Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 奴尔   段:
یُقَلِّبُ اللّٰهُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّاُولِی الْاَبْصَارِ ۟
الله شپه او ورځ (سره) اړوي بې شكه په دې كې د سترګورو لپاره يو (لوى) درس دى.
阿拉伯语经注:
وَاللّٰهُ خَلَقَ كُلَّ دَآبَّةٍ مِّنْ مَّآءٍ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ یَّمْشِیْ عَلٰی بَطْنِهٖ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّمْشِیْ عَلٰی رِجْلَیْنِ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّمْشِیْ عَلٰۤی اَرْبَعٍ ؕ— یَخْلُقُ اللّٰهُ مَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او الله هر سا كښ له اوبو پيدا كړ نو ځينې يې هغه دي چې په ګېډه ښوييږي، ځينې يې په دوو پښو درومي او ځينې يې په څلورو درومي، الله چې څه غواړي هماغه پيدا كوي، بې شكه الله په هر څه قادر دى.
阿拉伯语经注:
لَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اٰیٰتٍ مُّبَیِّنٰتٍ ؕ— وَاللّٰهُ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
بې شكه موږ څرګند آيتونه نازل كړي او الله چې هر چاته وغواړي سمې لارې ته يې لارښوونه كوي.
阿拉伯语经注:
وَیَقُوْلُوْنَ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَبِالرَّسُوْلِ وَاَطَعْنَا ثُمَّ یَتَوَلّٰی فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ مِّنْ بَعْدِ ذٰلِكَ ؕ— وَمَاۤ اُولٰٓىِٕكَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او هغوى وايي موږ په الله او رسول يې ايمان راوړى او پيروي مو کړې، خو بيا له دې وروسته هم د دوى يوه ډله مخ ګرځوي او دوى مومنان نه دي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا دُعُوْۤا اِلَی اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ لِیَحْكُمَ بَیْنَهُمْ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
او كله چې هغوى الله او رسول ته يې ور وبلل شي، چې ترمنځ يې پرېکړه وکړي نو له هغوى نه يوه ډله يو دم مخ ګرځوونكې شي.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ یَّكُنْ لَّهُمُ الْحَقُّ یَاْتُوْۤا اِلَیْهِ مُذْعِنِیْنَ ۟ؕ
او كه چېرې حق د دوى (په خوا) وي نو بيا هغه (رسول) ته غاړه اېښودونكي ورځي.
阿拉伯语经注:
اَفِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ اَمِ ارْتَابُوْۤا اَمْ یَخَافُوْنَ اَنْ یَّحِیْفَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَرَسُوْلُهٗ ؕ— بَلْ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟۠
آیا په زړونو كې يې ناروغي ده، كه په شك كې لوېدلي دي؟ يا له دې ډاريږي چې الله او د هغه رسول به ظلم ورباندې وكړي، بلكې دوى خپله ظالمان دي.
阿拉伯语经注:
اِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِیْنَ اِذَا دُعُوْۤا اِلَی اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ لِیَحْكُمَ بَیْنَهُمْ اَنْ یَّقُوْلُوْا سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
خبره دا ده چې كله مومنان الله او د هغه رسول ته وروبلل شي تر څو يې په منځ كې پرېکړه وكړي؛ نو د هغوى وينا داسې په كار ده چې ووايي: موږ واورېدل او ومو منل، او همدوى بريالي دي.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَیَخْشَ اللّٰهَ وَیَتَّقْهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟
او څوك چې د الله او د هغه د رسول امر ومني، له الله وېره وكړي او ځان ترې وساتي نو هماغه خلك بريالي دي.
阿拉伯语经注:
وَاَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ لَىِٕنْ اَمَرْتَهُمْ لَیَخْرُجُنَّ ؕ— قُلْ لَّا تُقْسِمُوْا ۚ— طَاعَةٌ مَّعْرُوْفَةٌ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
او هغوى پر الله په كلكه قسمونه وكړل چې كه ته امر ورته وكړې نو خامخا به راووځي (جهاد ته)، ورته ووايه: قسمونه مه كوئ، (ستاسو) منل معلوم دي، پرته له شکه الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奴尔
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭