Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 奴尔   段:
اِنَّ الَّذِیْنَ جَآءُوْ بِالْاِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنْكُمْ ؕ— لَا تَحْسَبُوْهُ شَرًّا لَّكُمْ ؕ— بَلْ هُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ؕ— لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْاِثْمِ ۚ— وَالَّذِیْ تَوَلّٰی كِبْرَهٗ مِنْهُمْ لَهٗ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
بې شكه كومو كسانو چې دا لوى درواغ راوړي، هغوى له تاسي څخه يوه ډله ده، د ځان لپاره يې شر مه ګڼئ هغه تاسو ته خير دى، د هغوی هر يوه لپاره هغومره ګناه ده چې څومره يې (خپله) ترلاسه كړې، او چا چې له هغوی د دغه (بهتان) لوى پېټى اخيستى، هغه لره لوى عذاب دى.
阿拉伯语经注:
لَوْلَاۤ اِذْ سَمِعْتُمُوْهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُوْنَ وَالْمُؤْمِنٰتُ بِاَنْفُسِهِمْ خَیْرًا ۙ— وَّقَالُوْا هٰذَاۤ اِفْكٌ مُّبِیْنٌ ۟
کله مو چې دا خبره واورېده ولې مومنو سړو او مومنو ښځو پر ځانونو ښه ګومان ونه كړ او ويې نه ويل چې دا يو څرګند تور دى.
阿拉伯语经注:
لَوْلَا جَآءُوْ عَلَیْهِ بِاَرْبَعَةِ شُهَدَآءَ ۚ— فَاِذْ لَمْ یَاْتُوْا بِالشُّهَدَآءِ فَاُولٰٓىِٕكَ عِنْدَ اللّٰهِ هُمُ الْكٰذِبُوْنَ ۟
ولې يې پر دې خبره څلور شاهدان رانه وستل، خو (اوس) چې هغوى څلور شاهدان رانه وستل، د الله پر وړاندې همدوى درواغجن دي.
阿拉伯语经注:
وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِیْ مَاۤ اَفَضْتُمْ فِیْهِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ۚ
كه پر تاسي باندې په دنيا او اخرت كې د الله فضل او مهرباني نه واى نو په كومو خبرو كې چې تاسي غورځېدلي وئ د هغو په مجازات كې به لوى عذاب درته رسېدلى و.
阿拉伯语经注:
اِذْ تَلَقَّوْنَهٗ بِاَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُوْلُوْنَ بِاَفْوَاهِكُمْ مَّا لَیْسَ لَكُمْ بِهٖ عِلْمٌ وَّتَحْسَبُوْنَهٗ هَیِّنًا ۖۗ— وَّهُوَ عِنْدَ اللّٰهِ عَظِیْمٌ ۟
كله چې تاسو پر خپلو ژبو هغه درواغ نقلول او په خولو مو هغه څه ويل چې په هغه كې تاسو لره څه پوهه نه وه او هغه مو يوه آسانه خبره ګڼله، حال دا چې د الله پر وړاندې هغه ډېره لويه وه.
阿拉伯语经注:
وَلَوْلَاۤ اِذْ سَمِعْتُمُوْهُ قُلْتُمْ مَّا یَكُوْنُ لَنَاۤ اَنْ نَّتَكَلَّمَ بِهٰذَا ۖۗ— سُبْحٰنَكَ هٰذَا بُهْتَانٌ عَظِیْمٌ ۟
او كله مو چې هغه واورېده ولې مو ونه ويل چې موږ ته دا نه ښايي چې په دې (خبره) خوله وخوځوو، (الله) تا لره پاكي ده، دا خو ستر بهتان دى.
阿拉伯语经注:
یَعِظُكُمُ اللّٰهُ اَنْ تَعُوْدُوْا لِمِثْلِهٖۤ اَبَدًا اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
الله تاسو ته نصيحت كوي چې بيا دا شان خبره هيڅكله تكرار نه كړئ، كه تاسو مومنان ياست.
阿拉伯语经注:
وَیُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
او الله تاسو ته آيتونه بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُحِبُّوْنَ اَنْ تَشِیْعَ الْفَاحِشَةُ فِی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۙ— فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
بې شكه هغه كسان چې په مومنانو كې فحشا خپرول خوښوي، د هغوی لپاره په دنيا او آخرت كې دردناك عذاب دى، او الله پوهېږي او تاسي نه پوهېږئ.
阿拉伯语经注:
وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ وَاَنَّ اللّٰهَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
او كه د الله فضل او رحمت درباندې نه وى او دا چې الله ډېر نرمي كوونكى مهربان دى. (نو په دنيا كې به په عذاب اخته شوي وئ).
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奴尔
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭