چې کورنۍ يې کافره او ګناهکاره وي.

• العلاقات الأرضية ما لم يصحبها الإيمان، لا تنفع صاحبها إذا نزل العذاب.
له ځمکنيو اړيکو سره چې تر څو ايمان نه وي، څښتن ته يې ګټه نه شي رسولی کله چې عذاب پرې راشي.

• وجوب وفاء الكيل وحرمة التَّطْفِيف.
د پېمانې پوره ورکولو لازموالی او د کمولو نارواوالی.

 
含义的翻译 章: 舍尔拉仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 - 译解目录

古兰经注释研究中心发行。

关闭